«صدام حسين ژوندی دی او د داعش مشري کوي»

پام وړ

«صدام حسين ژوندی دی او د داعش مشري کوي»

34239

برتانوۍ ورځپاڼې ډيلي سټار د صدام حسين له اعدامه کلونه وروسته خبر ورکړی، چې نوموړی ژوندی دی او د داعش ډلې اصلي مشري همدی کوي.

ورځپاڼې دا څرګندونې د صدام حسين د يوه نږدې ملګري له خولې کړې دي. مصری خبريال انيس الديغيدي چې د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسين نږدې ملګری و ادعا کړې، چې نوموړی وژل شوی نه دی. الديغيدي زياته کړې ده، چې د هغه د اعدام له اوازې وروسته يې څلور ځل ورسره ليده کاته کړي دي.

د هغه په وينا صدام سره يې دغو ليدنو کې لومړۍ ليدنه په ۲۰۱۰ز کې ليبيا کې په «باب العزيزيه» پوځي اډه کې، دوهمه ليدنه په ۲۰۱۱ کې د ليبيا په تيپولي سيمه او دريمه ليدنه يې هم په همدغه کال ايران کې شوې ده.

د صدام دغه ملګری وايي، چې وروستی ځل يې هغه سږ کال سعودي کې ليدلی، چې د نړۍ د زبر ځواکونو له وېرې پټ ګرځي.

د عراق د وژل شوي مشر دا نږدې ملګری وایي، چې صدام يو ځل بيا د عراق د مشرۍ نيولو هڅې کوي.

الديغيدي په ۲۰۰۷ز کې د (صدام نه دی اعدام شوی او عدي او قصي نه دي وژل شوي) په نوم يو کتاب خپور کړ، چې په پراخه پيمانه وپلورل شو. هغه په دې کتاب کې ويلي، چې پر دې ۱۴۷ دليلونه لري، چې صدام حسين اعدام شوی نه دی. ده زياته کړې ده، چې امريکايي ځواکونو د صدام حسين په ګومان د عمرو موسی په نوم يو بل تن نيولی دی، چې شکل يې ده ته ورته دی، خو صدام حسين له سره نيول شوی نه دی. ليکوال د دواړو د انځورونو تر منځ ګڼو توپيرونو ته اشاره کړې ده.

امريکايي ځواکونو د ۲۰۰۳ز د ډسمبر په ديارلسمه نېټه ادعا وکړه چې د عراق ولسمشر صدام حسين يې د تکريت ښار په يوه کنده کې موندلی او نيولی دی. د ۲۰۰۶ز د ډسمبر په دېرشمه نېټه بيا عراقي ځواکونو اعلان کړه، چې نوموړی يې اعدام کړ. د هغه د اعدام ځينې صحنې د تلويزيون پر ښيښه وښودل شوې، خو خپله د همدې صحنو نيمګړې ښودنه د هغه د نه اعدام شکونو ته پخلی ورکوي. څه موده مخکې يوه بل عراقي ليکوال او پخواني چارواکي هغه وېډيو جعلي وبلله، چې امریکايي ځواکونه په کې د عراق ولسمشر صدام حسين يوه کنده کې د نيول کېدو په حال کې ښيي.