باچا خان: متحد هند، ازاد پښتونستان او پاکستان

د پرون کيسه

باچا خان: متحد هند، ازاد پښتونستان او پاکستان

452

زاهدخليلي

        خان عبدالغفار خان (باچا خان، فخر افغان، د سرحد ګاندي ۱۸۹۰-۱۹۸۸ز) د شلمې پېړۍ د سترو مبارزو شخصيتونو څخه دی. د پښتنو د ټولنيز پرمختګ لپاره يې په خپل وخت کې ستر کارونه وکړل. ښوونځي يې جوړ کړل، د پښتون قوم  د اصلاح او خرافاتي رواياتو د له منځه وړلو، د پښتون قوم تر منځ د دښمنۍ او تربګنۍ د له منځه وړلو او يووالي د رامنځته کولو لپاره يې د نورو ملګرو سره نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړه. د عدم تشدد له لارې يې خپلو پلويانو ته  د صبر او زغم لارښوونه کوله. په ۱۹۲۹ ز کال کې يې د خدايي خدمتګارۍ تحريک پېل کړ، چې د عدم تشدد اصولو ته په پابندۍ اړ و.  وروسته په سرخپوشانو مشهور شول. خدايي خدمتګارو ادعا کوله چې له جوړېدو دوه کاله وروسته يې شمېر دوه سوه زرو (دوه لکو) ته رسېده[1]. دوی ته ويل شوي وو چې هېڅکله هم تشدد خپل نه کړي، وسله ونه ګرځوي او زغم وکړي. دا هم ورته ويل شوي وو چې، که سپکاوی يې هم وشي، بايد غچ وانه خلي[2]. باچا خان د خپل ځان دفاع کول هم تشدد ګڼي. يو سړي له د پړق جواب کې پړق ورکول اسان کار دی؛ خو پړق زغمل ګران کار دی[3]. د باچا خان همدا د عدم تشدد فلسفه وه چې انګرېزانو د پښتونخوا په مختلفو سيمو کې ، د باچا خان په وينا، خدايي خدمتګاران به يې وهل، ټکول، په ګرمو شګو څملول، په يخو اوبو کې غوټې ورکول، شهيدانول او بنديانول؛ خو تر پايه يې تشدد ته لاس وانه چوه او له همدې لارې يې غوښتل چې له انګرېز نه ازادي ترلاسه کړي. په ۱۹۳۰ ز کال کې چې د قصه خوانۍ خونړۍ پېښه رامنځته شوه او له دوه سوو زيات خدايي خدمتګاران په کې ووژل شول، دوی انګرېز ته د عدم تشدد په بڼه ځواب ورکړ. تر دې چې د ازاد پښتونستان د لاسته راوړو او  بيا يې د پاکستان دننه د پښتنو د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره هم د عدم تشدد لاره خپله کړې وه.

    د باچا خان د سياسي ژوند مبارزه په درېو برخو وېشلی شو. د متحد هندوستان لپاره مبارزه، د ازاد پښتونستان لپاره او بيا پاکستان ته د وفادارۍ د قسم ورکولو وروسته د پاکستان دننه د پښتنو د حقوقو، د کورنۍ خپلواکۍ او  د ون يونټ پر ضد مبارزه. دا چې باچا خان په دغه درېو مهمو پړاونو کې د دغو درېو نومونو په تړاو  کومه تګلاره غوره کړې وه او پايله يې څه شوه، دلته يې په اړه په لنډ ډول اشاره کوو.

    متحد هندوستان:

