افغانستان د قومي تعصباتو قرباني/ استاد مزمل

د پرون کيسه

افغانستان د قومي تعصباتو قرباني/ استاد مزمل

850

 استاد محمد زمان مزمل

يوه پر ځاى خبره دا ده چې افغانستان د امير امان الله خان تر دورې پورې له تعصباتو پاک هيواد و.

دا په دې معنا نه چې هلته په قومي لحاظ دومره پاک او متعادل نظام و، بلکې په دې معنا چې دا تعصبات د نظام له خوا نه حمايه کيدل او تر ډيره نظام د پاروونکي تعامل نه ځان خوندي ساته.

د امان الله خان د دورې وروسته قومي تعصبات رامنځ ته شول او د جهاد د پاى په مرحله کې خپل اوج ته ورسيدل.

دا چې څنګه ،ولې او له کوم ځايه پيل شول؟ دې سوالونو ته د پوره ځواب پيدا کولو په خاطر بايد د تعصباتو عوامل په داخلي او بهرنيو عواملو وويشو.

همداسې د تعصباتو پارونکى تاريخ بايد په دوو پړاوونو وويشو تر څو وکولاى شو د دې خطرناکې پديدې بيخ او ريښې پيدا کړو.

 

لومړى پړاو:

 د پيل پړاو او د داخلي عواملو پړاو:

۱-   د امير حبيب الله خان د حکومت نيمګړي سياستونه

په افغانستان کې که څه هم د شاه شجاع اود هغه  د مخالف ورور اختلافاتو يې يوه نسبي قومي منشا درلودله، ولې هومره ژور اثر  يې نه و .  د سدوزيو او محمدزيو قبائلو، غلجي او دراني قبائلو په منځ کې اختلافات و ،ولې بيا هم دومره ژور نه و چې ملي وحدت ته جدي خطر جوړ کړي.

ولې هغه مهال چې امير امان الله خان د څه اصلاحاتو په اعلان او بيا اروپا ته د خپل سفر نه د راستنيدو په مهال دخپل سفر نه په يو ژور تاثر کې څه داسې اظهارات وکړل چې د هغه مهال له روحيې او جذبو سره يې اړخ نه لګاوه او بيا په ملت کې د ځينو د شديد غبرګون په رابطه حساس شو او تر پخوا يې زيات څه داسې پارونکي اظهارات وکړل چې ملت او خپل مخالفين يې د خپلې عقيدې او مفکورې په اړه په  يقين او يا هم  په يوې ژورې اشتباه کې وغورځول، هغه مهال ټول ملت د هغه پر ضد وپاريد،بلکې د دولت اراکين يې پرې شکمن شول او پاى خبره پر هغو ټکرونو او بې زاريو ودريدله چې په يو ناڅاپي حمله کې امير حبيب الله خادم دين رسول الله د شمالي د لنډ ګاونډ نه پر کابل حمله وکړه او دغه د استقلال اخيستونکى امير يې له کابل او بيا افغانستان نه بهر وتلو ته اړ کړ.

دا هغه مهال و چې هم پرنګيانو د دغسې فرصت لپاره لارې لټولې او هم شوروي د امان الله خان د شمال د ګاونډيانو سره په پټو روابطو شکمن و ، له همدې ځايه هغه په يو طرف کې هم بهرني حمايه نه درلودله، او دهيواد واکمني امير حبيب الله کلکاني ته په يوه ژغورنده اسلامي هڅه کې پاتې شوه.

د امير حبيب الله خان له شخصي ژوند او بيا د هغه د ساده او افغاني اظهاراتو معلوميږي چې هغه په هر لحاظ د هيڅ بهرني حمايه تر شا نه درلوده او يو طبيعي کليوال مخالف و چې د يو ژوندي هيواد قيادت ورته په ميراث پاتې شو.

که څه هم د هغه حرکت او فعاليت قومي رنګ نه درلود او له هغه سره ډير پښتانه قومونه يا په قومونو کې مهم اړخونه ملګري و او تر نن پورې په شرقي ولاياتو کې د سقاويانو په عنوان ياديږي،ولې په پاى کې هغه د خپلو دووکمزوريو له مخې هغه مهال او بيا وروسته دتاجک د قومي تعصباتو د حاميانو لخوا ظالمانه په شعاري مبارز بدل شو.

