د اسلامي خلافتونو لنډکی تاريخ/ مولانا ابوالکلام ازاد

د پرون کيسه

د اسلامي خلافتونو لنډکی تاريخ/ مولانا ابوالکلام ازاد

296

دلته په کار ده چې تېرو ديارلسو پېړيو ته نظر وکړو او وګورو چې اسلامي خلافت په کومو دورو کې په کوم حال و.

«الخلافة بعدی ثلاثون سنه» يعنېتر ما وروسته به دېرش کاله خلافت وي. د دې حديث له مخې د خلفای راشدينو د خلافت دوره دېرش کاله وه. د ۱۱ هـ څخه تر ۴۱ هـ کال پورې، پوره دېرش کاله کېږي. د ۴۱ هـ څخه تر ۱۳۲ هـ پورې د بنو امية (امويانو) خلافت و، له دې وروسته پاڼه واوښته او د عباسيانو د خلافت يوه بله تر ټولو اوږده سلسله شروع شوه. دغه خلافت له ۱۳۲ هـ کال څخه تر ۶۵۲ هـ پورې موجود و. دغه خلافت پنځه پېړۍ د يوې کورنۍ په لاس کې و. د قريشو په اړه يې فرمايلي وه (ما اقاموالدين) تر کومه چې يې دين قائم کړی و؛ نو حکومت به د هغوی وي. خو اوس حالات داسې وو چې قريشو او عربو د دين د ساتلو وړتيا نه درلوده، د دين د قائمولو کار نورو قومونو او ځواکونو کاوه او هغه څه پېښ شول چې د نړۍ د تاريخ په هر داسې دور کې پېښېږي. په ۶۵۶ هـ کال کې منګولي هلاکو خان په بغداد باندې حمله وکړه، د وروستي عباسي خليفه مستعصم باالله وينه تویه شوه او د تل لپاره د عربو او قريشو خلافت له منځه لاړ. د مستعصم بالله وژنه اصلاً د عربي خلافت وژل وو.

دا هر څه پېښ شول؛ خو دغه وړاندوينه (بقی منهم النان) تر اوسه پاتې وه. د قريشو له لاسه به حکومت لاړ شي؛ خو د هغوی د تېر شوي لوړوالي اغېز به پاتې وي، که چېرته دوه قريشيان په کوم کونج کې ناست وي؛ نو خلک بايد همغوی د خلافت مستحق وبولي. په بغداد کې قريشي خلافت له منځه لاړ؛ خو د له منځه تلو سره يې خپله وروستۍ نښه پرېښې وه. هغوی د بغداد نه لاړل؛ خو په مصر کې يې درې سوه کاله ځان ټينګ کړ؛ مګر دا قريشي حکومت نه و، بلکې د هغوی پاتې شوی (نقشِ قدم) و.

د عباسي کورنۍ څو کسه د بغداد له عام وژنې (قتل عام) نه ژوندي پاتې شوي و، په دوی کې د مستعصم باالله تره (کاکا) احمد بن ظاهر عباسي هم و، هغه په ۶۶۰ هـ کال کې مصر ته ورسېد، هلته د ايوبي کورنۍ حکومت و او ملک ظاهر ببرس واکمن وه. ببرس ته چې د احمد د کورنۍ حال معلوم شو؛ نو د خلافت منصب يې ور وسپاره او د هغه په لاس يې بيعت وکړ.

احمد بن ظاهر د المستنصر باالله لقب خپل کړ او د ببرس د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره يې هڅه کوله تر څو د خلافت مرکز (بغداد) د منګولو (تاتاريانو) د تسلط نه خلاص کړي؛ خو بريالی نشو او په جګړه کې شهيد شو.

اوس بيا د دې وخت رارسېدلی و چې خلافت له عباسيانو نه لاړ شي؛ خو (ما بقی منهم النان) تر اوسه خپل عجايب ښکاره کول. د بغداد د عامې وژنې نه يو بل عباسي شهزاده ابوالعباس احمد بن علي ژوندی پاتې شوی و او په حلب (سوريه) کې پټ و، کله چې ببرس خبر شو؛ نو په ډېر احترام او عزت يې مصر ته راوسته او بيعت يې ورسره وکړ، هغه په (حاکم بامرالله) باندې مشهور شو او د همده په کورنۍ (نسل) کې په مصر کې عباسي خلافت ۲۹۱ کاله نور هم اوږد شو، يانې له ۶۶۰ هـ څخه تر ۹۲۳ هـ پورې.

په دې دوه پېړيو کې اسلامي نړۍ د ډېرو انقلابونو او پېښو سره مخ شوه او پای په کې يوې بلې دورې تللې وه... په قسطنطينيه کې د عثماني ترکانو حکومت جوړ شوی و او د اسيا او اروپا دننه هر ځای خپرېدونکی و. په ۹۲۳ هـ (۱۵۱۷ز) کال کې لومړي سلطان سليم خان، مصر او شام نيولي وو او وروستي عباسي خليفه (المتوکل) ورسره بيعت کړی وه او د خلافت ټول امتيازات او حقوق يې ور سپارلي وو. د خلافت د امتيازاتو او حقوقو سربېره چې کوم شيان سلطان سليم ته ورکړل شول په هغوی کې تر ټول مقدس، د حرمينو کليانې وې او ځينې نور شيان، لکه د پيغمبر عليه السلام توره، بېرغ او يو چاوريه؟. دغه اثار تر اوسه په قسطنطينيه کې د خلافت د سند په توګه موجود دي. د همدې (۱۵۱۷ز) کال نه عثماني سلاطين د (خليفه) په نوم مشهور شول او د حجاز، مصر او شام په منبرونو باندې يې د اميرالمؤمنين په توګه نوم اخيستل پېل شول. د حج امارت هم د همدوی شو، کوم چې په شرعي لحاظ د خلافت مهم ترين فرض دی.

دا د خلافت د پرلپسې والي يو مجمل تاريخ دی. که چېرته خليفه متوکل عباسي د سلطان سليم سره بيعت نه و کړی، بيا به هم د راتلونکو پېښو طبيعي نتيجه دا وه چې د ټولې اسلامي نړۍ د خلافت منصب به د عثماني سلاطينو سره و. دا وخت کوم اسلامي سلطنت چې تر ټولو پراخه وي او تر نورو د شريعت او ملت د ساتنې (حفاظت) ډېره وړتيا ولري، په شرعي لحاظ همدا (وړتيا لرونکی سلطنت) د خلافت د منصب حقدار دی. که په تېرو څلورو پېړيو کې د اسلامي حکومتونو دننه پېښو شويو انقلابونو ته وګورو؛ نو څوک ويلای شي چې دا (د خلافت د منصب حق) به کوم سلطنت ته سپارل کېده؟. خپله په هند کې د مغولو واکمني وه، هغوی د هند دننه خپل ځانونه امامان (د حکومت مشران) ګڼل؛ خو د ټولې اسلامي نړۍ د ستر خلافت دعوی يې کله هم په فکر او خيال کې تېره نشوه او که دغه دعوی يې په فکر کې تېره شوې هم وای؛ نو نړۍ يې منلو ته چمتو نه وه. له لومړي سره چې د خلافت کومې مهمې ځانګړتياوې وې او کوم اسناد چې د ټولې نړۍ مسلمانانو د خلافت کولو لپاره منلي وو، هغه (ځانګړتياوې او اسناد) د عباسي خلفاوو نه وروسته عثماني سلاطينو ترلاسه کړل. بل کوم اسلامي حکومت په دې ډول اختياراتو او ځواک سره رامنځته نشو.