په افغانستان کې د هوا د ککړوالي زیانونه

نظر او تحليل

 په افغانستان کې د هوا د ککړوالي زیانونه

173

 سریزه

 

په دې لیکنه کې د هغه نړیوال ورکشاپ او د هغه دځینو سپارښتنو په هکله مالومات ورکړل شوي دي چې د چین په هیواد کې د نړیوال بانک او د چین د دولت په ګډه همکارۍ د هوا، ځمکې او اوبو د ککړوالي د مدیریت او صحت محیطي په هکله  رابلل شوی و. په دې ورکشاپ کې د امریکا د متحده ایالتونو، اروپايي اتحادیې، نړیوال بانک او چینایي کارپوهانو پریزنتشنونه وړاندې کړل.

 

 دا ورکشاپ په حقیقت کې د هغه پروګرام د ارزونې په هکله و چې نړیوال بانک د ځینو پرمختللو ملکونو او تمویل کوونکو په مرسته د دریمې نړۍ په ملکونو کې د هوا، اوبو او ځمکې د ککړوالي د مدیریت په هکله یو کال مخکې له مصر، چین، هند، ویتنام، سویلي افریقې او ګانا سره په لاره اچولی و. او اوس غواړي چې که ممکنه وي نورو ملکونو ته یې هم وغزوي.

 

ما به دې هکله خپل دفتر ته کاري راپور په انګریزي ژبه وړاندې کړی او دلته له درنو لوستونکو سره د هغو د ځینو برخو ژباړه شریکوم. په دې کې په پورته یاد ورکشاپ کې د ځینو پوهانو په نظریاتو او هم د نړیوال بانک له سرچینو څخه د افغانستان لپاره د چاپیریال د ککړوالي د ستونزو په هکله ځینې مالومات شته. هیله ده چې ګتور به وي.

 

په چین کې د چاپیریال د ککړوالي په هکله  نړیوال ورکشاپ

څو ورځې وړاندې په یوه علمي سفر د چین هیواد ته له ځينو دولتي دوستانو سره د نړیوال بانک په بلنه تللی وم چې د « چاپیریال د ککړوالي د مدیریت او چاپیریالي روغتیا» تر سرلیک لاندې په نړیوال کنفرانس کې برخه واخلم. د زده کړې تر څنګ هیله داده چې که خدای ته منظوره وي د خپل هیواد لپاره د ورته پروګرام په امکاناتو فکر وکړو او ورته وده ورکړو.

 

د هیواد په ښارونو په تیره بیا په کابل کې کې د هوا، خاورې او اوبو ککړوالی ورځ تر بلې زیاتیږي. سړی خوب یوسي چې که یې سم غم و نه خوړل شي، لس کاله وروسته به د کابل او نورو سترو ښارونو د هوا، اوبو او خاورې ککړوالی په خورا بد حالت کې وي او بدې اغیزې به یې زموږ په بیوزله خلکو او زموږ په ملي اقتصاد څومره ځوروونکې وي او بیا سمول به یې لسیزې وخت غواړي.

 

د ورکشاپ موخې

له ټاکل شوو ملکونو سره مرسته وشي چې د هوا، ځمکې او اوبو د ککړوالی کچه په کافي توګه راکښته کړي ترڅو د چاپیریالي روغتیا پایلې اصلاح کړي، نوې پوهه خلق کړي او د ککړوالي او په ښاري، کلیوالو او اوبو ساحو کې دهغو د روغتیايي اغیزو په هکله زموږ پوهه اصلاح کړي چې د چاپریالي روغتیا او د ککړوالي پوهاوی په پالیسي جوړوونکو، پلان کوونکو، او نورو اړوندو ذي النفع کسانو کې په لږو، متوسطه او د منځنۍ کچې په ملکونو عوایدو لرونکو کې لوړ شي.