       په ۱۹۲۹ ز کال کې چې په لاهور کې د ګانګريس ګوند غونډه وه، باچا خان ليکي چې زه او امير ممتاز خان هم لاهور ته لاړو، موږ خو ګانګريس کې نه وو، موږ خو خلافت کې وو او موږ تماشې ته تللي وو، د کانګريس جلسې زموږ په ځوانانو ډېر ښه اثر وکړ او بيا ځوانان خو پرېږده چې د هندوانو جينکو هم د ملک د ازادۍ او د خدمت لپاره ملا تړلې، ولاړې دي[4]. باچا خان له دې وروسته صوبه سرحد ته راځي او دلته پښتنو ته د وطن (هند) د ازادۍ او په کې د برخه اخيستو خبره کوي. ملګري يې تشويقوي چې د دې کار لپاره په يوه ډله کې راټولېدل ضروري دي. په ۱۹۳۰ ز کال کې د چارسدې په اتمانزو کې د خدايي خدمتګارو د تحريک بنسټ ږدي. وقار علي شاه کاکاخېل او محمد ابراهيم عطايي د دغه تحريک د بنسټ کال ۱۹۲۹، يانې د ګانګريس د جلسې نه يوه مياشت وړاندې ښيي؛ خو باچاخان ليکي چې د لاهور له سفر وروسته مو دغه تحريک رامنځته کړ. په همدې کال باچا خان چې له چارسدې نه پېښور ته، د کانګريس په غونډه کې برخه اخيستو ته روان وي، بندي کېږي. جېل ته راغلو ملګرو ته وايي چې خپل غږ نورو ګوندونو ته ورسوي، دوی لومړی مسلم ليګ ته ورځي؛ خو هغوی ورسره د مرستې کولو نه انکار کوي. هغه (ليګ) خو يو جماعت دی چې پيرنګيانو د هندو مقابلې دپاره جوړ کړی دی او زموږ جنګ خو پيرنګي سره دی؛ نو هغوی به زموږ څنګه امداد وکړي[5].؛ خو مسلم ليګ دغه مهال له داخلي اختلافاتو سره مخ و او زياتره مشران يې د برتانويانو ملاتړي و؛ نو دغه مهال دوی د (خدايي خدمتګارانو) د ملاتړ کولو په حالت کې نه وو[6]. له دې وروسته خدايي خدمتګار ګانګريس ته مخه کوي او څرنګه چې د دواړو لاره او هدف يو وي؛ نو ګانګريس د دوی ملاتړ کوي. موده وروسته باچاخان له جېله خوشې کيږي. په ۱۹۳۱ ز کال خدايي خدمتګاران په ښکاره، ځان د ګانګريس سره نښلوي. د اګست په ۹ مه د زلمو جرګه او خدايي خدمتګاران په رسمي ډول د ګانګريس په فيډرېشن (اتحاديه) کې ننوتل؛ خو خپل ځانګړی هويت يې وساتلو[7]. دوی (خدايي خدمتګارانو) ګانګريس ته د هندوانو د تنظيم په سترګه نه کتل؛ بلکې د ټول هند ضدِسامراج خلکو زانګو او ټاټوبی يې ګڼلو او بل دا چې پرنګي پښتنو سره ظلمونه کول او پښتانه يوازې د دوی د مقابلې نه وو؛ نو قدرتي خبره ده چې دوی د خپل ازلي دښمن خلاف، په نړۍ کې او ټول هند کې ملګري لټول.، چې دغه د دوی قدرتي حق و[8].

         ګانګريس چې د ټول هند نه د انګرېزانو د وتلو او متحد هند د ساتلو اعلان وکړ؛ نو خدايي خدمتګارانو يې د دغې نارې ملاتړ وکړ. باچاخان د ګاندي او ګانګريس ګوند د هغې نظريې پلوي کوله چې ويل يې، په هند کې مسلمانان او هندوان په سوونو کلونو يو ځای اوسېدلي؛ کله چې انګرېز ووځي، له دې وروسته هم کولای شي چې يو ځای ژوند وکړي.

            د هند ګانګريس ګوند په ۱۸۸۵ ز کال کې جوړ شو، بنسټ ايښودونکی يې يو انګرېز و، وروسته داسې مهال هم راغی چې مشري يې مسلمانانو کوله. ګانګريس ګوند له لومړي سره ادعا کوله چې د هندو-مسلمان دواړو مشترک ګوند دی او هېڅ ډول مذهبي تعصب ته په کې ځای نشته.د ګانګريس مخالفينو (مسلم ليګ او د ديوبند ځينو علماوو) ويل چې په کانګريس باندې د هندوانو تسلط دی، دوی د هندو-مسلمان متحد قوميت مخالف وو؛ خو ديوبند کې داسې علماء هم و چې د ګانګريس د متحد قوميت ملاتړ يې کاوه او د هند د وېش مخالف وو.

