۸صبح ورځپاڼه: ډاکټر عبدالله د وزيرانو شورا ته ناخبره ورځي

ګنګوسې

۸صبح ورځپاڼه: ډاکټر عبدالله د وزيرانو شورا ته ناخبره ورځي

2647

۸صبح ورځپاڼې د دوشنبې ورځ سرليکنه کې چې د «اجرايي رييس څه کار کوي؟» تر سرليک لاندې يې خپره کړې، ليکلي دي چې ډاکټر عبدالله عبدالله د وزيرانو شورا ته بې له اماده ګۍ او کافي معلوماتو ورځي.

ورځپاڼې ليکلي دي چې اجرايي رييس د دندې له پيله تر اوسه هېڅ کوم ابتکار نه دی ترسره کړی او نه دی توانېدلی چې اجرايه رياست د دولت په يوه فعال اورګان بدله کړي. خو رسنۍ ليکي چې هغه خپله کومه طرحه نه لري او له سياسي نظر ښکاره کولو پرته نور څه ترې نه ښکاري.

سرچينه ليکي چې آن د ډاکټر عبدالله نظر څرګندول هم د غبرګون په څېر دي. هغه د رسنيو په تړاو د ولسمشر د څرګندونو په تړاو خپل نظر ښکاره کوي، د هغه مخالفه خبره کوي او داسې ښکاره کوي چې دی مخالف نظر لري. سرچينه دغه راز زياتوي چې د ملا محمد عمر د قبر په تړاو د پخواني ولسمشر د څرګندونو ځواب په ټول حکومت کې يوازې ډاکټر عبدالله ځواب ورکوي او په دغه شکل خپل نظر څرګندوي.

۸صبح ورځپاڼه ليکي چې که څه هم اجرايه رياست کورنی او بهرنی ملاتړ لاره او کولای يې شوای چې په يوه مهم او فعال اورګان بدل شي، خو د ارګ په پرتله جرايه رياست ډېر کمزوری او غير فعال دی. رسنۍ ليکي چې اجرايي ريس که څه هم هره اوونۍ له وزيرانو شورا سره ګوري، خو داسې ښکاري چې هغه تر غونډې وړاندې هېڅ متن نه لولي او پرته له تياري غونډې ته ورځي.

سرچينه دغه راز وايي چې اجرايي رياست که څه هم کافي مالي ملاتړ لري، خو تر اوسه يو متخصص او حرفه يي ټيم له ځان سره نه لري او له همدې کبله د وزيرانو شورا کومه ښه پايله هم نه لري. رسنۍ ليکي چې ډاکټر عبدالله کولای شوای د لومړي وزير په توګه يې ځان ترسيم کړی وای، خو هغه په دغه کار کې ناکام دی.