راجنات سنګ: پاکستان به په لسو برخو ووېشو

سيمه او نړۍ

راجنات سنګ: پاکستان به په لسو برخو ووېشو

11479

د هند د کورنيو چارو وزير يو ځل بيا پاکستان د هند په کورنيو چارو کې پر لاس وهلو تورن کړی دی او ويلي يې دي، چې پاکستان هڅه کوي د ترورېزم په ملاتړ کولو هند بې ثباته کړي.
راجنات سنګ چې پرون يې د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې يوې غونډې ته وينا کوله، ګواښ يې وکړ که پاکستان دغه لاس وهنه بنده نه کړي؛ نو خپل ګاونډی هېواد به په لسو برخو ووېشي.

د ټايمز اف انډيا د راپور پر بنسټ هغه دې غونډې ته وويل، چې دغه هېواد په دوو برخو وېشل شوی و؛ خو که چېرته پاکستان په کنترولېدونکې کرښه باندې تروريستي بريدونه ونه دروي؛ نو دغه هېواد به په نورو لسو برخو باندې ووېشي. هغه همدا راز وويل چې پاکستان هڅه کوي، هند يو ځل بيا د مذهب پر بنسټ ووېشي.

د هندي وزیر په ځواب کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې هند به داسې ووېشو چې د خپلو برخو شمېرل به ورته ستونزمن شي.

د هند او پاکستان تر منځ د روان کال له جولای مياشتې راهيسې اړيکې ډېرې خرابې شوې دي. په دې مياشت کې د يوه کشميري مشر برهان واني له وژل کېدو وروسته په هندي کشمير کې د هندي پوځ او کشميريانو تر منځ اخ و ډب پېل شو.

کشمير د هند او پاکستان تر منځ لانجمنه سيمه ده. هند تور لګوي چې پاکستان د کشمير په نارامه کولو کې لاس لري. 
هندي او پاکستاني پوځيان د کشمېر په کنترولېدونکې کرښه وخت ناوخت يو پر بل ډزې کوي.

هند پر پاکستان تور لګوي چې د اسلامي بنسټپالو ډلو په ملاتړ کولو سره هڅه کوي، هند ناارامه کړي. پاکستان وايي چې هند په بلوچستان کې لاسوهنه کوي او هلته د بېلتون غوښتونکو ډلو او همدا راز د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) ملاتړ کوي.

د دواړو هېوادونو تر منځ سفارتي اړيکې ډېرې ټيټې سطحې ته راکښته شوې دي. د روان کال د سپتمبر په مياشت کې هند په اسلام اباد کې جوړېدونکېد سارک هېوادونو غونډه کې ګډون ونه کړ. څو ورځې وړاندې چې د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف مشاور، سرتاج عزيز هند کې د افغانستان اړوند غونډه کې برخې اخيستو له پاره تللی وو، هلته ورسره له سپکاوي ډک چلند وشو چې دغه کار عام پاکستانيان سخت په قهر کړل.