امريکايي فيلسوف: اروپايي اتحاديه ښايي له منځه لاړه شي

ګنګوسې

امريکايي فيلسوف: اروپايي اتحاديه ښايي له منځه لاړه شي

426

 امريکايي ژبپوه او فيلسوف، نوام چامسکي وايي ښايي اروپايي اتحاديه له منځه لاړه شي. هغه ويلي چې د نويو لبرالانو ناکامي او د ښي اړخو بريا ښايي يو تراژيديک پرمختګ له ځان سره ولري چې په نتيجه کې يې اروپايي اتحاديه له منځه لاړه شي.

چامسکي دغه څرګندونې له آر ټي ټلويزيوني شبکې سره د چهارشنبې په ورځ په خبرو کې کړې دي. هغه ويلي دي چې په فرانسه کې په راتلونکو ټاکنو کې د ښي اړخي کانديد، مارين لي پن بريا شوني ښکاري. هغه زياته کړې چې که مارين بریالی شو، هغه به د «فرېکسېټ» کمپاين پيل کړي او له اروپايي اتحاديې به د فرانسې د وېستلو هڅې پيل کړي.

نوام چامسکي ويلي دي چې جرمني به د اروپايي اتحاديې د له منځه وړلو کار پيل نه کړي، ځکه دوی له دغې اتحاديې ګټه وړي، خو هغه وايي چې که اتحاديه له منځه لاړه، دا به تراژيديک پرمختګ وي.

اروپايي اتحاديه له دويمې نړيوالې جګړې وروسته رامنځ ته شوه، تر څو په اروپا کې د پرمختګ له پاره کار وکړي او اجازه ورنه کړي چې خلک يو وار بيا جګړو ته مخه کړي. چامسکي د دغې اتحاديې رامنځ ته کېدل ستر پرمختګ بولي، خو وايي چې اوس بې تاثيره شوې او کار نه شي کولای. له همدې کبله خلک هم مايوس شوي دي.