د نړيوال بانک په نوې نخچه کې د پاکستان ځينې سيمې نه شته

سيمه او نړۍ

د نړيوال بانک په نوې نخچه کې د پاکستان ځينې سيمې نه شته

4945

په اسلام اباد کې د پور ورکوونکي نړيوال بانک له خوا د دوی د يوه غړي د کتاب د پېژندګلوۍ د غونډې په پرېزينټيشن کې د پاکستان نوې نخچه وړاندې شوه. په دغه نخچه کې د ګلکت-بلتستان او د پاکستان تر ولکې لاندې ازاد جمو او کشمير د پاکستان له ولکې او نخچې بهر ښودل شوي دي.

د ايکسپرېس ټريبيون د راپور پر بنسټ پاکستان پرېکړه کړې چې په رسمي ډول به دغه بانک ته خپل اعتراض وړاندې کوي. پاکستاني مشرانو ويلي هغه کتاب چې د نړيوال بانک له خوا چاپ شوی، هغې کې هم د پاکستان نخچه نيمګرې او ناسمه چاپ شوې ده.

د پاکستان د دغې ادعا په اړه د نړيوال بانک سيمه‌ييز مشر ګابي جورج له خپل دريځ نه دفاع کړې او ويلي يې دي چې موږ تر اوسه د کشمير په تړاو رسمي نخچه نه لرو. راپور زياتوي دا لومړی ځل نه دی، له دې وړاندې هم نړيوال بانک داسې ګام پورته کړی و چې د هند په ګټه و.

د اګست په مياشت کې کله چې ګوګل خپله نوې نخچه پورته کوله؛ نو کشمير يې د پاکستان له نخچې وويست او د هند په نخچه کې یې شامل کړ. پاکستان ادعا کوي چې کشمير د دوی بشپړوونکې برخه ده.

کشمير د پاکستان او هند تر منځ لانجمنه سيمه ده. د هند د براعظمګي له وېش (۱۹۴۷) وروسته تر اوسه د پاکستان او هند تر منځ د کشمير پر سر څو نښتې شوې دي. کشمير پر دوو برخو وېشل شوی دی، چې يوه برخه يې د پاکستان او بله برخه يې د هند تر ولکې لاندې ده. د روان کال له جولای مياشتې راهيسې د پاکستاني او هندي پوځونو تر منځ د کشمير په کنترولېدونکې کرښې د دواړو لورو لخوا وخت ناوخت د جګړو راپورونه ورکول کېږي چې مرګ ژوبله هم لري.