څېړنه: د وزن کمېدو راز ورزش نه، بل څه دی

روغتیا

څېړنه: د وزن کمېدو راز ورزش نه، بل څه دی

6837

له نيويارک څخه نوې خپرې شوې څېړنې ښکاره کوي چې د وزن کمولو په خاطر ورزش کول ښايي د وزن کمېدو کې ډېر مهم تاثير ونه شي لرلای، بلکې د کالوريو کمول د وزن کمېدو لامل کېږي.

پخوا دا خلکو کې ډېره عامه وه چې ورزش کول او روزانه ګرځېدل د انسان د وزن د کمېدو اصلي راز دی. خو اوس څېړنې بله پايله ښکاره کوي. د امريکايي متخصصانو نوې څېړنې وايي چې د وزن کمېدو له پاره مهمه دا ده چې د بدن کالوري کمه شي.

دوی د دې لامل دا ښودلی چې څوک چې ډېر ورزش او منظم سپورت کوي، د هغوی بدن ډېرې ډوډۍ ته اړتيا لري او ډېره ډوډۍ خوړل په خپله د چاغېدو يو لامل کېدای شي. دوی ويلي چې ډېر سپورت د وزن مخه نه نيسي، بلکې ښايي ډېر يې کړي.

د دغې نوې څېړنې پايلې د کالوريو پر اهميت ټينګار کوي. امريکايي متخصصانو ويلي دي چې څوک د وزن کمېدل غواړي نو د کالوريو د کنترول له لارې يې ښه کمولای شي.

د يادونې وړ ده چې کالوري په خوړو کې هغو موادو ته وايي چې انرژي له ځان سره لري. نو هغه خواړه چې ډېره انرژي لري، ډېره کالوري هم لري او د چاغېدو لامل هم ګرځي.