د ملتونو د وروسته والي او پرمختګ لاملونه

نظر او تحليل

د ملتونو د وروسته والي او پرمختګ لاملونه

150

د ملتونو د وروسته والي ځینې لاملونه

سترې امپراطورۍ، په پښو ولاړ ملتونه که پام ونه کړي د زمانې په تیریدو سره د خپل زوال لپاره راز راز لاملونه په ځان کې راپیدا کوي. کله چې اشراف او ملګري یې په عیاشیو، د مال او ثروت په ټولو، د ځمکو په غصب، او ظلمونو اخته شي، فساد عام شي، د ښې حکومتولۍ او د قانون د پلي کولو پته نه لګي او همدا د نظام د شړیدا لپاره پیلامه وي.

په شنونکو، لیکوالانو او لوستو خلکو کې هم د ستونزو زړي ته پام نه کیږی، ځینې د پورته کړیو په لاس د خپلو شخصي او قومي ګټو لپاره وګومارل شي او قومي کرکو ته لمن وهي، یو شمیر نور په سرسري موضوعاتو لګیا وي نو د خپل ملت بنسټیزې ټولنیزې  ناخوالې نه شي راسپړلی. ځینې په درباري مداحانو بدل شي او هرې ناروا ته یې ښه وایي. ځینې نور په خپلو ګټو او یا د پردو په لاس بیلارې شي. کم شمیر روڼ اندي د مسئلو په بنسټیزو لاملونو پوهیږي خو د یوه او بل لامل له مخې خپل غږ تر چا نه شي رسولای. په دې توګه د روڼ اندۍ او روشنفکرۍ بحران رامنځته شي او دا تر مثبت بدلون لپاره تر ټولو ستره غمیزه وي.

په داسې وخت کې عام ولس کړیږي، نه یې څوک غږ پورته کوي او نه یې غږ اوري. فاسد اشرافیان چې کله ظلمونو ته مخه کړي تر حیواناتو لا زیات وحشي شي، د غریبو خلکو مال، ناموس او عزت ورته یوه پیسه اهمیت هم نه لري خو څوک یې مخه نه نیسي. دا تر هغو دوام کوي چې د نظام د زوال ټول شرایط پوره شي او زوال ومومي.  

د ملتونو دا سقوط دردوونکی، اوږد او له غفلتونو سره مل وي. هر څومره چې د رکود او غفلت دا دوره اوږدیږي په همغه کچه د راتلونکو نسلونو او مثبت بدلون غوښتوننکو لپاره بیا پرمختګ او ویښتیا سختیږي. ټولنه له پوهې، مدنیت، ثبات، یو بل منلو او اقتصاد ته شاه کوي او زیات بې لارې کیږي، بیرته سمول یې زیات ستونزمن کار شي. لامل دادی چې دا زیات وخت، اوږد مهاله هڅې،  ښه رهبري او نور غوره شرایط غواړي. خو دا ټول په یو وخت کې کم رامنځته کیږي نو ځکه دا ټولنې زیات ښه چانسونه له لاسه ورکوي او بیوزله او وروسته پاته کیږي.

په مسلمانانو په ټولو هیوادونو کې همداسې یو وخت راغی. د مثال په توګه په هند کې د مغولو د واکمنۍ په وروستیو کې او په ډېرو نورو ملکونو کې هم پورته یاد حالت رامنځته شو. امیران یې عیاش او ظالمان شول، لیکوالان درباري او مداحان، فساد او د خلکو ځورونه عامه شوه، نو له تیر عظمت څخه پاته شول زیاتو علومو ته یې شاکړه، هغه علوم چې دوی نړۍ ته له خپل او د نورو تمدنونو څخه راخلاصه او ورښودلي وو خپله یې هیر کړل، په خپل منځي شخړو اخته شول، سره وویشل شول او وروسته پاته شول.

بلې خواته هغه اروپایان چې د اسلامي تمدن په وخت په خپل منځي شخړو اخته او وروسته پاته جنګي قبیلې وې، خو بیا یې ساینس، پوهې، تجربو، اقتصاد او تخنیک ته مخه کړه، مهم نوښتونه او اختراعات یې وکړل او د لسیزو په اوږدو کې یې سترې بریاوې په برخه شوې. اروپایانو بیا د نړۍ زیات هیوادونه لکه د هند براعظمګۍ تر خپلې ولکې او ښکیلاک لاندې راوستل، د اداره کولو او کنترول لپاره یې نور سره وویشل، د هغوی زیرمې او سرچینې یې په کار واچولې او ورته نوی تخنیک یې راوړ.