     باچا خان د هند د وېش تر پلان (۳ جون، ۱۹۴۷) پورې د هندي ګانګريس د پاليسيو ملاتړ کاوه؛ خو کله چې هندي ګانګريس ګوند د هند د وېش پلان، د باچا خان سره له مشورې کولو پرته ومانه؛ نو د دواړو ډلو لارې جلا شوې. مولانا ابوالکلام ازاد ليکي، خان عبدالغفار خان او د هغه ګوند هر وخت د ګانګريس ملاتړ او د مسلم ليګ مخالفت کړی و..د ګاندي لخوا د وېش د پلان منلو زه حېرانه او خواشينی کړی وم، هغه په کاري کمېټه کې په ښکاره د وېش ملاتړ وکړ؛ خو د باچا خان عکس العمل به څوک تصور کړای شي. هغه (باچا خان) په بشپړ ډول بې سده او وارخطا شوی و، داسې چې د يو څو دقيقو لپاره يې له خولې الفاظ هم نه شو راوتلای...باچا خان په تکرار ډول وويل چې سرحد (خلک) به د ګانګريس دغه کار ته د خيانت په سترګه وګوري او تاسو (ګانګريس) خدايي خدمتګاران لېوانو ته پرېښودل[9]. باچا خان ليکي، مونټ بيټن د جون په ۳يمه د هندوستان د تقسيم په باب د برتانوي حکومت له خوا د منظور شوې منصوبې په اعلان کېدو سره د هندوستان د متحد پاتې کېدو ټول امېدونه ختم شول. په ورکنګ کمېټۍ کې دا خبره هم ومنله او د ملک د تقسيم او صوبه سرحد کې د ريفرينډم خبره داوړه ومنلی شوې[10]. باچاخان ليکي چې کانګريس په دې کار سره موږ شرمښانو ته پرېښودو او د هغوی دغه کار يې بېوفايي ګڼلی دی. په دې ډول انګرېزانو، هندي ګانګريس او مسلم ليګ د هند وېش ومانه او وروسته د پاکستان په نوم يو نوی هېواد نړۍ په نقشه کې رامنځته شو.

        له وېش وړاندې، لکه څنګه چې معلومه ده، باچا خان د ګانګريس سره د متحد هندوستان لپاره مبارزه کوله، چې ځای ځای يې هندوستان خپل ملک ياد کړی دی. د پښتونستان او ازاد پښتونستان نوم د هند د وېش پر مهال رامنځته شوی. د هند تر وېش دمخه باچا خان او پلويانو يې د کانګريس سره اوږه په اوږه د لوی او متحد هند د ساتلو او ازادۍ(دعدم تشدد) جګړه پر مخ وړه؛ نه د پښتونستان. کله چې مسلم ليګ باچاخان ته د شاملېدو بلنه ورکوي؛ نو باچاخان ورته په ځواب کې وايي، چې کله فرنګی ورک شي او دا وطن (هندوستان) ازاد شي؛ نو مسلمان او هندو متحده هندوستان کې يو ځای پاتې کېدای شي. دا دواړه اولسونه وړاندې هم يو ځای پاتې شوي دي[11].

 ازاد پښتونستان:

          انګرېزانو د جون په درېمه د هند د وېش پلان وړاندې او ګانګريس ورسره ومانه. د وايسرای مونټ بيټن په پلان کې پرېکړه شوې وه په سرحدي صوبه کې به ټولپوښتنه (ريفرينډم) کېږي او د دغه صوبې خلک به د هند يا پاکستان نه يوه ته رايه ورکوي؛ خو خدايي خدمتګارو له دغې ټولپوښتنې سره بايکاټ وکړ، دوی غوښتنه وکړه چې دوی ته دې د پاکستان يا هم ازاد پښتنوستان نه د يوه د ټاکلو حق ورکړل شي؛ خو انګرېزانو له دغه وړانديز سره هېڅکله هم موافقه ونه کړه. غفار خان د جون د مياشتې په ۸ مه ګاندي ته ليک وليکه، چې موږ د ټولپوښتنې سره مخالف يو...موږ د پاکستان پر ضد يو، موږ د هند دننه د پښتنو د يوه خپلواک حکومت د جوړېدو هيله لرو[12].د جون د مياشتې په ۱۸ مه محمد علي جناح او باچا خان له يو بل سره وليدل، باچا خان ورته په مشروط ډول د پاکستان د ملاتړ خبره وکړه؛ خو جناح له باچاخان نه غوښتنه وکړه چې لومړی دې په پاکستان کې شامل شي، وروسته به د دواړو لورو په تفاهم سره نور مسائل شي. باچا خان ترې اجازه وغوښته چې دی به د خدايي خدمتګارو له نورو غړو سره دغه مسئله شريکه کړي او له پايلې به يې جناح ته خبر ورکړي. د جون د مياشتې په ۲۱ مه په بنو کې د ګانګريس د سرحدي کمېټې غونډه وشوه چې په هغې کې د ريفرينډم مخالفت او د پښتنو لپاره يې د يوه خپلواک دولت غوښتنه وکړه[13]. د جون په ۲۲ مه پرېکړه وشوه چې (سرحدي) کانګريس ګوند به د پښتونستان ملاتړ کوي او د پښتنو پرته به د هېچا حاکميت غاړه نه ږدي[14].مولانا ازاد ليکي چې نه جناح او نه هم مونټ بيټن دې ته چمتو وو چې د دوی دغه غوښتنه ومني. بيټن څرګنده کړه سرحدي صوبه به د يوه خپلواکه هېواد په ډول نه رامنځته کيږي، يا به هند او يا هم په پاکستان کې شاملېږي[15].  مولانا ازاد دا هم ليکي، ګانګريس چې په سرحدي صوبه کې د خدايي خدمتګارو د قوت په اړه څومره فکر کړی و؛ هغومره قوي نه و، د دوی اغېز د وېش پر مهال نور هم راکم شو.

