ترکيې د اسلامي نړۍ د وېش د مخنيوي له پاره پر مسلمانانو د يو کېدو غږ کړی

راپورونه

ترکيې د اسلامي نړۍ د وېش د مخنيوي له پاره پر مسلمانانو د يو کېدو غږ کړی

1589

د ترکيې مرستيال لومړی وزیر، نعمان کورتلموش په منځني ختيځ کې د دوهمې «سایکس پيکو» د تکرارېدو په اړه د ژورې اندېښنې تر څنګ په اسلامي هېوادونو غږ کړی چې یو موټی شي او د دغه کرغېړنې پروژې مخه و نيسي. هغه ويلي چې دغه پروژه د « فرقه واريت او توکمپالنې» په بنسټ پلي کېږي.

کورتلموش له «شرق الاوسط» ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې څرګنده کړې، چې «د اسلامي نړۍ په صفت موږ باید د منځني ختيځ په اړه عام پوهای را منځ ته کړو. سل کاله وړاندې امپراليستي قوتونو پر موږ د «سایکس پيکو» تړون را وتاپه، چې له امله يې سېمه په ګڼو حدودو و وېشل شوه. اوس یو ځل بیا د نوې سایکس بیکو پروژې سره مخامخ شوې یو».

نوموړي زیاته کړه چې «ترکیې له سعودي عربستان سره په ګډه د اسلامي نړۍ د یووالي له پاره هڅې پيل کړي، څو اسلامي نړۍ نوره ټوټه نه شي. ترکیه نه غواړي چې عراق، سوریه، ليبیا او نور اسلامي هېوادونه ټوټه شي. د دې هڅو شنډلو له پاره اړینه ده چې د توکمپالنې سیاستونه له منځه یوړل شي. سعودي عربستان په دې ډګر کې ډېر څه کولای شي».

هغه ويلي چې اسلامي نړۍ په ډېر سخت موقف کې قرار لري؛ یا به پرې دوهمه سایکس پیکو پلي کېږي او یا به سره یو کېږي او په ګډه به يې مخه نيسي.

د یادونې وړ ده چې په ۱۹۱۶م کال کې د فرانسې استازی «مارک سایکس» او د انګلستان استازی «جورج پيکو» د روسيې په تاييد د منځني ختيځ ټوټه کېدو سره سلا شول. چې وروسته بیا د «سایکس پيکو» په تړون مشهور شو.

د دې تړون له مخي فرانسې او انګلستان عربي ختيځ، له عربي جزیرې پرته، پنځه ټوټې کړ؛ درې برخې يې په ساحلي سېمو؛ شنه(د لبنان ساحل چې فرانسې واخېست)، سره (د عراق ساحل له بغداده تر بصرې د انګلستان په برخه شو) او غنم رنګه(فلسطین). دوه نورې برخې يې په داخلي سیمې ونومولې چې د «ا» (د سوريې داخلي برخه) او «ب» (د عراق داخلي برخه) توري يې ورته د مخففاتو په ډول وکارول.

دغه تړون پټ ساتل شوې و، خو د روسيې انقلاب څخه وروسته په ۱۹۱۷ کې کمونېستانو خپور کړ.