د حقيار صاحب د ليکنې ګونګ اړخونه

اسلام

د حقيار صاحب د ليکنې ګونګ اړخونه

385

لطف الله خيرخوا
حقيار صاحب “د موسيقۍ په اړه د ځينو علماوو اند” ليکلی. په ليکنه کې د علماء کرامو له اند او دلايلو د حقيار صاحب ذاتي رجحان ډېر روښانه دی. بدهي معلوميږي، چې موسيقي روا بولي او کوښښ کوي، چې دلايل پيدا کړي او ان ځينې هغه خبرې، چې د ده د عوی دليل نه دی، د دليل په توګه وړاندې کوي.
دا چې موسيقۍ په اړه د ده دا موقف ښه دی که نه، دې ليکنه کې زه پرې څه نه وايم، مګر دا چې ليکنه کې يې ځينې اړخونه د ځان لپاره يا ګونګ پريښي يا يې د عينِ موضوع په اړه راجح اقوال پريښي، دا به په ګوته کړو.
لومړۍ خبره دا ده چې کوم علماء موسيقي جايزه ګڼي، څه صورت يې ښيي، که نه مطلقا وايي چې موسيقي اورېدل روا ده؟
دوهمه دا ده چې نن سبا کومه مبتذله موسيقي دود شوې، د دې پوهانو دلايل پرې تطبيقيږي که نه؟ ډېری علماء او ان امام غزالي هم وايي، چې په سندرو کې هغه چې فاحشې دي، حرامې دي. دی مې ځکه ياد کړ، چې حقيار صاحب ته د ده دريځ په زړه پورې دی. د يو عالم له قوله ليکي، چې خلک ولې سندرو کې د فحش او نا فحش خبرې کوي؟ د ښځو د شاهدۍ په وخت ولې دا نه ويل کيږي، که د ښځې غږ شهوت پاروه، نو شاهدي يې حرامه ده.
دلته خو سړی بداهتا پوهيږي، چې اصلا شاهدي خپل اهميت او مقصد لري او سندرې عموما د هوس‌پالنې لپاره اورېدل کيږي، ځکه علماء همدا خبره ډېره يادوي، چې فاحشې سندرې حرامې دي.
حقيار صاحب د صوفيانو “سماع” دليل کې راوړي، خو نه وايي، چې سماع څه ته وايي؟ ايا د ننيو بازاري سندرو اورېدل هماغه سماع ده، چې صوفيان يې وايي؟ که ساده يې سړی ووايي، له ټنګ ټکور سره “صوفيانه غزل” اورېدل کېدی شي، د سماع اخرنی بريد وي. که نه عموما په سماع کې حمدونه، نعتونه او داسې اشعار وي، چې د روحانيت بحر يې څپاند وي.
سماع کې دی ان دا هم يادوي، چې ځينې علماء وايي، چې سماع عبادت ده او مسجد يې ځای دی. د اوسنۍ موسيقۍ اورېدل همدا حکم لري؟ يا –تکراراٌ- اوسنۍ موسيقي د هغې سماع افرادو کې راځي؟
د رقص په اړه يې هم ياده کړې، مګر دلته يې هم د صوفيانو رقص ياد کړی، ځکه چې د امام غزالي وينا يې استدلال کې راوړې. دی نه وايي، چې د ډمو نڅا هم دې کې راځي، که نه؟
تر ټولو خطرناکه يې دا ده، چې د موسيقۍ د حرمت احاديث يې باطل او موضوع ګڼلي. د حقيار صاحب موقف پر خپل ځای ناسم يا سم، مګر دومره جرأت کول، چې له صحيحو او متصلو احاديثو څخه چورلټ انکار وشي، وېروونکې ده.
د موسيقۍ د حرمت په اړه دوه حديثونه علماء کرام په تمامه معنی صحيح ګڼي او هغه حديثونه، چې د سند کمزوري لري او معنی يې صحيح ده، بلا ډېر دي. دلته يوې خبرې نه حقيار صاحب ډېره نا جايزه استفاده کوي. کله چې د حديثونو په صحت او ضعف خبره کوي او د ځينو متساهلو پوهانو رايه راخلي، د دوی تر مينځ د علامه ابن حجر خبره هم تېروي. وايي ان ابن حجر هم د موسيقۍ په اړه د حديثونو سندونه څيړي او راويان يې نقدوي.
لومړۍ خبره خو دا ده، چې ابن حجر رحمه الله د ستر ناقد محدث په توګه د ټولو هغو احاديثو روايتاٌ او درايتاٌ جاج اخلي، چې د سند او معنی په لحاظ په کې د علماء کرامو تر مينځ بحث وارد وي. دا يوازې د موسيقۍ په اړه احاديث نه دي، چې ابن حجر يې په اړه څېړنه کوي. دوهمه دا ده، چې نقد خو ارو مرو دا معنی نه ده، چې حديث به کمزوری ثابتوي، بلکې ډېر کرت يې د صحت لپاره دا څېړنه کوي.
همدا د موسيقۍ په اړه، چې کوم احاديث دي او د کمزورۍ په اړه يې خبره کيږي، له همدې امله هغه اړ دی، چې د نوموړو حديثونو اتصال او صحت ثابت کړي. په دې حديثونو، چې هغه کومه کره کتنه کړې، هغه يې د دې حديثونو د قوت لپاره کړې، مګر حقيار صاحب د ابن حجر د نقد خبره داسې مورد کې يادوي، چې ګوندې نوموړی هم د دې حديثونو د ضعف يا وضع قايل دی او داسې نه ده.
بله موضوع دا ده، چې حقيار صاحب د پوهانو خبرې راخيستي خو يا يې حواله نه ده ورکړې يا يې حواله دقيقه نه ده. اوس که څوک د ده د موضوع په اړه څېړنه کوي، نو د کومو پوهانو خبرې کومو کتابونو کې ولټوي؟ که کتاب يې معلوم وي، کوم چاپ دی او څوم مخ دی؟ څوم جلد دی؟
د داسې يوې موضوع په اړه غږېدل، چې د حرمت په اړه يې نږدې د امت اجماع ده او هغه هم داسې سرسري يادول، لکه ده، چې ياده کړې، خطرناک جرأت دی.
اوس که د حقيار صاحب ټوله ليکنه سړی زموږ د فقهاء کرامو په يوه خبره وننګوي، چې هغې وليمې ته تلل ناروا دي، چې موسيقي په کې وي، نو په قصدي توګه اورېدل به يې څنګه وي؟ امام موصلي په الاختيار کې ليکي، چې امام يوسف رحمه الله وايي که چېرته مې له کوم کوره د دې الاتو غږونه واورېدل، نو بې اجازې ورننوتل راته راوا دي، چې منع يې کړم، ځکه دا منکر کار دی.