       خان ورونو (باچاخان او ډاکتر خان صاحب[16]) په دې باور وو، که چېرته دوی دغه ټولپوښتنه وبايلي؛ نو دا به وروستۍ خبره نه وي او سرحدي صوبه کولای شي چې د کشمير له لارې بېرته له هند سره يو ځای شي[17].د جولايي د مياشتې له ۶مې نه تر ۱۷مې پورې ريفرينډم وشو چې سرحدي ګانګريس (خدايي خدمتګارو) په کې برخه نه وه اخيستې، پايله يې د جولايي د مياشتې په ۲۱ اعلان شوه، چې د ټولو کارول شويو رايو ۹۹ سلنه يې د پاکستان په حق کې وې. د اګست په ۱۴ د هند لويه وچه په دوه برخو ووېشل شوه او پاکستان د نړۍ په نقشه کې د يوه نوي هېواد په توګه رامنځته شو.

     باچاخان او پاکستان:

     د ۱۹۴۷ ز کال د اګست د مياشتې په ۱۴ مه پاکستان جوړ شو. په دې تغير شويو حالاتو کې، د سپتمبر د مياشتې په ۳-۴ مه خدايي خدمتګارو او ورسره تړلو ډلو يې د پېښور په سردرياب کې غونډه وکړه او نوي جوړ شوي هېواد (پاکستان) ته يې د وفادارۍ ژمنه وکړه. په دويم او دريم ستمبر باچا خان په پاکستان کې دننه د يو رياست پښتونستان مطالبه وکړه[18] . دوی پاکستان د خپل هېواد په توګه ومانه[19]. له وېش وروسته خان ورونو د حالاتو مطابق خپله رويه بدله او نوي رامنځته شوي حالت سره يې موافقه وکړه، دوی اعلان وکړ چې د ازاد پښتونستان نه د دوی موخه د يوه بل هېواد جوړېدل نه دي؛ بلکې دغه سرحدي صوبه به پوره خومختاري ولري؛ خو د پاکستان يونټ (جزء) به وي[20]. د ۱۹۴۸ ز کال د فبروري د مياشتې په ۲۳ مه د پاکستان په قانون جوړوونکې غونډه کې، چې په کراچۍ کې جوړه شوې وه، باچاخان په کې ګډون وکړ او هلته يې پاکستان ته د وفادارۍ لوړه (قسم) وکړ. جناح د باچاخان له دې مثبتې رويې خوشاله شو او باچاخان ته يې د ډوډۍ خوړلو دعوت ورکړ. باچاخان له جناح نه وغوښتل چې سرحدي صوبې ته ورشي او د خدايي خدمتګارو سره وويني، جناح يې دغه وړانديز ومانه[21]. جناح  په اپرېل (۱۹۴۸) کې پېښور ته راغی؛ نو سردرياب ته، چې د خدايي خدمتګارو مرکز و، د ورتللو نه يې ډډه وکړه او له باچاخان نه يې غوښتنه وکړه چې پېښور ته راشي، باچاخان پېښور ته راغی او له جناح سره يې وليدل.

