د داعش په اړه د طالبانو دریځ/ اسد وحيدي

نظر او تحليل

د داعش په اړه د طالبانو دریځ/ اسد وحيدي

1020

له طالبانو سره مخامخ خبرې

په افغانستان کې د داعش له راپیدا کېدو سره دا خبره هم کېده چې د طالبانو پروژه ختمه ده او ځای به یې داعش نیسي، دا خبره هم کېده چې ډېری طالب وسله وال به سپین بیرغ ښکته کړي او تور بیرغ به پورته کړي. دا خبره بېخي ډېره تکرارېده، په رسنیو کې کارپوهانو او لیکوالو همدا خبره کوله چې نور طالب ختمېږي، یوه برخه به یې سوله کوي، یوه برخه به یې وژل کېږي او ستره برخه به یې سپین بیرغ پر تور بدلوي.

په افغانستان کې د داعش له را پیدا کېدو دوه کاله تېر شول، خو نه یوازې چې تور بیرغ پر سپین بیرغ بدل نه شو، بلکې سپین بیرغ د تور د پورته کېدو د مخینوي لپاره سختې هڅې وکړې؛ په فراه، هلمند، زابل او ننګرهار کې د داعش له را پیدا کېدو سره سم طالبانو غبرګون وښود او ویې ځپل. په فراه، زابل او هلمند کې داسې ښکاري چې داعش ختم شو، خو په ننګرهار کې لا هم فعالیت کوي.

موږ په قطر کې له طالب استازو د داعش په تړاو وپوښتل، طالب استازو داعش یوه (فتنه) او دسیسه وګڼله او په شدت سره یې په افغانستان کې د داعش له فعالیت سره مخالفت ښکاره کړ. دوی داعش د افغانستان د خلکو له افکار او عقایدو سره په ټکر کې وباله او داعش وسله وال یې تورن کړل چې د خلکو تر منځ نفاق ته لمن وهي.

طالب استازو د خلکو په حواله هغه خبرې را ته تکرار کړې چې داعش د امریکا پروژه ده، داعش د امریکا ملاتړ له ځان سره لري، د ځمکې او هوا له لارې یې اکمالوي، وسلې ورکوي او د طالب پر وړاندې یې په جګړه کې ملاتړ کوي.

د قطر د دفتر غړو د حاجي ظاهر قدیر خبرې هم یادې کړې چې د داعش مشران په کابل کې په سفارتونو کې ګرځي، د دولت ځیني کړۍ او امریکا یې ملاتړ کوي، له همدې امله دوی داعش فتنه ګڼله او پر وړاندې یې د خپل جهاد خبره کوله.

طالب استازو دا خبره هم وکړه چې په عراق او سوریه کې یې د داعش له را پیدا کېدو او فعالیت سره سم، دوی ته لیکونه ولېږل او ترې ویې غوښتل چې افغانستان ته را نه شي، خو د دوی په وینا چې داعش دغو لیکونو ته پام ونه کړ او افغانستان ته راغلل، له طالبانو سره یې جګړه پیل کړه او عام افغانان یې ووژل.

طالب استازو وویل چې له همدې امله یې دوی پر ضد جهاد اعلان کړ او له ټول افغانستان څخه د طالبانو وسله وال راغلل، څو په ننګرهار کې داعش وځپي، طالب استازو دا خبره هم کوله چې داعش دوی ځپلی او کمزوری کړی دی او په دې اړه د حکومت او امریکايي ځواکونو خبرې حقیقت نه لري. دوی ټینګار کاوه چې په فراه، هلمند او زابل کې داعش دوی ختم کړی او په ننګرهار کې یې هم له ګڼو سیمو لمن د طالب وسله والو له خوا ور ټوله شوه.

داعش ولې پوره ختم نه شو؟

طالب استازو وویل چې داعش څو میاشتې وړاندې په ټول ننګرهار کې دوی مات کړ او یوازې په اچین کې پاتې شو. د قطر دفتر غړو موږ ته وویل چې د اچین یو لور ته د اورکزو ایجنسۍ ده او دوو لورو ته یې لوړ غرونه دي چې ترې تېرېدل ستونزمن دي. یو لور ته یې حکومتي ځواکونه پراته دي، نو له همدې امله دوی نه شي کولی چې اچین ته ورشي او هلته داعش مات کړي، له همدې امله داعش لا هم په اچین کې دی.

طالبانو ادعا کوله چې کله یې له داعش سره جګړه وي، نو له هوا پرې بې پیلوټه الوتکې او له ځمکې پرې افغان ځواکونه بریدونه کوي. دوی څو داسې پېښې یادې کړې چې د داعش او طالبانو تر منځ په جګړه کې بې پیلوټه امریکايي الوتکو طالبان په نښه کړي دي. دغه راز دوی دا خبره هم وکړه چې دوی له لویې سیمې داعش پسې واخیست، خو خلکو ترې غوښتنه وکړه چې دا ځای پرېږدي، څو امنیتي ځواکونه راشي، طالبانو هغه ځای پرېښود، امنیتي ځواکونه راغلل، خو څه وخت وروسته یې سیمه بېرته داعشیانو ته پرېښوده. طالبانو دا خبره هم یاده کړه چې د سیمه ییزو خلکو او داعش تر منځ په جګړه کې هم سیمه ییز خلک د امریکايي الوتکو له خوا په نښه کېږي چې ښه بېلګه یې په دې وروستیو کې په پچیراګام کې وه. د دوی په وینا چې دا ټولې پېښې ښيي چې داعش فتنه او پروژه ده.

د طالب استازو بله خبره دا هم وه چې داعش په افغانستان کې نه شي بریالی کیدای او دوی به اجازه ور نه کړي چې داعش زیاتې سیمې لانندې کړي. دوی ته دغه راز د افغانستان په شمال کې هم د داعش حضور رد کړ او ویې ویل چې هلته ډېره سیمه د طالب وسله والو تر کنټرول لاندې ده چې پکې داعش ته د فعالیت اجازه نه ورکول کیږي. دوی ومنله چې ځیني بهرنيان له طالبانو سره هم شته، خو هغه نه داعشیان دي، نه په جګړه کې رول لري او نه هم سیمې او خلکو ته خطر دي.

د داعش په تړاو د طالبانو دریځ هم د افغانانو د عامه ذهنیت په شان و چې داعش پروژه ده چې امریکا يې د خپلو موخو لپاره کاروي او په کور دننه هم ورسره ځینې کړۍ مرسته کوي.

طالب استازو، د داعش فکر او کارونه د افغانستان د خلکو د عقیدو، افکارو، ارزښتونو، فرهنګ او تاریخ خلاف ګڼل او له دې امله یې د داعش له پراخېدو وېره نه لرله. دوی دغه راز پر خپل ځان هم ډاډه وو چې د داعش مخه به نیسي. طالبانو دا خبره هم کوله چې د دوی د کمزوري کولو او یا کمزوري ښودلو لپاره ډېر کله داعش تر هغه ډېر غټ ښودل کېږي چې پر ځمکه دی، له همدې امله د داعش لپاره یوه تبلیغاتي جګړه هم روانه ده چې د دوی په وینا هڅه کېږي چې زیان یې طالبانو ته ورسېږي.