کولګېټ د غاښو کريم د مړينې لامل کېدای شي

روغتیا

کولګېټ د غاښو کريم د مړينې لامل کېدای شي

8965

د غاښونو کريم عموما خلک د دې له پاره کاروي چې يو خو خوله پاکه ساتي، بله دا چې غاښونه له ځينو ناروغيو څخه وساتي. اوس په نيويارک کې ځينې څېړنې ښکاره کوي چې کولګېټ د غاښو کريم د غاښونو ساتلو پر ځای کولای شي د کاروونکو د مړينې لامل وګرځي.

برطانوي ډېلي مېل رسنۍ ليکي چې د امريکا په نيويارک کې ترسره شوې نوې څېړنه ښکاره کوي چې په کولګېټ کې داسې کيمياوي مواد ليدل شوي چې د سرطان ناروغۍ د پيدا کېدو لامل کېدای شي.

په کولګېټ کريم کې يو ډول ماده ده چې ټرېکلوزن يې بولي. دغه ماده د باکتيرياوو مخه نيسي يا يې کمزورې کوي او پر بدن خطرناک تاثيرات لرلای شي. دغه راز، ممکن د غاښو د کريم کاروونکی په سرطان ناروغۍ واړوي.

د امريکا د خوړو او دواوو اداره چې پر مختلفو موادو څېړنې کوي، د کولګېټ کمپنۍ وايي چې دغې ادارې د ټرېکلوزن موادو د کارونې اجازه ورکړې ده. خو يادې ادارې ويلي دي چې دوی په ۱۹۹۷م کال کې په دغې مادې کې د سرطان د شتون په ګواښ اندېښنه څرګنده کړې وه.

اوس نويو څېړنو هم ښکاره کړې چې په ټرېکلوزن ماده کې د سرطان مرض د اخته کېدو امکانات شته.