 

په دې علمي ورکشاپ کې د هوا د ککړوالي تر څنګ د خاورې او اوبو ککړوالی هم شامل وو خو زیاته پاملرنه اوس د هوا ککړوالي ته وه. په ورکشاپ کې زیات بحثونه  د ښارونو د هوا د ککړوالي په مسئلو، لاملونو، زیانونو، ننګونو، د مدیریت په لارو چارو او نورو باندې وو. هلته مو د نړۍ او چیني کارپوهانو پریزنتشنونه واوریدل، په عملي توګه مو د بیجنګ او اوبې ښارونو د هوا د ککړوالي د نظارت او ارزونې لابراتوارونه،  تخنیکي اسانتیاوې او الې ولیدې. همدارنګه، و مو لیدل چې څنګه، د چین په هیواد کې په پوهنتونونو او د علومو په اکادیمي کې چې په لسهاوو څانګې لري چیني کارپوهان په علمي او عملي څیړنو لګیا دي، د هوا د ککړوالي پیچلي  لاملونه او ننګونې پلټي او د مدیریت لارې چارې ورته مومي. هغوي دا کار د خپلو پنځه کلنو پلانونو په مرسته کوي، تل یې ارزوي، قوانین او مقررات یې له نوو ستندردونو، نړیوالو پرمختګونو، نوې تکنالوژۍ او نورو سره  ارزوي، په کمښتونو یې ځان پوه کوي او ورڅخه زده کړه کوي او اړین بدلونونه پکې راولي.

 

کارپوهانو له مختلفو ملکونو په دې تاکید کاوه چې د هوا د کیفیت مدیریت یوه پیچلې مسئله ده، زیات اړخونه او لاملونه لري او زیاتې اړونده ادارې، سکتورونه او لوبغاړي په ځان کې رانغاړي. هغه د راز راز دولتي ادارو مشارکت او نیږدې همکاري غواړي، د مثال په توګه، د محیط زیست ادارې، د انرژۍ او اوبو، ترانسپورت، کرنې، کورجوړولو او نور وزارتونه، شارواليګانې، پوهنتونونه، څیړنیز سازمانونه او نور باید له یو بله سره یو ځای کار وکړي ترڅو د ښاري هوا کیفیت مدیریت کړي.

 

په دې حقیقت زیات تاکید کیده چې که تاسو غواړئ کوم شی مدیریت کړئ نو باید هغه اندازه کړئ.  د هواد کیفیت او د هوا د ملوث  کوونکو عناصرو په هکله هم دا خبره سمه ده. نو ځکه، دا زیاته مهمه ده چې د هوا د ککړوالي پارامیترونه نظارت، اندازه او داتا راټوله، تحلیل، پالیسي جوړوونکو ته په مالوماتو بدله او په اختیار کې ورکړل شي. زیات تاکید په دې و چې دولتي ادارې باید اړونده کارمندان وروزي، د قوانینو او مقرراتو د پلي کولو لپاره سیاسي اراده پخه او وړتیا لوړه شي. د اړوندو دولتي ادارو، اکادیمیکي نهادونو، رسنیو او نورو سره په پلان کولو او همغږي کولو کې شته تشې ډکې شي.  

 

بل تاکید دا و چې د چاپیریال ساتنې ادارې او سکتوري وزارتونه باید د محیط زیست د سالم مدیریت او هم د سکتوري پلانونو او تګلارو په جوړولو کې په ګډه کار وکړي. که یوازې د محیط زیست اداره د نورو سکتوري ادارو لپاره  د چاپیریال ساتنې مقررات جوړوي په عمل کې په بریالیتوب نه شي تطبیق کیدلای. همدارنګه، که سکتوري ادارې خپل پلانونه د چاپیریال ساتنې د ادارې په غیاب کې  جوړوي ممکنه نه ده چې محیط زیستي مقررات د سم پلي کړي او له قانونه د سرغړونې ونه کړي.