        ۱۹۴۸، په پينځم مارچ يې قامي اسمبلۍ ته په اردو وينا وکړه. د مارچ په مياشت کې باچا خان د پيپلز پارټۍ په نوم يوه پارټي جوړه کړه، چې عبدالصمد خان اڅکزی، عبدالمجيد سندهي، جي ايم سيد، شېخ هشام الدين دوی هم ورسره ملګري وو. باچاخان په متفقه توګه باندې د دې صدر منتخب شو[22]. دغه ډله د پاکستان د مسلم ليګ پر ضد لومړنۍ سياسي ډله وه. دوی د مسلم ليګ د حکومت د تېري او افراط مخالفت پېل کړ. د کراچۍ نه له راتګ وروسته باچاخان پرېکړه وکړه چې دغه ګوند ته په ټول پاکستان تبليغ وکړي؛ خو کوهاټ ته نږدې ونيول شو او په درې کلن سخت بند محکوم شو[23]. وروسته له زندانه راخوشې شو. بيا يې د حکومت د ون يونټ[24] د پاليسۍ پر ضد هڅې پېل کړې.دوی د پاکستان دننه د صوبايي خودمختارۍ غوښتنه کوله، دا هغه غوښتنه وه، کوم ته چې په ۱۹۴۰ ز کال کې په (قراراد لاهور) هم اشاره شوې وه؛ خو حکومت د دوی د دغې غوښتنې مخالفت وکړ او د صوبايي خپلواکۍ غوښتونکي زياتره مشران يې بنديان کړل. د لاهور د قرارداد د اصلي متن له مخې، مرکزي حکومت به يوازې په دفاع، بهرنيو چارو، ارتباط او مالي چارو باندې کنترول لري، نور ټول قدرت به د صوبو(ولاياتو) سره وي. د لاهور قرارداد وايي چې پاکستان ځواکمنو صوبو ته اړتيا لري، نه ځواکمن مرکز ته[25]. باچاخان، همدې موخې ته د رسېدو لپاره، د عدم تشدد لاره خپله کړې وه.

         په ۱۹۵۷ ز کال کې يې په ډهاکه (بنګلادېش) کې د نېشنل عوامي ګوند په نوم نوی ګوند، د نورو ملګرو سره جوړ کړ، چې له نورو موخو يې يوه د ون يونټ مخالفت کول و. باچاخان له دې وروسته د پاکستان د حکومت له لوري څو وارې زنداني شوی او بيا پرېښودل شوی دی. د شپېتمو کلونو په وروستيو کې ورو ورو له سياسته لاس اخيست. صحت يې هم ښه نه و، مختلفونو هېوادنو ته به يې تګ راتګ کاوه، چې زياتره وخت به په افغانستان کې و. په ۱۹۷۸ ز کال کې افغانستان ته لاړه، هلته يې په خپل کتاب (زما جد و جهد) په ليکلو پېل وکړ. د ۱۹۸۸ ز کال د جنوري د مياشتې په شلمه د پېښور په ليډي ريډنګ روغتون کې وفات شو او په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو.

         باچاخان پنځلس کاله د برتانوي هند د حکومت په زندانونو کې تېر کړل، تر څو د انګرېزي حکومت نه خپلواکي ترلاسه کړي. له ازادۍ وړاندې يې په هند کې د متحد هندوستان لپاره، د کانګريس ګوند سره يو ځای مبارزه وکړه او پنځلس کاله يې د پاکستان  په زندانونو کې تېر کړل، موخه يې داوه چې د پاکستان دننه داسې يوه صوبه رامنځته کړي، چې خپل شناخت ولري، نوم يې پښتونستان وي او د نورو صوبو سره د مساوي حقوقو درلودونکې وي. د باچاخان يوه هيله همدا وه چې د صوبه سرحد نوم دې په پښتونستان بدل شي، هغه د پاکستان قانون جوړوونکي پارلمان ته په خپل تقرير کې ويلي وو، چې د پاکستان هره صوبه خپل نوم لري؛ نو د دغې صوبې هم بايد يو نوم وي. باچا خان وايي، موږ په پاکستان کې پنځه وروڼه اوسېږو، د نورو نومونه شته زموږ نوم نشته. موږ د اسلام دې دعوه دارانو ته وايو، چې (په) موږ هم يو نوم کېږدي. لياقت علي خان يوه ورځ په پارليمنټ کې ماته وويل: چې دا پښتونستان څه شی دی؟ ما ورته وويل، زموږ د ملک نوم. ده وويل څنګه نوم؟ ما ورته وويل: لکه بنګال، پنجاب، سند او بلوچستان. زموږ د ملک نوم نشته، په موږ باندې هم يو نوم کېږدی لکه پښتونستان، خو چې موږ ورته د پښتونستان نوم واخلو، دوی سمدستي د پروپېګنډه شروع کړي، چې دوی خو پاکستان ورانوي، يه هلکه، د پنجاب، بنګال، سند او بلوچستان په نومونو پاکستان نه ورانېږي، ايا يوازې د پښتونستان په نوم ورانېږي[26].

