پاکستان د افغان مهاجرينو په تړاو مهمه پرېکړه کړې

افغانستان

پاکستان د افغان مهاجرينو په تړاو مهمه پرېکړه کړې

15065

د پاکستان له اسلام آباد څخه خپرېدونکې قدرت ورځپاڼې ليکلي دي چې د پاکستان حکومت د افغان مهاجرينو په تړاو مهمه پرېکړه کړې ده.

يادې رسنۍ ليکلي دي چې د پاکستان حکومت «د آسيا زړه کنفرانس» څخه وروسته پرېکړه کړې چې په پاکستان کې د مېشتو افغان مهاجرينو د پاتې کېدو موده لا وغځوي.

قدرت ورځپاڼه په خپل راپور کې ليکي چې پاکستان پرېکړه کړې چې د افغان مهاجرينو موده د ۲۰۱۸م کال د ډيسمبر تر مياشتې وغځوي چې له دې سره به په پاکستان کې د افغان مهاجرينو د پاتې کېدو موده څه باندې دوه کاله نوره وغځېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۶م کال په لومړيو کې د خيبر پښتونخوا حکومت د پاکستان له فدرالي حکومت څخه غوښتي وو چې افغان مهاجرين بېرته خپل وطن ته واستوي. د پاکستان حکومت په لومړيو کې پنځه مياشتې موده وغځوله، چې وروسته په يوه کال بدله شوه. اوس دا دی حکومت اعلان کړی چې څه باندې دوو کلونو ته به يې غځوي.

دغه راز د افغانستان حکومت هم د مهاجرينو د بېرته ورګرځېدو اقدام ستايلی وو، خو ځينو مهاجرينو لا هم د تلو وخت مناسب نه باله. د پاکستان د حکومت نوې پرېکړه به شاوخوا درې مليونو افغان مهاجرينو ته اجازه ورکړي چې وطن ته د بېرته ګرځېدو پلان په سړه سينه پلی کړي.