 

د چاپیریال د ککړوالي د مدیریت او چاپیریالي روغتیا لس کاري بستې

 

نړیوال بانک چې ځینو یاد شوو هیوادونو سره د چاپیریال د ککړوالي او صحت محیطي کوم پروګرام رامنځته کړی دی دا لاندې لس کاري بستې لري. (۱) میتودونه او پروتوکولونه، (۲) په هوا کې د معلقو ذرو نظارت، (۳) د هوا د کیفیت نظارت، (۴) د افرازاتو پلټنه، (۵) د ککړوالي د سرچینو مالومول، (۶) روغتیايي اغیزې، (۷) نهادونه او ذی النفع خواوې، (۸) د هوا د مدیریت د قیمتونو ارزونه، (۹) د هوا د کیفیت د مدیریت پلان کول، (۱۰) د پروژې مدیریت. که د دې بستو لړۍ سمه پلي نه شي او له یو بل سره اړیکه ونه لري د هوا د کیفیت په سمون او پاکوالي کې کوم مثبت بدلون اړین نه بریښي.

 

 په افغانستان کې د هوا د ککړوالي زیانونه

 

د هوا ککړوالی په رښتیا یوه نړیواله ننګونه ده، د هوا د ککړوالی وژونکي خطرونه د روغتیايي او اقتصادي زیانونو سبب کیږي. دا ستونزه په پرمخ تلونکو  هیوادونو کې چېرې چې په نا انډوله کچه مړینې زیاتې وي ډېره ورانوونکې اغیزه لري. د ککړوالي بار د ټولنې په بیوزلو برخو زیات وي، ځکه فقیر خلک تر ډېرې کچې په ناپاکو ځایونو کې ژوند او کار کوي، لږ کولای شي چې ځان وساتي، او لږ توانیږي چې روغتیايي درملنه ترلاسه کړي او یا له هغه اقتصادي ټکان سره مقابله وکړي کوم چې د دوي په فامیل باندې ناروغیو راوستي وي. 

 

په افغانستان  کې د هوا د ککړوالی وژونکې اغیزه په زیاتیدو ده، خو ځکه عام خلک نه ورباندې پوهیږي چې د دې وژنه زیاته ښکاره نه ده او ناروغۍ یې رنګارنګ ډولونه لري. څرنګه چې نفوس زیاتیږي، زیات خلک د ککړې او نا سمې هوا سره مخ کیږي. د هوا د ککړوالي روغتیايي خطر په یوه ټولنه کې د خلکو د معروضیت له مخې ټاکل کیږي. په ۲۰۱۳ میلادي کال کې هغه کسان چې په افغانستان کې د باندنۍ ککړې هوا سره مخ وو، د نړۍ د روغتیایي سازمان د معیار څخه دوه ځله زیات وو. د افغانانو نیږدې له پنځو برخو څلورمه برخه د سون په جامدو توکو تکیه کوي، نو ځکه د هغو خلکو شمیر چې په کور د ننه د هوا د ککړوالي سره مخ دي په ۱۹۹۰ له ۱۲ ملیونه څخه په ۲۰۱۳ کال کې و ۲۵ ملیونه ته ورسیدل.

د هوا د ککړوالي د زیات معرو ضیت له کبله په افغانستان کې بیوخته مرګونه په ۱۹۹۰ کال کې له ۲۰،۰۰۰ څخه په ۲۰۱۳ کال کې و ۴۰،۰۰۰ ته ورسیدل. اوس د هوا ککړوالی په ملک کې دریم وژونکی روغتیایي خطر بلل کیږي. په افغانستان کې د هوا د ککړوالي له کبله د توبرکلوز، نس ناستي او ایډز ټولو ناروغیو له یو ځایي مرګونو څخه زیات شمیر خلک خپل ژوندونه له لاسه ورکوي.  ماشومان تر ټولو لوړ بار په اوږو لري.

