اسراييل کې د اور له کبله ۱۶۰۰ ښځې طلاق شوې

سيمه او نړۍ

اسراييل کې د اور له کبله ۱۶۰۰ ښځې طلاق شوې

15025

اسراييلو کې د نومبر مياشتې په ۲۲مه نېټه ستر اورونه ولګېدل چې د ډېرې تباهۍ لامل وګرځېد. د دغه اور له امله په اسراييل کې شاوخوا اتيا زره خلک له خپلو کورونو وتلو ته مجبور شوي دي. رسنۍ دغه راز وايي چې د اور له کبله يونيم سل کسان زخميان شوي دي او همدارنګه په سلګونو کورونه يې وران کړې دي.

حيرانوونکې بيا دا ده چې د اور پر مادي تاوانونو سربېره معنوي نقصان هم خلکو ته رسولی دی. د دغه اور له کبله شپاړس سوه ښځې او نران د طلاق له امله سره بېل شوي دي.

اسراييلي نيوز ۲ چينل خبر ورکوي چې د طلاق لامل په اسراييلو کې د تېرو پنځو ورځو راهيسې لګېدلی اور دی. د دغه اور له کبله د شپاړس سوو کسانو نکاح ليکونه سوځېدلي دي. د دغو سندونو له سوځېدو وروسته د يهودو مذهبي مشر اعلان وکړ چې د دغو خلکو ترمنځ طلاق رامنځ ته شوی دی. هغه ويلي چې دغه خلک نور يو ځای نه شي اوسېدلای.