د روسي سفير وژونکي له کوټې مهم سندونه ترلاسه شوي

پام وړ

د روسي سفير وژونکي له کوټې مهم سندونه ترلاسه شوي

4912

د ترکيې مليت ورځپاڼه ليکي چې په انقره کې د روسي سفير د وژونکي په تړاو په څېړنو کې د ترکيې پوليسو ځينې مهم سندونه تر لاسه کړي دي.

آر ټي خبري رسنۍ د ترکي مليت ورځپاڼې په حواله ليکي چې د روسي سفير وژونکي، مولود طنطاش په کوټه کې له څېړنو وروسته جوته شوه چې هغه سره د القاعدې او ترکي مخالف، فتح الله ګولن ځينې کتابونه وو.

سرچينه زياتوي چې دوه ويشت کلن مولود په انقره کې د معاصر فن مرکز څنګ ته، چې روسي سفير په کې ووژل شو، هوټل کې يوه کوټه نيولې وه او يوه موده يې د معلوماتو راټولولو کې تېره کړې وه.

د څېړنو پايلې دغه راز جوتوي چې مولود د «روسيه د ترکانو له نظره» نندارتون له پيلېدو يوه ورځ وړاندې دغه ځای ته تللی و او هغه پر دې بريالی شوی و چې وسلو معلومولو له آلې ځان تېر کړي. په دويمه ورځ هم هغه خپله تجربه په بريالۍ توګه ترسره کړه. هغه له ځان سره وسله ننوېسته او روسي سفير يې وواژه.

سرچينه دغه راز ليکي چې د القاعدې او فتح الله ګولن د کتابونو سربېره، د مولود په کوټه کې ځينې داسې ليکل هم موندل شوي دي چې جهادي معناوې لري. پوليس دغه راز وايي چې هغه د وژنې د پېښې په سهار نوې جامې اخيستې وې او هماغه يې پر تن وې.

د ترکيې د کورنيو چارو وزارت پخوا ويلي وو چې د روسي سفير وژونکي له دوه نيمو کلونو راهيسې د انقرې په پوليسو کې کار کاوه.