خميني څنګه ايران کې انقلاب راوست؟

د پرون کيسه

خميني څنګه ايران کې انقلاب راوست؟

673

ايت الله خميني د ۱۹۰۲ ز کال د اکتوبر په ۲۴ د خمين په ښار کې زېږېدلی دی. په کوچنيوالي کې د پلار له سيوري نه محروم شوی و، مور يې هم ژر يوازې پرېښود، په دې ډول خميني د ژوند په لومړيو کې د ستونزو سره مخ شو، چې هغه يې د ژوند راتلونکو سختو حالاتو ته چمتو کړ. له زده کړو چې فارغ شو؛ نو د قم د مدرسې په ټاکل شويو علماوو کې وشمېرل شو.خميني پوهېده، چې ريښتينی علم له تقوا پرته نه شي ترلاسه کېدای؛ ځکه نو د نفس پاکوالي ته متوجه شو او ډېر ژر په نېکو او پرهېزګارو خلکو کې وشمارل شو.

ايران کې پاچاهي رژيم و. رضا شاه پهلوي غوښتل، هېواد يې سيکولر کړي، د غرب نه ړوند تقليد کولو يې، عام خلک په ځانګړي ډول مذهبي خلک ترې ناراضه کړل، د شاه د پاليسۍ په مخالفينو کې ايت الله خميني هم و، هغه فکر کاوه چې شاه د امريکې ايجنټ دی او سپين انقلاب يې د ايرانيانو او اسلام پر ضد د امريکا دسيسه ګڼله، د خميني د تحريک موخه دا وه چې د شاه استعماري حکومت له منځه يوسي او پر ځای يې د خلکو حکومت چې اسلامي احکام او قوانين ولري، رامنځته کړي. هغه د سپين انقلاب پر ځای د اسلامي انقلاب غوښتونکی وه. د خميني کړنو حکومت اندېښمن کړ او ويې نيوه، د نيولو په پرېکړه يې ښه عکس العمل وليدل شو، د خميني د خوشې کولو لپاره په لکونو، د هر ډول فکر لرونکو خلکو په لاريونو کې برخه واخيسته تر دې چې پوځ په خلکو ډزې وکړې. ويل کيږي چې په هغو لاريونو کې پنځلس زره خلک مړه شول. بالاخره خميني راخوشې کړای شو.

شاه فکر کاوه چې په ايران کې د امام خميني په موجوديت سره نه شي کولای، خپلې پاليسۍ عملي کړي. د ۱۹۶۳ ز کال په جون کې خميني تبعيد (جلا وطن) کړای شو، خميني عراق ته لاړه. په پنځلس کلن تبعيد کې يې داسې ورځ نه وه چې په ايران کې يې د اسلامي انقلاب په اړه فکر نه وي کړی، د هرې ممکنې لارې يې ايراني ولس ته خپل پېغام لېږه.

د خميني تحريک هغه مهال پرېکړه کوونکې مرحلې ته ننوت، کله چې د ۱۹۷۷ ز کال په سپتمبر مياشت کې د تهران يوې ورځپاڼې د هغه پر ضد زهر جنه مقاله خپره کړه. د مقالې د خپرېدو وروسته په ايران کې د غصې او قهر څپې خپرې شوې، په لاريونو کې هره ورځ زياتوالی راته، د ۱۹۷۸ ز کال د سپتمبر د مياشتې د يوې جمعې په ورځ د ژالې په ميدان کې د يوې حکومت ضد جلسې اعلان وکړل شو، حکومت په دې ورځ په تهران او يوولسو نورو ښارونو کې مارشل لاء (پوځي حکومت) اعلان کړ، خلک خبر نه ول، هغوی ژالې ميدان ته راټولېدل، د شاه فوځ ډزې وکړې، چې زرګونو خلک يې ووژل، په دې سره تحريک نور هم قوي شو.

شاه د عراق په حکومت فشار راووړ چې خميني له عراقه وباسي، هغه کويټ ته لاړه؛ خو د هغه ځای حکومت هم اجازه ورنکړه، خميني فرانسې ته لاړه، دلته يې له نړيوالو رسنيو او تبليغاتي وسائلو سره نېغ په نېغه اړيکه پېداکړه، د ايران سربېره يې نورو هېوادونو ته هم خپل پېغام ورسېده، د ايران په ميليونو خلک د هغه لپاره قربانۍ ته تيار ول، بلاخره د ايران شاه وطن پرېښودو ته مجبور شو او د پنځلس کلن تبعيد نه وروسته ايت الله خميني ايران ته راغی.

د خميني په مشرۍ په ايران کې شيعي اسلامي قوانين نافذ شول، په محکمو کې شرعي قوانينو ته عملي جامه واغوستل شوه. په ايران کې د اسلامي انقلاب د ناکامولو لپاره، ايران د عراق سره په اته کلنه جګړه کې ښکېل کړل شو؛ خو ايراني مشرانو خپل استقامت وښود.

ژباړه: ز.خ