         مولانا ابوالکلام ازاد ليکي، هند ازادي واخيسته؛ خو خپل يووالی يې بايلود. وېش د هند لپاره يو تراژيدي وه، موږ د وېش د مخنيوي لپاره ډېره هڅه وکړه؛ خو موږ ناکام شو. دا بايد هېر نه کړو، چې موږ په کلتوري لحاظ يو قوم يو او يو به پاتې شو. په سياسي ډول موږ ناکام شو...موږ بايد خپله ناکامي ومنو؛ خو په کلتوري لحاظ سره نه يو جلا شوي[27]. د ګانګريس او خدايي خدمتګارانو، د عدم تشدد هڅو ونه شو کولای، چې د هند يووالی وساتي. پای هند په دوه برخو ووېشل شو.

 

پايله:

         د باچاخان ټولنيزو فعاليتونو د پښتنو په راويښولو کې ستر رول ولوبوه. سياسي شعور يې ورکړ. ښوونځي يې ورته جوړ کړل، په پښتنو کې د موجودو ناوړه رواجونو د له منځه وړلو لپاره يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې. د خلافت په تحريک کې يې برخه واخيسته. د خدايي خدمتګارۍ د تحريک په رامنځته کولو سره يې په پښتنو کې د خپلمنځي همکارۍ د پېداکولو او يووالي ته د رابللو او د دوی تر منځ د دښمنۍ او تربګنۍ د له منځه وړلو لپاره کار وکړ. په سياسي ډګر کې، د هند د وېش تر پلان وړاندې يې، د هندي کانګريس سره يو ځای د هند د ازادۍ لپاره مبارزه وکړه، په دې لاره کې يې ستړې وګاللې، زندانونه او مشقتونه يې تېر کړل؛ خو کانګريس ورسره بېوفايي وکړه، خپله وينا يې ده، چې موږ يې لېوانو ته پرېښودو، باچاخان هند خپل هېواد ګڼلو، هېڅکله يې د هغه د وېش ملاتړ ونه کړ؛ خو کله چې کانګريس د وېش پلان ومانه؛ نو بيا يې د خپلواک پښتونستان غږ اوچت کړ. دغه غږ يې هيچا وانه ورېده. د ريفرينډم وروسته چې پاکستان جوړ؛ نو باچاخان پاکستان ته د وفادارۍ لوړه وکړه او بيا يې د پاکستان دننه د پښتنو د حقوقو لپاره مبارزه پېل کړه. د خپل ژوند اويا کاله يې په مبارزه او د عدم تشدد له لارې د خپلو حقوقو د لاسته راوړو په پار تېر کړل، د اته نوي کلن ژوند دېرش کاله يې په زندان کې تېر کړل. مولانا ازاد ليکي، موږ ازادي واخيسته؛ خو خپل يووالی مو بايلود.

        باچاخان د ازادۍ اخيستو لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړه؛ خو د هند د متحد پاتې کېدو، د ازاد پښتونستان جوړېدو او بيا د پاکستان دننه د يوې خپلواکې صوبې هيلې يې پوره نه شوې. يوه لويه هيله يې دا وه چې د صوبه سرحد نوم دې په پښتونستان بدل شي. د پخواني ولسمشر ضياءالحق نه يې غوښتنه وکړه، چې د پښتونستان پر ځای دې پښتونخوا، صوبه سرحد ته وکارول شي؛ خو هغه يې غوښتنه رد کړه. په ۲۰۱۰ ز کال کې د صوبه سرحد نوم په خېبر پښتونخوا باندې بدل کړای شو.

 

حوالې

[1]Tendulkar, D.G, Abdul Ghaffar khan, Bombay, 1967, cited in M.R Afzal, political parties in Pak, Vol 1, 49.

[2]Shah, syed Wiqar Ali, Abdul Ghaffar Khan, P?, p 13.

[3]خان، عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، دانش خپرندويه ټولنه، ۳۶۲م.

