په ډیموکراسۍ کې د عدلیې (قضایي) سیسټم بالکل فلج دی!!!

اسلام

په ډیموکراسۍ کې د عدلیې (قضایي) سیسټم بالکل فلج دی!!!

335

نديم سالار
تېره ورځ په خبرونو کې وویل شول چې یو چینایي له اعدام نه ۲۱ کلونه وروسته بې ګناه اعلان شو، داسي په زرګونو بلکې په لکونو پېښې په ډیموکراتیکو نظامونو کي تکرار شوي او لا هم په ډیر شدت سره روانې دي، په ډیمومراتیک نظام کې د عدلیې لپاره درې محکمې غوره شوې دي، سیشن کورټ، هائی کورټ او سپریم کورټ، د دغو دریو واړو محکمو د جوړولو اصل مقصد دا دی چي خپله د دې نظام او قانون جوړوونکي په دې اړه مطمئن نه دي چې یادي محکمې دې په لومړۍ فیصله کي حق حقدار ته ورسوي او مجرم په سزا کړي، نو ځکه د احتیاطي ویرې له مخې په دریو محکمو کي په جلا جلا قاضیانو فیصلې کوي، د آخرنۍ فیصلې په اړه يې معیار د انګریزي ژبې مشهور متل دی چې وايي:

King can do no WRONG.

پاچا غلطي نه شي کولای، نو ځکه د آخري محکمې یا ستري محکمې فیصله حتمي وي، د هغې فیصلې د غلطۍ په صورت کي بل چانس نه شته.

خو اسلام بیا د نیکو امیدونو او ارمانونو د پوره کولو یو سمندر دی، په شدید طوفان کي د نوح کښتۍ او د ظالمانو نه پټیدلو لپاره د ثور غار، د انتقام او محاکمې په وخت کي بیا د مرتدینو په خلاف د ابوبکر توره او د باثباته ټولنې د جوړولو په لړ کې د عمري انصاف او عدالت نه ډک خلافت. موږ د داسې اسلامي ځلاند تاریخ درلودونکي یو چې قاضیان، والیان او حاکمان مو محاکمه شوي، پر حق په سزا شوي، معزول شوي او حتي اعدام شوي هم دي، که د اسلام او ډیموکراتیک نظامونو شالید او تاریخ ته لاړ شو، په دې خبره به متفق شو چې د ډیمواکراسۍ په تاریخ کې د مظلوم لپاره د ظالم حاکم بریالۍ محاکمه نه ده شوې، نه هم کوم ستر مالدار او یا سیاسي شخص په سزا شوی، او مخکي هم څه تمه نه شته.

یو معتمد راپور ښيي چې؛
"More than 3crore Court cases pending across Country"
له درې سوه لکو نه هم زیاتي قضیې لا د فیصلو انتظار کوي، د حق د څرګندیدلو خو بیا بلکل پته هم نه شته، انسانان پدې تمه زاړه شي چي ممکن انصاف ورسره وشي.

د قضایي سیسټم د فیصلو د ځنډني کېدلو څو دلایل په لاندې ډول دي:

لومړۍ دلیل چي یادې محکمې دومره ځنډنۍ کوي بې ساري او لوړ اختلاص او فساد دی، دا ځکه فساد د دې نظام د ملا د تیر حیثیت لري، که فرضاً فساد ختم شي ډیموکراسي له پښو غورځي، په قضايي سیسټم کې فساد په دې معنا چې کله مدعي او کله بیا مدعی علیه د قاضي او یا مقابل لوري د وکیل د رانیولو هڅه کوي، چې زیاتره وخت یعني په ۷۵% قضیو کې رشوت باعث د دې شي، چې محکمې او یا یې فیصلې وځنډیږي.

دوهم دلیل دا دی چې عموما قاضي په خپلو محکمو کي د یو قاضي نه بلکې د یو میانجیګر او منځګړي مرکچي حیثیت غوره کوي، داسي کمزوری او بې واکه منځګړی چې تل د چالاکه او تیز وکیل په خبرو کي راګیر شي او د ده په حق کی فیصله ووايي.

