پروني او ننني غله په څه کې توپېر لري؟

د پرون کيسه

پروني او ننني غله په څه کې توپېر لري؟

342

 

غلا، اختلاس او رشوت د سيمي او په ټوله کې د بشریت په تاريخ کې نوې خبره نه ده. د فردي ملکیت را څرګندېدو سره مل ګڼو فسادونو هم خپله لمن را خپره کړه. له پیله تر نږدې وروستیو پورې به پاچا او یا خليفه ته شکایتونه وړاندې کېدل... خو څومره ځل خليفه په فساد کې ښکېل صاحب منصبان او قاضیان پرته له کومې محاسبې خوشې کړي!؟

دغه رنګه کړنې که څه هم تر اوسه دوام لري، خو په اوسنۍ بڼه کې څه نوي داسې شته چې له پرونۍ هغې سره ستر توپير لري.

پرونيانو به د غلا مال په خپل ځان، کورنۍ، انډېوالانو، ودونو کولو، مریانو اخیستلو او ورته نورو کړنو مصروفاوه. کله نا کله به يې پرې، د ځمکو، څارویو، ساختماني او یا د سوداګرۍ تجارت هم پېل کړ. خو په دې ټولو صورتونو کې به شتمني په هېواد کې دننه پاته وه. بسا اوقات به د ټولنې اړ سکټورنو کې پر پانګونې د هېواد اقتصاد هم پرمختګ ورسره کاوه.

خو، له بده مرغه، اوسني  بیا ژر تر ژره د غلا او فساد مال بهرنی، زیاتره غربي،  هېوادونو ته انتقالوي. دوی له محاسبې او د بېرته ضبطېدو له ویرې سربېره په بهرني هېواد کې د ژوند پلان لري. زیاتره يې په سوېسي بانکونو کې ، چې د مراجعه کونکو معلومات پټ ساتي، ځای پر ځای کوي. ښايي چې لګ څه ګټه يې ورکړي او یا يې بېخي نه ورکوي. او یا ښايي د ځمکو او ونډو بازار کې پرې پانګونه وکړي... خو زیاتره يې په بې فایدې کارونو کې، لکه د فوټبال، یا بل سپورټي کلب او یا د تیاتر په اخستلو کې پانګونه کوي.

په دې ټولو صورتونو کې د دوی د غلا او فساد اصلي ګټه هغه بهرنیان، چې ښايي زموږ د ملت او هېواد دښمنان هم وي، اخلي.

د غلا او فساد دغې نوې بڼې زموږ ولسونه د فقر په ګدۍ کېنول، معيشت يې ور خراب او بې ثباتي يې رامنځ ته کړه او بېکاري، زور واکي او فساد هم اوج ته ورسېدل.

همدغه ستر توپير دې، چې پخوانۍ یواځې غلا وه او ننۍ خو د غلا سربېره خیانت او وارنکاري هم ده.