امريکا په دغه ورځ دويمه نړيواله جګړه کې داخله شوه

د پرون کيسه

امريکا په دغه ورځ دويمه نړيواله جګړه کې داخله شوه

248

نن هغه ورځ ده چې پنځه اويا کاله وړاندې د امريکا پر پرل هاربر جزيرې د جاپان امپراتورۍ له لورې ناڅاپي بريد وشو چې په پايله کې يې ۲۴۰۳ کسان ووژل شول. د دغه بريد په پايله کې امريکا دويمه نړيواله جګړه کې داخله شوه او ستر امتيازات يې ترلاسه کړل.

د ۱۹۴۱م کال د ديسمبر په اوومه نېټه جاپان د دې له پاره پر پرل هاربر بريد وکړ چې امريکا دويمې نړيوالې جګړې ته له ننوتلو وساتي. دغه مهال فرانسه، انګلستان، چين، روسيه، جاپان، جرمني او نور هېوادونه عملا په جګړه بوخت وو. امريکا د مختلفو لوريو ملاتړ کاوه او د جاپان او جرمني ښکاره مخالف و. جاپان د دې له پاره چې د امريکا پوځ مخه ونيسي او اجازه ورنه کړي چې په دغه جګړه کې دوی ته ستونزه جوړه کړي، د ډېسمبر په اوومه نېټه پر پرل هاربر پوځي اډې په پراخه کچه بريد وکړ.

بلې خوا، ځينې څېړونکي بيا پر دې باور دي چې د جاپان دغه بريد امريکا ځان ته پلمه وبلله او آن دغه ټول بريد پلان شوی کار بولي. ځينې څېړونکي پر دې باور دي چې لکه څنګه چې امريکا د ۲۰۰۱م کال د ډېسمبر په يوولسمه نېټه کې د امريکا پر تجارتي مرکزونو بريد جګړې ته د ننوتلو بهانه کړ، دغسې امريکا دويمه نړيواله جګړه کې يو وار بيا جګړې ته د ننوتلو له پاره د پرل هاربر بريد پلان جوړ کړ.

نن (چهارشنبې) په امريکا کې د پرل هاربر بريد يو وار بيا يادېږي او ۱۰۴ کلن بوډا، رای چاوېز چې په دغه بريد کې ژوندی پاتې شوی دی، نن به په هوايې سيمه کې د پرل هاربر د بريد وژل شويو ته درنښت وړاندې کوي.

رای چاوېز ان بي سي چېنل سره خبرو کې ويلي دي چې دغه ورځ به هېره نه کړي. دی وايي چې په هغه ورځ زه ډېر جذباتي شوم، ډېرو بې ګناه خلکو خپل ژوند په کې له لاسه ورکړ.