اول دا چې هغه خوارکي د حکومت تجربه نه درلوده او په هيواد کې د امير امان الله له مخالفينو سره په خال خال جګړو واوښت او د هغه ملګرو په دې لنډ تاريخ کې زياتو پښتنو ته لاټيان ويلې او دا په دې خاطر چې امان الله خان په ملت کې په دې نوم نومول شوى و.

په حکومت او سياست کې د خپلې بې تجربه ګۍ له مخې په ولاياتو او کابل کې په بلا غلطو اجراءاتو سر شو چې اصلا هغه د غبار په روايت د حکومت پر ځاى  يو ډول کاريکاتوري مضحکو اجراءاتو ته ورته و، او دې اجراءاتو هغه په تدريج په ملت کې د يوه باوري حکومت له سطحې او سويې نه ډير ټيټ مطرح کړ.

دويم امير حبيب الله خان په خپل حکومت کې د اسې خواخوږى او جامع ټيم نه درلود چې د هغه رابطه له ملت ، پرګنو او قومونو سره مخامخ او په يو دروند سياسي تعامل کې خوندي کړي، بلکې د هغه ټيم په تدريج د هغه واکمني د يوې داسې قومي فتحې په ډول د يو نژادي انحصار او تسلط خوا ته، محدوده او يو طرفه ويوړه چې هغه د امير امان الله خان جامع تشکيل يې هم خوندي نه شو کړاى. ځکه که څه هم پښتانه قومونه د قدرت د هرم په سر کې له ډيره وخته واقع و، ولې د اپه هيڅ صورت کې د نورو د حذف يا د نورو د توهين په معنا نه وه، او له همدې ځايه په تير تاريخ کې هم په افغانستان کې د هر قوم لپاره د يو ډول مشارکت چانس و او يا کم له کمه د نورو له توهين نه جدي خودداري کيدله.

په داسې حال کې چې ځينې د امير حبيب الله خان په حاکم ټيم کې دې حساس تعامل ته کم متوجه و او يا اصلا متوجه نه و، خو دې محدود او تنګ تعامل د اول ځل لپاره پښتانه اکثريت وپارول او يايې د امير حبيب الله خان د پښو لاندې ځمکه روانه کړه.

که څه هم خپله امير حبيب الله خان د خپل حکومت او د خپل ټيم په دې دواړو کمبودونو باندې پوه شو او غوښتل يې چې نادرخان يو مشترک حل ته دعوت کړي ،ولې هغه مهال د افغانستان نه بهر شوې پريکړې دغسې ملي تفاهم ته چانس ورنکړ.

 

۲-  تفاهم ته د دعوت شوي امير حبيب الله خان او دهغه د ملګرو وژل:

وايي چې د يوه هيواد دښې راتلونکي اوباثباته حکومت په هدف امير حبيب الله خان په هغه امضاء شوي قرآن باور وکړ چې د افغانستان حضرتان په کې وسيط و، ولې نادرخان د خپل تعهد خلاف امير حبيب الله خان او دهغه ملګري په دير بدرنګ ووژل او هغوى يې په يو ډير بد عنوان راوځړول ،چې دې کار په افغانستان کې د قومي تعصب د پارونکي نهضت لپاره يوه ژوندې بيلګه په لاس ورکړه .

که څه هم وروسته د نادرخان زوى محمدظاهر خان د دې حادثې د تلافۍ په خاطر د خپل پلار شل برابره تنازل وکړ او په هيواد کې روابط او ډير سياستونه د مطرح تاجکو مشاورينو په رايه څرخيدل،ولې د امير حبيب الله خان وژلو په پرګنو کې ډير ژور تاثر پرې ايښى و.

 

۳- له ا فغانستان څخه د ابراهيم بيګ د ملګرو ويستل او وژل:

دا هم له بده مرغه د نادرخان په دوران کې ترسره شول او په داسې طريقه ترسره شول چې د افغانانو د سياسي دود او دستور سره اړخ نه لګوي، چې دې ترخې حادثې  ډير پاردريايي  مهاجر ورونه متاثر کړل او يا له دې حادثې نه د شوروي غلامو کړيو پرچميانو او ستميانو بده ګټه پورته کړه او  په صفونو کې ځينې د بلا حوادثو د پارولو لپاره وکارول شول.

