ايا ډيورنډ تړون د سلو کلونو لپاره لاسليک شوی و؟

د پرون کيسه

ايا ډيورنډ تړون د سلو کلونو لپاره لاسليک شوی و؟

1094

د ۱۸۹۳ ز کال د نومبر په ۱۲ مه د افغانستان د توابعو د امير، عبدالرحمن خان او د برتانوي هند نمائنده، مارتيمر ډيورنډ تر منځ د ډيورنډ تړون لاسليک شو. د دغې کرښې ټول اوږدوالی ۲۴۳۰ کيلومتره دی . تړون اووه مادې لري، يوه ماده کې په صراحت سره ليکل شوي چې امير به د برتانوي هند په هغو سيمو کې لاسوهنه نه کوي، کومې چې د کرښې اخوا پرتې دي او برتانوي حکومت به په هغو سيمو کې چې د کرښې اخوا او د امير تر ادارې لاندې دي، لاسوهنه نه کوي. د دغې کرښې د ترسيمولو بنسټي موخه د دوه حکومتونو تر منځ د نفوذ د ساحې معلومول وو. انګرېزانو د تړون د لاسليک په پايله کې، د افغانستان امير ته هر کال د دولس لکو هندي کلدارو د ورکولو ژمنه هم وکړه.
زياتره عام افغانان، ځينې ليکوال او لږ شمېر شنونکي فکر کوي چې دغه تړون د برتانوي هند سره د سلو کلونو لپاره لاسليک شوی؛ خو په تړون کې هېڅ ځای د سلو کلونو نوم نه دی ذکر شوی. د دغې کرښې راکښلو نږدې درې کاله ونيوه، په دې درېو کلونو کې هم، هېڅ ځای د سلو کلونو نېټه نه ده ذکر شوې. د امير له وفات وروسته چې نورو اميرانو دغه تړون بيا لاسليک يا تائيد کړی، هلته هم د سلو کلونو نېټه نه ده ذکر شوې.
زياتره کورنيو او بهرنيو مؤرخينو ليکلي چې د تړون موده به هغه مهال پای ته رسېده، کله چې به يو افغان امير وفات شو. د امير عبدالرحمن خان له وفات (۱۹۰۱ز) کال وروسته انګرېزانو د امير له زوی (حبيب الله خان) نه وغوښتل چې هند ته ورشي؛ خو امير له ورتګ نه انکار وکړ، په ځواب کې يې انګرېزانو، د دې لپاره چې امير حبيب الله خان هند ته ورشي، افغان امير سره مرسته کوونکې پيسې ودرولې؛ خو امير بيا هم هند ته له ورتګ نه ډډه وکړه. د دې پر ځای يې هوکړه وکړه چې يو انګرېزي هئيت ته به په کابل کې ښه راغلاست وويل شي. په ۱۹۰۵ ز کال د برتانوي هند د بهرنيو چارو وزير ډبليو ډين کابل ته راغی او امير ورسره دغه پخوانی تړون بيا لاسليک او تائيد کړ.
د ملي اتل غازي امان الله خان د واک ته رسېدو سره چې افغانستان خپله ازادي واخيسته، له انګرېزانو سره يې دوه تړونونه، لومړی (۱۹۱۹-اګست) او دويم (۱۹۲۱-نومبر) کې لاسليک شول او ډيورنډ کرښې تړون يې ورسره تائيد کړ، هلته هم هېڅ ځای د سلو کلونو ذکر نه دی شوی.
د پاکستان له جوړېدو وروسته، افغانستان په ملګرو ملتونو کې د پاکستان مخالفت وکړ او وروسته لويې جرګې د برتانوي هند سره ټول پخواني تړونونه لغوه اعلان کړل. تر اوسه دغه کرښه د دوه هېوادنو تر منځ د کړکېچ اصلي لامل کڼل کېږي، د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې خو د دواړو هېوادونو تر منځ سفارتي اړيکې د همدې کرښې پر سر خرابې او ان د جګړې تر بريده رسېدلې وې. تر اوسه هېڅ افغان حکومت دغه کرښه په رسميت نه ده پېژندلې؛ خو د نړۍ نور هېوادونه يې د رسمي پولې په توګه مني.