خو په هند کې اسلامي تحریکونو لکه دیو بندیانو له ویرې او بې له علمي ارزونو تاریخ، فلسفه، ریاضي، ساینس، خارجي ژبې، ادب او نور د خپلو دیني مدرسو له پروګرامونو و ایستل او یوازې په ځینو محدودو دیني زده کړو یې بسنه وکړه. هغوی د نویو تخنیکي ښکارندو لکه رادیو، فلم، تخنیک او ساینس په ضد فتواګانې ورکړې او هڅه یې وکړه چې عام مسلمان ورڅخه لیرې وساتي. دې کار د هند مسلمانان له ساینسي علومو او په حقیقت کې د قرآني علومو له سم تفسیر او پوهیدو څخه بې برخې او نور وروسته پاته کړل او ان د نورې نړۍ په مسلمانانو یې بدې اغیزې وکړې او مسلمانان نور هم وروسته پاته شول. دمثال په توګه، زموږ په هیواد کې هغو علومو ته چې د کایناتو او طبیعت په خلقت د سمې پوهیدا او ورڅخه د ګټې اخیستنې او په قرآني ایتونو د سم تفسیر په باب مرسته کولای شي، خو تر اوسه د علم په سترګه نه ورته کتل کیږي. دا کار په نوره نړۍ کې هم په ورته او یا څه توپیرونو وشو. دا په داسې حال کې پیښ شول چې موږ ګورو ساینس او قرآني ارشادات او وړاندوینې له یو بل سره نه یوازې په ټکر کې نه دي بلکه یو د بل تایید کوي.

د پرمختګ رواستلو ځينې لارې

کله چې ملتونه یو ځلې وروسته پاته شي، لسیزې وخت، ثبات، ښه حکومتولي او نور ښه شرایط په کار وي چې سمې لارې ته راوګرزي، له پوهې سمه ګټه واخلي، په ځان بسیا او له سیالانو سره سیال شي. د نورو تر څنګ روڼ اندو ته په کار ده چې نه د دربار او نه د نورو فاسدو سیاستوالو او زورواکانو او یا پردیو کړیو په لومه کې راګیر شي. په وطني ګټو معامله ونه کړي، خپلو مسوولیتونو ته پوره ځیر شي، د خدای، هیواد او خاورې په وړاندې خپل رسالت سم درک کړي. هغوی باید د ستونزو ریښو ته وګوري، په سرسري مسئلو کې ځان مصروف نه کړي، له افراط او تفریط دواړو څخه ځان وساتي، او هیوادنیو ګټو ته تر ځاني، قومي او ګروهي ګټو لوړوالی ورکړي. که دا کار وکړي نو د پرمختګ یو سم بستر او مناسب چاپیریال به رامنځته کړي.

یو ملت هغه وخت له پوهې اړینه ګټه اخیستلای شي چې پوهه و پنځوي. د پوهې پنځول دا دي چې په ټولو رازونو، غوښتنو او ورڅخه په عملي ژوند کې د کار اخیستلو په لارو چارو یې ځان پوه کړي. د ملتونو د ریښتینې پرمختیا لپاره پوهه پنځول په ټولو برخو کې اړینه ده. ملتونو ته په کار ده چې په تاریخ، دیني، سیاسي او ټولنیزو علومو، حکومتولۍ، کلتور، ژب پوهنه، ادب، کرنه، اقتصاد، ښاري پراختیا، رهبري، مدیریت، بیوزلي ورکولو، د اوبو مهارولو، د طبیعي زیرمو مدیریت او ورڅخه پایداره ګټه اخیستنه، ساینسي علومو او نورو برخو کې څېرنې، کره کتنې، کنفرانسونه، لیکنې او نور..... وکړي. په دې کې پنځونه له ملتونو غواړي چې دا علوم د خپل ملک په ټولنیز او اقتصادي پرمختګ کې وکاروي، عام یې کړي، ټول خلک ورڅخه برخمن کړي، عدالت خوندي کړي، جهالت ورک او ورورولي راولي.

د مثال په توګه تاریخ هر څوک لولي، خو د تاریخ د علم او پوهې پنځونه داده چې موږ د تاریخ په فلسفه ځان پوه کړو، د تیرو تیروتنو او لاسته راوړنو څخه زده کړه وکړو او د اوس او راتلونکي ملي ژوندانه لپاره ورڅخه ګټه واخلو او دا ټول د خپل ملي کلتور برخه وګرزوو. همدارنګه، په ټوله نړۍ کې فزیک لوستل کیږي خو کم هیوادونه یې داسې لولي چې په موخو، ګټو او د کاریدو په ځای یې څیړنې او نورې تجربې کوي تر څو په نویو اختراعاتو، د ژوند په ټولو اړوندو برخو او د خپل ملي اقتصاد په پرمختګ کې ورڅخه ګټه واخلي.  

