د برما مسلمانان څوک دي او څه ورسره کېږي؟!

نظر او تحليل

د برما مسلمانان څوک دي او څه ورسره کېږي؟!

4628

د روهنګيا په نوم مسلمانان د ميانمار (برما) د هېواد په راکاين يا اراکان ولايت کې اوسېږي. د دوی په اړه فکر کېږي چې د نړۍ تر ټولو ځورېدونکي اقليت به وي. ميانمار چې نږدې پنځوس ميليونه نفوس لري، څه دپاسه يو ميليون يې مسلمانان دي او پاتې يې د بودايي مذهب پېروان دي. د الجزيرې (انيله صفدر) د يوه راپور له مخې د ۲۰۱۲ ز کال د نااراميو په پايله کې، د يو سل او پنځوس زره په شاوخوا کې روهګنيايي مسلمانان په کمپونو اوسيږي چې د حکومت له اجازې پرته د خپلو کمپونو نه د وتلو اجازه نه لري. دوی سره دا هر څه د مذهبي تبعیض له مخې کیږي.
دوی اصلاً هندي-اريايي نژاده وګړي دي، ځينې مؤرخين وايي چې دوی د ميانمار بومي اوسېدونکي دي؛ خو ځينې نور وايي چې دوی د ګاونډي هېواد بنګله دېش نه هلته مهاجر شوي دي. د ۱۹۸۲ ز کال د قانون له مخې، د روهنګيا مسلمانانو ته تابعيت نه ورکول کيږي؛ خو که چېرته دوی وغواړي، ځان د ميانمار تبعه ثابت کړي، دوی اړ دي چې په ميانمار کې له تېرو شپېتو کلونو راهيسې خپل شتون ثابت کړي؛ خو د دوی اسناد يا له منځه وړل شوي او يا هم په لوی لاس نه ورکول کيږي. دغه کار، دغه ځپل شوی اقليت د اقتصادي، روغتيايي، ښوونيزو او د خپلو ديني مراسمو په سرته رسولو کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړی دی.
په ۲۰۱۲ ز کال کې د روهنګيايي مسلمانانو او ځايي بودايانو تر منځ اخ و ډب رامنځته شو. دغه حالات هغه مهال نور هم خراب شول، کله چې ځايي خلکو په يوه روهنګنايي مېرمن باندې جنسي تېری وکړ او له لسو ډېر مسلمانان يې ووژل. په ځواب کې يې مسلمانانو، د جمعې له لمانځه وروسته، په بودايانو او د هغوی په عبادتځايونو باندې حمله وکړه او په لسګونو بودايان يې ووژل. له دې وروسته حکومت د اراکان په ولايت کې بېړنی حالت اعلان کړ او ټوله ولکه فوځ په خپل لاس کې واخيسته. د اسوسيټډ د يوه راپور پر بنسټ، نوي زره خلک بې ځايه شول او له دواړو خواوو نه دوه نيم زره کورونه ويجاړ شول. ۲۰۱۲ ز کال د دواړو ډلو تر منځ په کوچنيو جګړو تېر شو، چې ويل کېږي، بودايانو په کې اقليت او کمزوري مسلمانان سخت وځپل او په دې کې ورسره د برما بودايي حکومت هم غېر مستقيم لاس درلود.
تېر ۲۰۱۵ ز کال د روهنګيايي مسلمانانو د مهاجرت کال ګڼل کېدای شي؛ ځکه په زرګونو تنه ګاونډي هېوادونو بنګله دېش، اندونيزيا، ماليزيا او تايلينډ ته کډوال شول. د ملګرو ملتونو د يوه راپو له مخې په دريو مياشتو کې پنځه ويشت زره روهنګيايي مسلمانان دغو ګاونډيو هېوادونو ته کډوال شوي دي. ګاونډيو هېوادونو ته د تللو پر مهال يې يو شمېر په اوبو غرق شول. په لومړيو کې دغو هېوادونو نه غوښتل چې په خپلو هېوادونو کې ځای ورکړي؛ خو وروسته يې پرېکړه وکړه چې په کمپونو کې به يې ځای پر ځای کوي. هغه مهال د بنګله دېش واکمنې، شېخ حسينې، دغه کډوال (ذهني ناروغان) وبلل.
له تېرې څه مودې راهيسې په برما کې په روهنګيايي مسلمانانو باندې يو ځل بيا د ژوند کړۍ راتنګه شوې ده. هغه انځورونه او ويډيوګانې چې په ټولنيزو رسنيو کې خپريږي، ليدل کيږي، چې ځايي بودايان، روهنګيايي مسلمانان ځوروي، کورونه يې ورانوي، داسې هم ليدل شوي چې په اوبو کې غورځول کيږي. د کډوالۍ د نړيوال سازمان په وينا په تېرو دوه مياشتو کې نږدې يو ويشت زره مسلمانانو دغه هېواد پرېښی دی. د سې شنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو پخوانی سرمنشي کوفي عنان برما ته ولاړ او هلته يې د مشرې انګ سان سوچي او د فوځ مشر سره وکتل. عنان وويل داسې راپورونه يې ترلاسه کړي چې په برما کې د ځايي مسلمانانو انساني حقوق پايمال شوي دي او غوښتنه يې وکړه چې حکومت دې د اقليت مسلمانانو د دفاع لپاره لازم اقدامات وکړي. دواړو مشرانو سره له ليدو وروسته، عنان رسنيو سره په خبرو کې وويل، کله چې امنيتي ځواکونه عمليات کوي؛ نو هر وخت بايد د عامو خلکو ژوند ته پام وکړي.
له دې وړاندې د روانې مياشتې په څلورمه د ماليزيا لومړي وزير، نجيب رزاق چې په پلازمېنه کولالمپور کې يې د زرګونو روهنګيايي مسلمانانو سره په لاريون کې برخه اخيستې وه، په ميانمار کې يې روان حالت د روهنګيايي مسلمانانو (عام وژنه) وبلله. د رويټرز د راپور له مخې د دغې عام وژنې د مخنيوي لپاره يې له ملګرو ملتونو، نړيوالې جنايي محکمې او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ له سازمان نه د مداخلې غوښتنه وکړه. بلخوا د بنګله دېش حکومت دغه هېواد ته د ورتلونکو روهنګيايي مسلمانو د ورتګ مخه نيولې ده او برما سره په پوله يې پوليس زيات کړي دي. د سې شنبې په ورځ، پوليسو په پلازمېنه ډهاکا کې د هغو لاريون کوونکو مخه نيولې چې غوښتل يې د برما د سفارت مخې ته لاريون وکړي.
د برما د مسلمانانو ځوروونکی حالت د اندېښنې وړ دی. نړيواله ټولنه، د اسلامي هېوادونو سازمان او ګاونډي هېوادونه بايد چې د دوی دغه ناوړه حالت له نږدې وڅاري او د حل لار ورته پېداکړي. د دغې ايتنيکي ډلې پر ضد دغه ناوړه اعمال په هغه هېواد کې سرته رسېږي چې مشره يې د نوبل د سولې د جايزې ګټونکې هم ده.