دریم دلیل دا دی چې په یاد د عدليې په قانون کې قاضي د محاکمې نه مستثنی دی، یعنې که غلطه فیصله واوروي، دی نه محاکمه کیږي بلکې دا قضیه لوړې محکمې ته انتقالېږي، همدا لامل دی چې قاضیان د غلط حکم په صادورلو نه ویریږي.

خو قرآن د اسلامي نظام قاضیانو ته داسې لارښوونه کوي:
وَإِن طَآئِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا ۖ فَإِنۢ بَغَتْ إِحْدٰىهُمَا عَلَى الْأُخْرٰى فَقٰتِلُوا الَّتِى تَبْغِى حَتّٰى تَفِىٓءَ إِلٰىٓ أَمْرِ اللَّهِ ۚ فَإِن فَآءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوٓا ۖ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ. [سُوۡرَةُ الحجرات: 8]
ژباړه: او كه له مؤمنانو څخه دوې ډلې پخپلو منځو کښې په جنګ شي، نو د هغوی په منځ کښې صلح وکړئ. بيا كه له هغوی څخه يوه ډله پر بلې تېرى وکړي، نو له تېري كوونكې (ډلې) سره وجنګېږئ، تر دې پورې چې هغوى د الله د حكم خوا ته راوګرځي. بيا كله چې هغوى را وګرځي، نو په منځ کښې یې په عدل سره سوله وکړئ، او انصاف وکړئ چي الله انصاف كوونكي خوښوي.

يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا كُونُوا قَوّٰمِينَ لِلَّهِ شُهَدَآءَ بِالْقِسْطِ ۖ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَـَٔانُ قَوْمٍ عَلٰىٓ أَلَّا تَعْدِلُوا ۚ اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوٰى ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌۢ بِمَا تَعْمَلُونَ. [سُوۡرَةُ المَائدة : 8]
ژباړه: اې مؤمنانو! د الله لپاره پر رښتينولۍ ولاړ او د عدل شاهدان اوسئ. د کومې ډلې دښمني دې تاسې دومره را و نه پاروي چې له عدالت څخه واوړئ. عدالت وکړئ، دا له پرهېزګارۍ سره نژدې اړیکه لري. د الله له وېرې سره كار كوئ، هر څه چې تاسې كوئ، الله پرې پوره خبر دى.

إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤَدُّوا الْأَمٰنٰتِ إِلٰىٓ أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ ۚ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِۦٓ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعًۢا بَصِيرًا. [سُوۡرَةُ النِّسَاء : 58]
ژباړه: مسلمانانو! الله تاسې ته حكم كوي چې امانتونه د هغو اهل ته وسپارئ. او كله چې د خلكو په منځ کښې فيصله كوئ، نو په عدالت سره یې وکړئ، الله تاسې ته په دې سره ډېر لوى نصيحت كوي. او په باوري ډول الله اورېدونكی او ليدونكی دى.

څو کلونه مخکي هندوستان د دغو مشکلاتو د حلولو په نیت ګرځنده محکمې جوړې کړلې، خو چونکه دوی خپل اصل مشکل فساد له منځه نه شي وړلای نو ځکه د تل په څیر ناکام پاتي شول، دا ځکه د ډیموکراسۍ د قضاء بنیاد کوږ دی، تر څو د دغه کاږه بنیاد او اساس په اړه فکر ونه شي د یو قابل احترام او معتمد قضايي سیسټم جوړول ناممکن دي.

دا یو مسلم او ثابت شوی حقیقت دی چې څومره فاسد نظام د ډیموکراسۍ دی تر هغه په کراتو غوره نظام او سیسټم اسلام رامنځته کوي، تر یو وخته دا نظام پر ځمکه حاکم هم و، نه بې ګناه انصاف ته منتظر زندانیان وو او نه پر تهمتونو او دروغو خلک اعدامیدل، خو افسوس چې د خپلې کم احساسۍ له کبله د دې عظیم نعمت (نظام) نه بې برخې شولو ...

د اسلامي بیرغ د بیا رپېدا په هیله