د سوريې ولس څه ته اړتیا لري؟

راپورونه

د سوريې ولس څه ته اړتیا لري؟

258


د ملګرو ملتونو سازمان په یوه تازه راپور کې څرګنده کړې ده، چې د روانې جګړې له امله نږدې ۲.۸ ملیونه سوریایان په دایمي معلولیت اخته شوي او نږدې ۲.۹ ملیونه کوچنيان چې عمرونه يې له ۵ کلونو کم دي، د جګړې په اور کې شپې سبا کوي.
دغه راپور د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر د سوريې د ولس د اړتیاو په اړه خپور کړی دی. راپور کې دي، چې «سوریه کې هره میاشت نږدې ۳۰ زره کسان د جګړې له امله له رواني ټکان سره مخ کېږي او څه کم ۲.۸ ملیونه کسان دایمي معلوله کېږي».
راپور مخکې وايي، چې « ۷ ملیونه ماشومان د سختې بې وزلۍ حالت کې دي. ۷۵ زره یې له تعلیمه بې برخې شوي او ښايي نور ۴۰۰ زره په زوره ترې بې برخې شي. له درېو یوه برخه تعلیمي ادارو د زده‌کوونکو پر مخ خپلې دروازې تړلې دي».
یاد راپور ښکاره کوي چې، « ۱۳.۵ ملیونه کسان، چې ۵.۸ ملیونه يې ماشومان دي، بېړنيو مرستو ته اړ دي. یو مليون خلک محاصره دي، ۳.۹ ملیونه بیا په داسې سيمو کې ژوند کوي چې لاس رسی ورته ګران دی او ۶.۳ ملیونه خلک د خپلو کورونو پرېښودلو او نورو سيمو ته تېښتې ته اړ شوي دي».
په یاد هېواد کې د جګړې له پیله تر دې دمه د سوريې له نیم څخه زیات ولس د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوی. ۸۵ سلنه يې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ۴.۳ ملیونه يې سر پناه ته کلکه اړتیا لري».
څه موده مخکې د حلب ښار د مدني دفاع مدير عمار السلمو وویل، چې «د انقلابیانو تر ولکې لاندې سيمو کې ملکیان او زخمیان له یوې سيمې بلې ته د بشار الاسد رژیم له بمبارۍ څخه تښتي. څوک چې په یو ځای کې له بمباره بچ شو په بله ورځ په بل ځای کې ترې نه شي بچ کېدای».
نوموړی زیاتوي چې «په دې ورستیو کې حلب ښار کې پر ملکیانو زرګونه توغندي او راکټونه را وورول شو، چې له امله يې زرګونه خلک او زېربناوې متاثره شوي. ۴ روغتونونه چې په ښار کې له دې پرته نور نه شته، او د مدني دفاع دوه مرکزونه هم په نښه شوي وو».
سلمو یادونه وکړه چې د مدني دفاع ټول تجهیزات ګډوډ او له کاره وتلي دي، او نورو تجهېزاتو ته اړتیا ليدل کېږي څو د ټپیانو ژغورلو کې ورڅخه ګټه پورته کړای شي.