ابراهم لنکلن څوک و او امريکا ته يې څه وکړل؟

د پرون کيسه

ابراهم لنکلن څوک و او امريکا ته يې څه وکړل؟

352

ژباړه: زاهد خليلي

په تاريخ کې د ابراهم لنکن نوم د امريکا متحده ايالاتو ته د نوي ژوند ورکوونکي شخص په نوم ثبت دی. د ۱۸۶۵ ز کال د اپرېل په ۱۴ مه ولسمشر لنکن د خپلې کورنۍ سره يو ځای د فورډ په سينما کې د ډرامې په ليدلو مصروف و، د جنوب د باغي شويو ولاياتو يو شخص جان ولکس بوت، چې خپله هم يو هنرمند و، سينما ته داخل شو، د ولسمشر ساتونکي موجود نه وو، بوت په ډېرې ارامۍ سره هغه ځای ته ځان ورسوه، چېرته چې ولسمشر لنکن ناست و. بوت له نږدې نه ولسمشر لنکن د شا لخوا په سر وويشت، دا ډېر سخت ګوزار و، ګډوډي رامنځته شوه، قاتل سټيج ته ټوپ کړ او له هغه ځايه بېرون ووت، په خپل آس باندې سپور شو او وتښتېده. (ځو ورځې وروسته ونيول شو او بيا ووژل شو).

د ګولۍ (مرمۍ) د لګېدو له امله لنکن سخت ټپي شوی و، سر يې مخکې ځوړند و، له خولې يې هېڅ ډول غږ نه اورېدل کېده. د ډرامې کتونکو داسې فکر کړی و، چې د مرمۍ غږ به هم د ډرامې يوه برخه وي؛ خو وروسته د يوې ښځې غږ واورېدل شو او ټولو خلکو هغه ځای ته کتل. يوه سړي چغه کړه، هغه سړی ونيسئ، هغه ولسمشر وژلی دی، په دې سره په ټول تالار کې ګډوډي رامنځته شوه، د ډرامې په ليدونکو کې ناستو څو ډاکټرانو د ولسمشر لنکن زخم وکوت. ګولۍ د غوږ چپې خواته په غاړه لګېدلې وې، سپينې ماڼۍ ته د لنکن وړل مشکل و، څلورو فوځيانو هغه اوچت کړ او د سينما سره نږدې د خياط (درزي) يوه دوکان ته يې ننويسته، وينه پرلپسې روانه وه. که د کمزورو اعصابو کوم شخص وای، کېدای شي، چې همغه مهال مړ شوی وای؛ خو لنکن نهه ساعته ژوندی و.

په دا بله ورځ د سهار اوو بجو ته نږدې مهال و، چې د لنکن غږ بند شو، لنکن ساه اخيستل بس کړل، د نبض په بندېدو سره فوځي ډاکټر د لنکن سترګې پټې کړې، د جېب نه يې دستمال راووېست او د لنکن خوله يې بنده کړه.

ابراهم لنکن په ۱۸۰۹ ز کال کې په کينټکي کې زېږېدلی و. هغه په غريبۍ کې ژوند وکړ او لومړنی زده کړه يې ترلاسه کړه. د قانون له زده کړې وروسته هغه په سيمه کې سياست ته مخه کړه او بيا مشرۍ ته په کې ورسېده. هغه، هغه مهال سپينې ماڼۍ ته ننوت، چې جنوبي ولايتونو خپلې اړيکې د امريکايي حکومت سره پرې کړې وې، جنوبي ولايتونو د غلامۍ نظام غوښته؛ خو شمالي ولايتونو د دغه نظام پای ته رسېدل غوښتل. لنکن د خپلې ولسمشرۍ په لومړنۍ وينا کې جنوبي ولايتونو ته د دوستۍ لاس ور اوږد کړ، هغه وعده وکړه، چې د غلامانو اړوند قانون باندې به عمل کوي. د قانون له مخې، غلامان به نيول کيږي او بېرته به خپلو مالکانو ته سپارل کيږي، دغه غلامان د جنوب نه شمال ته راتښتېدلي وو او د شمال په هغو ولايتونو کې يې پناه اخيستې وه، چې د غلامۍ ضد وو. لنکن د غلامانو له ازادۍ نه زياته مينه د هېواد د يووالي سره درلوده؛ خو د سوېل خلکو لخوا د وسلو نه غورځولو او وينو تويولو د هغه ذهن بدل کړ.

د شمالي ولايتونو د فوځ حال خراب و، بلخوا د سوېل د خلکو فوځ زيات وو او هم يې د ښې زړورتيا ښودنه کوله، دغه کار مرکزي فوځ (شمالي فوځ) ته ماتې ورکړه، لنکن د يوه داسې جنرال په لټه کې و، چې سيمې فتحه کړي، هغه څو جنرالان وازمويل؛ خو ټول نا اهله ثابت شول. بالاخره هغه ته اولس ګرانټ په لاس ورغی، اخوا لنکن يو بل قدم پورته کړ، هغه د (نجات فرمان) صادر کړ، دا د غلامۍ د قانون د پای ته رسولو په معنا و. دغه قدم پورته کول و، چې ابراهم لنکن ته ښه نوم ورکړ، يو تکنيکي حرکت ثابت شو. هغه په دې سره د جنوب د غلامانو قوت مات کړ او د شمال د فوځ شمېره د تور پوستو سره زياته شوه، جنوبي ولايتونو ماته وخوړه او هېواد (د امريکا متحده ايالات) يو ځل بيا متحد شول. هغه لنکن، چې يو وخت يې په جنوب کې د غلامانو د ساتلو ملاتړ کاوه، ستر نجات ورکوونکی ثابت شو؛ خو دې کار يې ژوند واخيست.