[4]پورتنی اثر، ۳۵۶م

[5]پورتنی اثر ۳۹۱م

[6]Afzal, M.R, political parties in Pak, 49.

[7] Shah, syed Wiqar Ali Shah, Ab, Ghaffar khan Congress and Partition of India, Pak, Vision, Vol. No. 2, 101

[8] محسود، علي خان، له پير روښانه تر باچاخان پورې، دانش خپرندويه ټولنه، ۵۹۳م

[9]Azad, Maulana Abul Kalam, India wins freedom, Oriental Longman, 1959, 193.

[10]زما ژوند او جد و جهد، ۷۷۸م

[11] سوران، ايکنات، حضرت باچاخان ژوند او فلسفه، ترجمه، غني خټک، پښتو ادبي سوسائټي،۱۹۹۳، ۳۳۲م

[12] Koreejo, M S, the frontier Gandhi, his place in history, Oxford, 1993,  183.

[13] Shah, syed Wiqar Ali Shah, Ab, Ghaffar khan Congress and Partition of India,28.

[14]Chawla, M. Iqbal, Mountbatten and the NWFP Referendum: Revisited, J.R.S.P., Vol. 48, No. 1, 2011.

[15] India wins freedom, 195.

[16] خان عبدالجبار خان، چې په ډاکټر خان صاحب مشهور دی، د باچاخان مشر ورور و. دی د هند د وېش پر مهال د صوبه سرحد د وزارت مشر و. په  ۱۹۵۴ ز کال کې په مرکزي کابينه کې د ارتباطاتو وزير وټاکل شو. دوه کاله (۱۹۵۵-۱۹۵۷) د بنګال (بنګلادېش) وزير اعلی وټاکل شو، وروسته يې دغه وزارت پرېښود. په ۱۹۵۸ ز کال کې ووژل شو.

[17] Koreejo, 182.

[18] هما، ډاکټر م. همايون، باچاخان، عهد ساز شخصيت،  خوروونکی، ډ. ش. هما،۲۰۱۳، ۲۵م.

[19] Koreejo, 179.

[20] Maualan Azad, India wins freedom, 195.

[21] Shah, syed Wiqar Ali, Abdul Ghaffar Khan, P?,28.

[22] باچاخان، عهد ساز شخصيت، ۲۵م.

[23] Shah, syed Wiqar Ali, Abdul Ghaffar Khan, P?,28

[24]په ۱۹۴۰ ز کال کې د مسلم ليګ په غونډه کې په لومړي  ځل د (قرارداد لاهور) په نوم لومړنی قرارداد ومنل شو، په هغه ويل شوي وو، په هغه سيمو کې چې مسلمانان اکثريت وي، هلته به د مسلمانانو جلا حکومتونه رامنځته کيږي. په دې قرارداد کې منل شوې وه چې دغه نوي حکومتونه به پوره خپلواکي لري. وروسته په ۱۹۴۳ ز کال کې د قرارداد پاکستان په نوم ومنل شو. په ۱۹۴۶ ز کال کې مسلم ليګ پرېکړه وکړه دغه حکومتونه به په يوه داسې هېواد کې، چې صوبې به يې خپلواکي لري، راټولېږي؛ خو له وېش وروسته قرارداد په سم ډول پلی نه شو؛ مرکزي حکومت صوبايي حکومتونو ته داخلي خپلواکي نه ورکوله او دوی يې په يوه مرکزي حکومت کې، د ون يونټ يا يو جزء، په نوم  راټولول غوښتل، چې باچاخان او نورو د حکومت د دغې کړنې پر ضد هڅې پېل کړې. وتلی پاکستانی ژورناليست، حامد مير، په يوه مقاله کې ليکي چې له پاکستان نه د بنګلادېش د بېلتون اصلي لامل همدا و، چې مرکزي حکومت د لاهور قرارداد نه سرغړونه کوله او بنګلادېش ته يې داخلي خودمختاري نه ورکوله.

[25]  Mir, Hamid, Do we know anything about Lahore Resolution?, Al-Arabiya News, 24, March, 2009.

[26]۳-۴م  په ۱۳۴۷ هـ کال د سنبلې په ۹مه د پښتونستان د ورځې په مناسبت د باچاخان د وينا متن، چاپ دولتي مطبعه، د میاخان اپريدي په اهمتام

[27] Maulan Azad, India wins freedom, 197.