روسي ټولپوښتنه کې اردوګان د ۲۰۱۶ تر ټولو بارزه څېره وګڼل شو

د پرون کيسه

روسي ټولپوښتنه کې اردوګان د ۲۰۱۶ تر ټولو بارزه څېره وګڼل شو

957

مشهورې روسي ټلويزيوني شبکې، آر ټي په دې وروستيو کې د ۲۰۱۶م کال ټولپوښتنه پيل کړې، تر څو ښکاره کړي چې په ټوله نړۍ کې بارزه څېره کومه ده او په عربي نړۍ کې کومه. دغه راز دوی د نړۍ بارزه پېښه معلومول هم غوښتل.

په دغه ټولپوښتنه کې د نړۍ د سترو او مهمو هېوادونو د مشرانو او د ۲۰۱۶م کال د مشهورو څېرو نومونه شامل وو. په ټولپوښتنه کې چې تر اوو مليونو ډېرو کسانو په کې برخه اخيستې وه، په نړيوالو څېرو کې اصلي مسابقه د ترکي ولسمشر اردوګان او روسي ولسمشر ويلاديمير پوتين ترمنځ وه. اردوګان د ټولو رايو ۴۲ سلنه تر لاسه کړه چې تر يو لک او اتيا زرو ډېرو رايو سره مساوي دي او د ۲۰۱۶م کال تر ټولو بارزه څېره وبلل شوه.

په نړيواله کچه پوتين دويمه څېره وبلل شوه او امريکايي ولسمشر، ډونالډ ټرامپ څلور سلنه رايې خپلې کړې او درېيمه بارزه څېره شوه. ورپسې پخوانی ولسمشر باراک اوباما راغی او پنځمه څېره ترکي شخصيت، فتح الله ګولن وبلل شو. دوی پسې حسن روحاني، انګېلا مېرکل، جواد ظريف، فيډل کاسټرو، تيريزا مای او د واتيکان پاپ فرانسيس راغلي دي.

د عربي نړۍ په بارزو څېرو کې د سعودي پاچا سلطان لومړی راغلی او زوی يې، محمد بن سلطان دويمه بارزه څېره بلل شوې.

دغه راز د ټولپوښتنې له مخې په ۲۰۱۶م کال کې د نړۍ تر ټولو مهمه او ستره پېښه په ترکيه کې د ټاکل شوي ولسمشر، رجب طيب اردګان پر ضد د پوځ ناکامه کودتا بلل شوې ده.