که څه هم سياسي او اقتصادي مسائل په هر متعدد محوره هيواد کې د بلا حوادثو او سياليو عامل ګرځي ولې په افغانستان کې دا اخ وډب تر دې د مخه ډير طبيعي او له سياليو يا توندو سياليو نه ګوښى روان و .

ډير محدود کسان و چې له امتيازاتو څخه يې ګټه پورته کوله، ولې نه په قومي لحاظ او نه په دې ځورونکي شکل  چې د امريکا د حضور په چتر کې ځينو د ځان په گټه روان کړى دى.

 

۴- په قومي بنياد جوړې شوې ډلې ټپلې:

په افغانستان کې په قومي بنياد د جوړو شويو ډلوټپلو بازار د هماغه پيله سوړ او د مراجعينو نه لغړ بازار و.

په افغانستان کې د تعصبونو نه د پاک تاريخ او ماحول په بناء هغه ډلې زياتې مطرح او د پرګنو د تائيد له مخې غټې وې چې په يو معنوي جامع شعار يې سياست او فعاليت ولاړ و،  لکه کمونستي ډلې او اسلامي ډلې.

که څه هم ستمي ډلو په خپل نږدې ګاونډ کې د شوروي قوي حمايه درلوده ،ولې بيا هم  هماغسې په کمزوري حد کې يې ملاتړ درلود.

ولې دغو ډلو د خپل کمزوري ملاتړ  باوجود قومي تعصبات ژوندي ساتل ولې د قومي مسائلو په اړه د شعاري ډلو خام سياست او دريځ  پاى د هغوى د محدود شعار لپاره نورې زمينې پرانستلې.

 دشوروي اتحاد د تجاوز پر مهال که څه هم قومي ډلې هم د خلق او پرچم په دښمنۍ کې کيوتې او هغوى د نظام بې شرمه اجراءات ونشواى زغملاى ولې بيا هم  قومي ډلو، نه په کابل کې مناسب ماحول پيدا کړ او نه هم په کليوالو سيمو کې چې د هر چا د يو طرفه نفوذ نه پوره آزادې وې.

قومي ډلې چې په هغو کې د نظام افراطي مدافع او افراطي مخالفين ځاى پر ځاى شوي و هغوى په ولس او پرګنو کې د کم رنګه حضور له مخې هم د نظام په دفاع کې او هم د نظام په رانسکورولو کې د مرکزي کردار نه ډيرې ليرې پاتې شوې ولې بيا هم په عکس العملي حوادثو کې هغوى خپل کردار په بالواسطه او د نورو ډلو په منځ منځ کې په خطرناک ډول اداء کړ او پاى او د بهرنيو په حمايه يې  ملت د يوې عملي تجزيې پر پولو ودراوه.

په غرب کې د هغوى لوڅو فعاليتونو او په بن کې د هغوى سازشي مشارکت د هيواد راتلونکى له جدي خطر سره مخامخ کړ.

ولې تاج محمد وردګ بيا په شمال کې  د خپلې تجربې له مخې ستميان په دوه ډلو، طبيعي ستميان او د شوروي غلام ستميانو باندې ويشي او هغه عقيده لري چې طبيعي ستميان د حاکم حکمران ټيم د غلطو اجراءاتو په وړاندې يو طبيعي عکس العمل او غبرګون دى، هغوى هيڅ وخت هغسې غوښتنې نه لري چې د هغوى بله جناح يې لري.

او د بدخشان د سفر په لړ کې ما وليدل چې د طبيعي ستميانو زړه د افغانستان د سلامتۍ په هکله خورا لوى ظرفيت درلود.

 

۵- په اسلامي او کمونستي تحريکونو کې راغلې تجزيې او انشعابونه:

که څه هم خلق او پرچم له بنياده نيم د نظام د غلطو اجراءاتو په وړاندې عکس العمل پارولي و او نيم نور د بهرنيو د مداخلو لپاره استخدام شوي کمزوري وګړي و،  او د بهرنيو مداخلو پورې د تړلى نهضت يوه برخه وه، ولې د تره کي او ببرک پر سر په پرچم او خلق باندې د دې نهضت انشعاب خپله په دې هيواد کې  قومي رامنځ ته شوي تضاد پر خطرناکو پولو ودراوه .

