اروپا کې د مسلمانانو پر ضد نږدې اووه زره جرمونه ثبت شوي

راپورونه

اروپا کې د مسلمانانو پر ضد نږدې اووه زره جرمونه ثبت شوي

250

په ۲۰۱۵م کال کې د کرکې، تبعیض او نه زغم له امله د تاو تريخوالي جرمونه د اندېښنې وړ کچې پورې رسيدلې. د يوې اروپايي څېړنې له مخې یواځې په اروپا کې تر ۶۸۱۱ یاد جرمونه ثبت شوي دي.
د «ډیموکراتيکو ټولنو او د بشري حقوقو دفتر» چې د «اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان» تر چتر لاندې کار کوي، په دې اړه د «په ۲۰۱۵ کال کې د کرکې او تبعیض جرمونو په اړه راپور» تر سرلیک لاندې څړنيز راپور خپور کړی او د دغو جرمونو، په ځانګړي ډول په محجبو ښځو، مسجدونو او نورو عبادت ځایونو باندې د زیاتوالي په اړه يې ژوره اندېښنه څرګنده کړې.
د معلوماتو را غونډولو کې د پوليسو په ريکارډ او د مدني ټولنو په څرګندونو تکیه شوې ده.
یاد راپور کې د «د مسلمانانو پر وړاندې د نه زغم»، «پر خلکو بريدونه»، «ګواښونه» او «شتمنیو ته زیان رسول» تر سرليکونو لاندې دغه جرمونه طبقه بندي شوي دي.
راپور وايي چې د مسلمانانو په اړه قوانین سلګونه کلونه شاليد لري، خو له تروريزم سره د مبارزې، نړیوال اقتصادي بحران، مذهبي او کلتوري تنوع لاملونو په دې ورستیو کې د مسلمانانو پر ضد کرکه او تاوتريخوالی زیات کړ.
د اسلام ضد څرګندونې اسلام له ترورېزم او افراطیت سره تړي، د مسلمانانو ټولنه د ملي هويت له پاره ګواښ ګڼي او اسلامي کلتور د بشري حقوقو او دېموکراسۍ سره په ټکر کې ګڼي.
د راپور له مخې لاندې اروپايي هېوادونو کې د مسلمانانو ضد د کرکې او نه زغم له امله د تاوتريخوالي جرمونه زیات ترسره شوي دي:
انګلستان:
د اروپايي هېوادونو په منځ کې د تبعیض او کرکې جرمونه تر ټولو په انګلستان؛ په ځانګړې توګه په انګلېنډ او ویلز ښارونو کې زیات ثبت شوي دي. چې یواځې د ۲۰۱۵م په ترڅ کې په کې ۲۵۸۱ پېښې رامنځته شوي.
څرګندې بېلګې يې د اورګاډي مخې ته د محجبې ښځې ټېل وهل، په ښکاري ټوپک د دوی په نښه کول، مسجدونو ته اور اچول، په مسجد باندې وسله وال بريد کول، «اسلامي کلتوري مرکز» کې چاودونې کول او د مسلمانانو هديرو او نورو مقدساتو ته سپکاوی کول دي.
المان:
المان کې د مسلمانانو ضد د تاو تريخوالي جرمونه د کرکې او نه زغم جرمونو کټه‌ګورۍ کې د شاملولو پر ځای د «سختو دښمنیو»، « دينونو وړاندې د تبعیض» او د «معذورو او معلولينو وړاندې تبعیض» کټه‌ګوریو کې شامل کړای شوي دي.
په داسې حال کې چې د ۲۰۱۴م کال په ترڅ کې د نژاد پرستۍ او له بهرنیانو سره د کرکې ۲۰۳۹پېښې ثبت شوې وې، په ۲۰۱۵م کې تر ۲۴۴۷ ورسېدې
راپور د مدني ټولنو په قول ليکي، چې تېر کال په المان کې د تبعیض او کرکې تر ټولو ناوړه پېښې د خلکو وهنه، مسجد ته اور اچول او د سخت دريزو له خوا د مسلمان په ګمان په سک مذهبه باندې برید کول دي.
فرانس او هالېنډ:
فرانس کې د ۲۰۱۴ کال په پرتله تېرکال د مسلمانانو ضد د تبعیض او نه زغم جرمونو کې درې برابره زیاتوالی راغلی دی. په ۲۰۱۴م کې تر ۱۵۳ جرمونه ثبت شوي وو، خو په ۲۰۱۵ کې بیا تر ۴۶۰ ورسېدل.
راپور وايي په فرانسه کې دغو جرمونو د «وهلو»، «اور اچونې»، «شتمنیو ته زیان رسول» او د «ورانۍ او ګواښونو» بڼه خپله کړې وه. 
په هالنډ کې بیا تر فرانسې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د راپور له مخې تېر کال پوليسو د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې او تبعیض ۴۳۹ جرمونه ثبت کړي، چې دوه کاله مخکې یواځې تر ۲۴ شوي وو.
سويډن:
سويډن هېواد هم له ورته جرمونو پاک نه دی. تېر کال د مسلمانانو ضد ۳۶۹ جرمونه ترسره شوي، چې ۲۴۷ يې د ګواښونو په بڼه، ۷۶ يې د خرابۍ او شتمنیو ته د زیان رسولو او ۴۶ یې په خلکو د تېريو بڼه خپله کړې وه. په ۲۰۱۴م کې دغه جرمونه تر ۲۸۱ پورې ثبت شوي وو، چې ۱۹۷ یې د ګواښونو په بڼه، ۶۰ د وهلو او ۲۴ يې د ورانکارۍ په بڼه وو.
مدني ټولنې و ايي چې تېر کال یوه سوېډني د کرکې او نه زغم له امله له دوو مسلمانو محصلینو په توره سر غوڅ کړ، هغه مسجد ته چې کډوالو په کې اړولي و اور ورته کړل شو او د مسجد دېوالونو پورې د خنزیر اندامونه را ځړوند کړای شول.
اتريش، ډنمارک، بلجیم او ايټالیا:
اتريش کې تېر کال د مسلمانانو په ضد د کرکې او تبعیض جرمونه له ۴۱ تر ۸۵ پورې ورسېدل.
زارا ته «ZARA» مدني ټولنو سازمان چې د نژاد پرستۍ او تبعیض قضیې څېړي د یادو جرمونو په تړاو وویل، چې څه موده مخکې د سپیو په واسطه په دوه محجبو ښځو باندې برید وشو. د تېر کال په ترڅ کې د « پاکستان کلتوري مرکز»، وړکتونونه، مسجدونه او محجبې ښځې هم تر برید لاندې راغلي.
ډنمارک بیا د ورته ۴۱ پېښو شاهد و.
د «کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ» وویل، چې ډنمارک کې یوه محجبه ښځه د «ترهګرۍ په تور» ووهل شوه، اسلامي مراکزو ته اور اچول شوی او آن د مسلمانانو هديرې هم په کرار نه دي پرېښودل شوي.
بلجيم د ورته جرمونو رسمي شمېره نه ده خپره کړې، خو د مدني ټولنو د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۵م کې د مسلمانانو ضد ۲۰ د تاوتريخوالې پېښې رامنځته شوي، چې دا بیا په ۲۰۱۴ کې تر ۱۰ ثبت شوې وې.
د «بلجیم اسلاموفوبیا ضد ډلې» ویلي، چې دغه جرمونه د چاکوانو، وسلې، په موټر د لارويو وهل او داسې نورو الو په واسطه ترسره شوي دي.