سرچينه: جنرال دوستم استعفا ته اړ کېږي

ګنګوسې

سرچينه: جنرال دوستم استعفا ته اړ کېږي

1118

ارګ ته نږدې يوې سرچينې خبر ورکړی دی، چې د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال عبد الرشيد دوستم له خپلې دندې استعفا ته اړ کېږي او پر ځای يې اجرايه رييس عبد الله عبد الله ټاکل کېږي.

سپوږمۍ راډيو د دغې سرچينې له خولې ليکلي دي، چې تېره ورځ کابل کې د بهرنيو هېوادونو ګڼو سفيرانو ولسمشر غني ته ويلي، چې دوی به پر دوستم زور راوړي، څو خپله دنده خوشې کړي.

سرچينې زياته کړې ده، چې دغو سفيرانو عبد الله عبد الله د هغه د ځای ناستي په توګه وړانديز کړی دی.

ولسمشر د سفيرانو د دغه وړانديز په ځواب کې ويلي، چې له سياسي مشرانو او ولسي جرګې سره به سلا مشورې وکړي او بيا به خپله پرېکړه څرګنده کړه.

د جنرال دوستم په اړه دا خبرې په داسې حال کې کېږي، چې په نږدې وروستيو کې د جوزجان له پخواني والي احمد ايشچي سره د هغه ناوړه چلن د هېواد او نړۍ په سطحه غبرګونونه راوپارول. ايشچي پر جنرال دوستم تور پورې کړ، چې هغه او ساتونکو يې پرې جنسي تېری کړی او پنځه ورځې يې په بربنډه توګه بندي ساتلی.

د روان کال په مارچ مياشت کې هم داسې ګنګوسې خپرې شوې، چې ګوندې ولسمشرۍ ماڼۍ د امريکايي سناتورانو په مرسته په داسې يوه طرح کار کوي، چې له مخې به يې اجرايه رييس ډاکټر عبد الله د ولسمشر لومړی مرستيال شي او اجرايه رياست به لغوه شي.

هغه مهال ويل کېدل، چې جنرال دوستم به د لومړۍ مرستيالۍ پر ځای د درې ګونو امنيتي قواو (ملي اردو، ملي پوليس او ملي امنيت) د اعلی قوماندان په توګه وټاکل شي، او تر څنګ به يې د مارشل رتبه هم ورکړل شي. خو اوس په دې اړه څه نه دي ويل شوي.

دا هر څه په داسې حال کې دي، چې د ولسمشر غني او لومړي مرستيال جنرال دوستم تر منځ اختلافات په دې وروستيو کې اوج ته رسېدلي دي او دوستم څه موده مخکې د هېواد شمال کې هغه سره د ولسمشر د ليدو کتو غوښتنه رد کړه.