کيداى شي د دې انشعاب شاته يا دشوروي په نوکرۍ باندې د سيالۍ جذبه د افغاني کمونستانو لخوا يا هم د بربنډو مداخلو لپاره د يو ښه غلام پيداکولو هڅه د شوروي لخوا ، خپل رول لوبولى وي،ولې بيا هم په دې اختلاف  کې قومي هڅو خپل رول درلود او د کودتا وروسته دې اختلاف ټول نظام ، اردو او ادارې ټولې متاثرې کړې.

دې بدغونې تجربې او د دين په غياب کې دې  بدبويه او ګنده اسلوب ، دغه تضادونه له يوې خوا  توند او تيره کړل او له بلې خوا په وروستيو پړاوونو کې د اسلامي نهضت صفونو ته يې سرايت وکړ..

اسلامي نهضت د ١٣٥٤ کال د عملياتو وروسته خپله په يو ورته انشعاب ودريد او دې اختلاف جمعيت او حزب وربړاوه او په تدريج د جمعيت  په خوا کې په قومي محورونو باندې دعوت پيل شو.

که څه هم په مقابل جناح حزب اسلامي کې د ځينو متشددو عناصرو عمل کيداى شي د دې فاصلو لپاره په پيښور کې لوى او موثر عامل شوى وي،ولې په تدريج د پرچم د جناح افراطي قومي جذبې دجمعيت په جناح کې د افغانستان په داخل کې دواړه جناحګانې جمعيت او پرچم په خپلو  کې سره نږدې اوبيا د شوروي سره په يو تفاهم په اوله او دويمه معاهده کې پر هغه حکومت ونازول چې ترپايه هغوى ځان ته دبلا مجاهدينو او تر دې مخکې مجاهدينو يوه قومي فتحه حساب کړه او پاتې پړاو يې د بوګنونکو حوادثو نه ډک.

د جمعيت په دې اشتباه کې د پرچم د جناح کامياب رول د لغزشونو د سر ځاى و، ځکه پرچم په خپلو درباري سوابقو او د شوروي سره د نږدې دوستيو له مخې د دغسې ابتکار لويه توانمندي پيدا کړې وه.

بل پلو ته د حزب اسلامي په جناح کې هم په دې اړه څه محدودې اشتباوې وشوې چې وروستۍ يې د تڼي سره د کودتاه يو طرفه انسجام او د کابل د سقوط په مهال د ځينو محدودو خلقيانو سره د يو شريک تلافي کيدونکي اقدام هڅې وې ولې هغه ډيرې محدودې او دومره لنډې وې چې نه يې کوم اثر درلود او نه دوام.

دغو اشتباهاتو کيداى شي د جمعيت په جناح کې ډير په خپلو خامو سياستونو نور هم باوري کړي وي، ولې په حزب کې سياسي عمل هيڅ وقت په قومي او ژبنيو بنيادونو روان نه و، بلکې حزب اسلامي يواځينۍ ډله وه چې په هغه کې غير پښتانه عناصر د نورو په نسبت د باور او مرکزي رول له مخې دومره موثر او مخکې و چې بدګمانه او توند وګړي په کې فکر کوي چې دا حزب هم د مسعود پلويان په خپل ګروت کې لري، او زياتې ناکامۍ يې له همدې ځايه ګڼي.

که څه هم داسې خبره زما لپاره کيداى شي د تعصب او پره ايز قضاوت تهمت شي ولې واقعيتونه بايد د تهمتونو له ويرې او زړه تنګيو  د خاطر نه پورته او پوره وويل شي.

 

دويم د عروج پړاو:

په دې پړاو کې که څه هم د افغانستان داخلي پيښو او ډلو خپل رول درلود ولې په مجموع کې د عروج پړاو د بهرنيو پټو او ښکاره مداخلو محصول دى چې په دې خاطر بايد د مداخله ګرو هيوادونو په اړه د هغوى دونډې مطابق معلومات او تحليلونه وړاندې کړي.

هغه هيوادونه چې په افغانستان کې د قومي تعصباتو په پارولو کې يې برخه اخيتسې ده، دوه ډوله هيوادونه دي:

۱- د تعصبونو تاوده پارونکي هيوادونه.

۲- د تعصب ساړه حاميان.