د هوا د ککړوالي اغیزې د افغانستان د اقتصاد لپاره ناوړه او سترې دي. هغه بې وخته مرګونه چې د هوا د ککړوالي له کبله په افغانستان کې رامنځته شوي وو د کار و کارګر په ساحه کې په ۲۰۱۳ کال کې یې د ۱.۲ میلیارده امریکایي ډالرو عوایدو ضایعات لرل او دا د افغانستان د ناخالصه ملي عوایدو ۲.۱ سلنه نه وه. که تاسو دا د اقتصادي ښیرازۍ په کچه وتلئ، د هوا د ککړوالي له کبله د بیوخته مړینو تاوان نور هم زیاتیږي، او په ۲۰۱۳ کال کې ۴.۳ میلیاردو امریکایي ډالرو ته رسیږي، چې دا رقم د هیواد ملي عوایدو ۷.۵ سلنه جوړوي.

د هوا ککړوالی له راز راز سرچینو رامنځته کیږي، دا داسې یوه ننګونه ده چې د حکومت زیاتې ادارې په ځان کې بوختوي، لکه مالیه، روغتیا، چاپیریال ساتنه، انرژي، صنعت، ترانسپورت، کرنه، کور جوړول او نور. ملي او محلي ادارې باید له یو بل سره یو ځای کار وکړي تر څو داسې تګلارې وپیژني چې د عامه خلکو مخامختوب (معروضیت) له ککړې هوا سره راټیټ کړي. د ښه کیفیت لرونکې داتا او مالوماتو راټولول د هوا د کیفیت او د هوا د ککړوالي د سرچینو په هکله سمه پوهه لمړني اړین قدمونه دي. د افغانستان د خلکو په روغتیا او اقتصاد د هوا د ککړوالي بار د لا زیاتې عامه پانګونې غږ کوي تر څو د افغانستان هوا پاکه کړي.

 

د افغانستان په لویو ښارونو او په تیره په کابل کې د ښاري هوا ککړوالی د ښاري ترانسپورت له کبله چې بې کیفیته تیل سوزوي، زیات سرویس نه کیدونکي زاړه موټر او د ټرافیکو نه مدیریت چې په خورا لږ سفر کې زیات تیل مصرفوي؛ د انرژۍ د تولید جنریتورونه او شته وړې او یو څو غټې فابریکې، واړه او د منځنۍ کچې کار و بارونه چې شمیر یې زیات دی؛ د لرګیو، زغالو، او تیلو سون د پخلي او کور ګرمولو لپاره؛ د خامو سړکونو، کوڅو او نورو ساحو څخه ګردونه او دوړې هوا ته راپورته کیدل؛ او همدارنګه، د ښارونو څخه د باندې  له نباتي فرش څخه لوڅو او تخریب شوو دښتو، غونډیو او غرونو څخه د باد په مرسته د ګردونو او دوړو راوړل، د خښتو د بټيو ډېرښت او د ښارونو په چاپیر کې او په هغو کې د لرګیو، ربړونو او زغالو سون، په ځینو روغتونونو کې د روغتیایي بیالوژیکي طبي فاضله موادو چې سیماب او نور درانده فلضات هم ورسره ګډ وي په بې کیفیته انسرینتورونو (د حریق په الو ) کې سوځول، د قوانینو او مقرراتو نه پلي کیدل او نور داسې لاملونه دي چې زموږ د ښارونو هوا یې ککړه کې ده.   

د هوا د ککړوالي د کچې مالولو لپاره ځینې ځانګړي پارامیترونه ټاکل شوي دي. دا په هوا کې هغه ذرې دي چې قطر یې ۱۰ مایکرو میتر (PM10)، هغه ذرې چې قطر یې ۲.۵ مایکرومیتره وي  (PM2.5)، سلفردای اکساید، نایتروجن اکساید، کاربن مونو اکساید، اوزون، نور نایتروجن اکسایدونه (NOx)، امونیا او نور عضوي مواد دي. دا پارامیترونه په هوا کې د راز راز ککړتیاوو شتون راښيي. د مثال په توګه د ۲.۵ مایکرومیتره زرو شتون کیدای شي د پورته ټولو سرچینو او یا د هغوی له ډول ډول ترکیبونو څخه راپیدا شي.

په ګران هیواد کې د یوه سالم چاپیریال په هیله