روغتيا وزارت: څلوېښت سلنه کوچنيان له خوارځواکۍ سره مخ دي

روغتیا

روغتيا وزارت: څلوېښت سلنه کوچنيان له خوارځواکۍ سره مخ دي

350

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد څلوېښت سلنه هغه کوچنيان چې له پنځو کلونو کم عمرونه لري، له خوارځواکۍ سره مخ دي. د عامې روغتيا وزير فېروزالدين فېروز دا خبرې د «د خوراکي توکو غني کېدو له لارې د افغانستان د راتلونکي بدلون» تر عنوان لاندې جوړې شوې غونډې ته وکړې.

نوموړي وويل: «ډېری دغه کوچنيان د خوارځواکۍ له کبله ټيټې ونې (قدونه) لري او لس سلنه د خوارځواکۍ پر پرمختللې بڼې اخته دي.

وزير څرګنده کړې چې دا چاره لا هم مخ په ډېرېدو ده او که مخه يې ونه نيول شي، د ټولنې روغتيايي حالت ته به ستر زيان پېښ کړي.

د هغه په وينا څلور څلوېښت سلنه کوچنيان له پنځو کلونو په کم عمر کې د وینې له کمښت سره مخ دي او پر دې سربېره پوره خواړه نه ور رسېږي.

د ياد وزارت چارواکي وايي، چې تر ۲۰۳۰ز پورې د غربت د له منځه وړو، خوراکي توکو د خونديتوب او تغذيې د ښه والي پر پرمختيايي چارو کار کوي، څو خوارځواکي له منځه يوسي.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې يوه بل راپور څرګنده کړه، چې د افغانستان نهه دېرش سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.