۳- د تعصب تاوده حامي دولتونه:

هغه هيوادونه چې په افغانستان کې خپلې مداخلې د سياسي او قومي ډلو تر شا خوندي کړي ، هغه په لاندې ډول دي:

شوروي اتحاد، ايران،پاکستان، او هند يا هم هند او پاکستان.

اول: شوروي اتحاد:

شوروي اتحاد افغانستان دا  د امريکا له توجه نه لويدلى هيواد د خپلو پټو او ښکاره مداخلو محراق وګرځاوه، غوښتل يې چې په سيمه کې د هند تر څنګ يو متحرک او ژوندى افغانستان د امپرياليزم د دوست ايران او پاکستان په مقابل او مقابله کې له ځانه سره ولري.

شوروي د خپل ګاونډ د نفوذي چتر لاندې افغانستان په مجموع کې د شوروي نږدې استراتيژيک يا هم د هغوى په خدمت کې واقع هيواد تسليم کړى و. له همدې ځايه زياتې او موثرې ډلې ټولې د شوروي سره په يو ژور تړاو کې واقع وې، لکه پرچم، خلق، ستم ملي او تريوه حده افغان ملت.

دا چې په شمال کې شوروي د شمال جمهوريتونه په خپل تسلط کې درلودل ، نو د پرچم او خلق پورته ستمي ډلې هم د شمال د جمهوريتونو د کمونستانو په تحريک او لمسه د دغسې يوه فعاليت لپاره انتخاب شوې و، ترڅو شمال د شوروي نه زيات متاثر وساتي. افغان ملت ګوند په دې خاطر چې هغوى له يوې خوا د خلق ګوند سره يو طبيعي پيوند درلود او له بله پلوه په صوبه سرحد کې د نشنل ګوند سره يو فکري تړاو درلود چې هغه په دوديز ډول د شوروي سره په يوه ژوره دوستۍ کې ځان او راتلونکى ليده.

که څه هم ستمي فکر په هغه کمونستانو کې هم قوي ځاله درلودله چې د چيني کمونيزم نه متاثر و او په افغانستان کې هغوى خپله راتلونکى د نورو په نسبت ښه او ډاډمنه ليدله.

دې دلو په خپل حزبي فعاليتونو کې له يوې خوا د ملي وحدت ثوابت تر هجوم لاندې ونيول چې د هغو په سر کې دين، مذهبي شعائر او د افغانستان د تاريخ منلي شخصيتونه و.

دې ډلو په عمومي ډول د پارونکې جذبې له مخې ځوان نسل له بنياده عقده من او په ا ختلاف کې د اعتدال نه په شکيدلي مسير کې وغورځاوه، آن تر دې چې دې جذبې دا ډلې ټپلې په مجموع کې د شوروي رهبري کونکي رول له خنثى حالت سره مخامخ کړ.

ولې د ژنيو د موافقو وروسته او دملي مصالحې د سياست په اعلان او بيا له افغانستان څخه د شوروي فوځونو د وتلو وروسته شوروي وکولاى شول چې ځينې ډلې د مجاهدينو په شمول په يو قوي ائتلاف کې ننباسي چې په پاى کې دنجيب په سقوط، کابل د شوروي د نويو دوستانو( شمال جبهه) او زړو ( پرچم، ستم + شعله جاويد) ملګرو د پراخ ائتلاف لاسته ورغى.

شوروي يا هم وروسته روسيې خپلې مداخلې په نوي رنګ کې تنظيم کړې چې لوى محور يې پر قومي ائتلاف بناء و.

د نجيب دسقوط نه مخکې او وروسته شوروي د خپلو پلويانو په ذريعه څم مهم قدمونه پورته کړل چې په افغانستان کې هغه د هغه د تيرو مداخلو ، لس کلن جنګ  او شوي وحشت په پرتله ډير خطرناک و.

د ژبني تعصب په رابطه ټول اروپائي استعماري دولتونه مصروف دي،ولې کوم بنياد چې په دې هيواد کې د هيواد او پرګنو په تقسيم کې شوروي يا روسيې کيښود ، هغه کټ مټ د تيرې برتانيې د هغو کړنو نه ډير خطرناک دى چې په نتيجه کې د افغانستان په منځ منځ کې د ديورند کرښه تيره او دا فاتح ملت يې د يو پوره ا وبشپړ کردار له توانمند حضور او تحرک څخه عاجز کړ.