که کوم ملت غواړي چې په هره برخه کې پوهه وپنځوي نو د فکري مرکزونو او څیړنیزو نهادونو په مرسته د  دوام لرونکو علمي څيړنو، نوښتونو، په بشري پراختیا پانګونې، ژور او ستراتیژیک فکر ته دې لاره اواره کړي. څیړنه او تحقیق دې په ټولو پوهنتونو کې کوریکولم برخه وګرزوي. پالیسي جوړوونکي، پلي کوونکي، او د خصوصي سکتور ادارې د په ګډه کار وکړي تر څو ښې پایلې ولري. 

د پوهې د پنځونې شرایط

هغه ملتونه پوهه پنځولای شي چې سوله، ثبات، ښه حکومتولي، ټولنیز عدالت، له فساد سره دښمني، ښه ښوونیز نظام، غوړیدلی اقتصاد، ښه علمي کادرونه، څیړنیز مرکزونه، د نوښتونو قدر او نور اړونده شرایط ولري. څه وخت مخکې د یوه وتلي افغان لیکوال اکرم عثمان د مړینې په وخت یوه بل افغان عالم ولیکل چې اکرم عثمان د افغانستان د پنځو لسیزو د ثبات محصول و. مانا یې دا وه چې که په ملک کې ثبات نه وي هلته غوره تعلمي نظام، د کار او علمي اثارو د تخلیق او پنځونې فرصتونه او ښه لیکوالان او پوهان نه رامنځته کیږي او که یو څو لسیزې د ظاهرشاه او داود خان په وخت کې نسبي ثبات نه وای نو اکرم عثمان غوندې او نور ورته یو څه پوهان به نه رامنځته کیدل. که زموږ پوهنتونونه د څیړنو پروګرامونه، اړینه بودجه، وړتیا لرونکي کادرونه، اړین قوانین او مقررات او د علمی تحقیقاتو لیوالتیا  و نه لري او په دولت او ملت کې هم ورته د قدر په سترګه و نه کتل شي، ورڅخه کار وانه خیستل شي نو د پوهې پنځول به ستونزمن کار وي.

همدارنګه، د پوهې په پنځولو کې د فکري او ستراتیژیکو څیړنو د مرکزونو د رامنځته کیدو لپاره په ټولنه، ملت او دولت کې غوښتنه، د هغې ټولنې د کارپوهانو د بدلون لپاره تلوسه، تنده او د کار اخلاق هم خورا مهم دي. که کارپوهان په هر څه پیسې غواړي، تنبل وي، له غوره کاره لذت نه وړي، کار د خپل ځان او نورو د شخصیت تکمیلوونکی نه بولي، د خلکو د خدمت تنده او په لنډ ډول د لاسته راوړنو لیوالتیا ونه لري ډېر څه نه شي تر لاسه کولای.

سپارښتنې

افغانانو ته په کار ده چې د پوهې پنځونې او تلپاتې ملي پراختیا لپاره سوله، ثبات او ورورولۍ ته لاره اواره کړي. که دا کار ونه کړو، ټولې هڅې به مو ضایع وي، د بیوزلۍ، جهالت او د نورو د احتیاج کړۍ به مو ورځ تربلې په غاړه راتنګیږي.

 

په ښوونیز نظام کې د اړین بدلون راشي ترڅو زده کوونکي او زده کړیالان د عملي او څيړنیز کار سره بلد شي. ښوونکي د وروزل شي، غوره کار ته د جایزې ورکړل شي.

 

زموږ دولت د پوهې پنځونې لپاره باید په ملک کې تقاضا، په پوهنتونونو او نورو اړوندو نهادونو کې د څیړنو او د پوهې د پنځونې لپاره شرایط رامنځته کړي، قدر یې وکړي او یو داسې دولتي کلتور ته وده ورکړي چې پوهه پنځونه اسانه او ممکنه شي.

 

زموږ کار پوهان هم باید یو بل ته لاس ورکړي، په خپل مسلک کې علمي او تحقیقاتي کارونو ته پاملرنه وکړي، د ستراتیژیکو مطالعاتو او فکري مرکزونو په رامنځته کیدو او تقویه کې برخه واخلي.

 

افغان پانګوالو ته په کار ده چې څیړنیزو مرکزونو ته پاملرنه وکړي، مرسته ورسره وکړي، د تحقیقي کار په بدل کې ورته سخاوتمندانه بیه ورکړي، ترڅو د څیړنو فرهنګ غښتلی او دوی هم د خپل کار و بار په پرمختګ کې بریالي شي.

 

افغان پوهنتونونه او استادان باید له درانه خوبه راپاڅي، د څيړنیزو مرکزونو غوښتنه د وکړي، تر ابده د لکچر نوټونو په درس ورکولو د وخت نه تیروي، په کراره کراره به یې کار ښې پایلې ولري، په سترو پروژو کې به ارزونې کوي، د دیپارتمنت او خپل اقتصاد به یې قوی شي او شاګردان به یې غوره کدرونه شي.