ترورست/ حسن حقيار

ادبي نثرونه

ترورست/ حسن حقيار

571

غمى نن بيا ځوړند سر د قوماندان صيب مخ ته ودرېد، په بنده بنده ژبه يې ترې د خپل زوى د مړي ژوندي پوښتنه وکړه: خو هغه يو ځل بيا د (( گم شو تروريست، تمام  جانت مکروب است  )) په ويلو داسې  ټېل واهه چې ان  پټګى يې ولوېد .

په ډېرو منډو رامنډو يې د ربړينو څپليو پستکي وشلېدل، نه يې زندانونوکې د قادر درک وموند او نه هم سره صليب او نه هم د بشردحقونو ادارو  دهغه  کوم درک ورکړ،ان چې د ولسمشر   زړه هم پرې دردېدلى وو او د زړه له اخلاصه يې ورسره ژمنه کړې وه چې که د مقاومت له جبهو پرته په افغانستان کې له هر چا سره بندي وي ورته به يې راخوشې کړي .

خوب ترې کډه کړې وه، غمي اکااو زرينې ترور به د ژمي اوږدې شپې د شيطان څراغ لوګنې رڼا ته رڼولې، په ويښه به يې د قادر د موندلو خوبونه ليدل،.

 نور يې نو له ژونده نهيلى وو، ستره هيله يې دا وه چې کاشکې يې څوک پرې هډوکي وپلوري، چې کولمې يې ورټولې اوکم تر کمه د دريو ځوانو نګور ګانو برخليک معلوم کړي .

 غمى اکا دنېستۍ څپې  واخيست ،  مېرمن يې اړه شوه چې ددوى ديوه  خپل انجنير فريدون   په کورکې  خدمت وکړي او دمياشتني معاش تر څنګ يې دخوړو پاتې شوني  هم کورته يوسي.  

يوه ورځ چې انجنير فريدون ، انټرنېټ پرانيست نو    پرهغه خبر يې سترګې ولګېدې   چې د متحده ايالاتو د دفاع وزارت په خپل رسمي سايټ کې خپورکړى وو ، او همدا چې د القاعده مشرانو په لست کې يې د ٢٦ کلن ملا عبدالقادر د غمي خان  دزوى نوم تر سترګو شو، نو ورېږدېد، لاسونو يې کار پرېښود، ځمکه يې له  پښو وتښتېده . بې اختياره يې ذهن شپږويشت کاله شاته لاړ، د انقلاب لومړيو شپو او ورځو ته  هغو ورځو ته چې قادر لا زېږېدلى هم نه وو، هغه وخت ته چې غمي اکا يواځې يوزوى اوډېرې لوڼې درلودې     او دغمي   او مېرمنې يې  دزوى دجوړه کېدلولپاره په زيارتونو جنډې او خپله لور په نذر کې منلې وه  ، بالاخره  الله ج يې سوال ومانه او د قادر له زېږ ېدو سره سم يې تره  له ډېرې خوښۍ خپله دوه مياشتينۍ لور فاطمه  د هغه په نوم کړه او بيا قادر نازولى لوېېده خو د کوڅې او بازار له هلکانو سره.، د کور سر او سرسر دهغه وو، اوهغه وخت چې پلار به يې د پېښور د پشکال  په ګرميو کې په شل کلدارو مزدوري کوله خو د قادر جيب به يې تش نه پرېښود،  د قادر د نازولتوب او ګرانښت څپه خو هغه وخت لا ډېره شوه چې مشر ورور يې له روسانو سره په مخامخ نښته کې په شهادت ورسېد،

 انجنير فريدون ته هغه وختونه  هم ورپه زړه شول  چې قادر لا نوى زلمى وو چې  غمي اکا خپله کونډه  نګورډېره وهڅوله،چې له  قادر سره نکاح ته زړه ښه کړي خو هغې ځواب ورکړ چې سر سپينول ورته له قادر څخه سل ځله غوره دي . او ورور ته يې هم  د هغه او فاطمې د واده خبره ورياده کړه، خوهغه   لوړه وکړه چې دې چرسي،   بنګي ، بېکاره، د سپين ږيري پلار لاس ته ناست ته به هېڅکله هم خپله لور ورنکړي . ده  هم په  قرض اوپور کوچيانى ولور برابراو ځوى ته بله ناوې راوسته .

د قادر د واده به لا يونيم کال پوره نه وو چې د غمي اکا تره او تربور  دخپل دود او دستور له مخې هم دغمي وروراړاېست چې فاطمه قادر ته  ور واده کړي او هم يې د هغه  کونډه نګور مجبوره کړه چې قادر ته کښېني، نو په يو دېګ وريجو يې قادر ته په يوه شپه دوه ناوې راوستې .

که څه هم اوس قادر د درې ښځو خاوند شو ،خو په   خوى او عادت  کې يې هېڅ   بدلون رانغى، لا هم دکور فضا خړه پړه شوه، د کور لګښت ډېر شو، نور يې نو د مور پاسره هم ختمه شوه چې د هغه د چرسو او هوس لپاره يې ورکړي، يوه ورځ  چې په پيسو له مور سره ونښت، نو مېرمنې يې ورته دخرڅ لپاره  خپله د سرو ګوته  ورکړه، خو دا پيسې هم ختمې شوې، بله ورځ   بيا له مور سره د پنځو کلدارو په سر ونښت .مور ته د قادر ښکنځلود کور فضا بې خونده کړه، درې واړو مېرمنو يې ورته ژړلې، قادر په وروستي ځل مورته له غوسې سور مخ ورواړاوه: (( د بې غيرته لورې، ته مې نور په دې کور کې وګوره . )) ، او هماغه وو چې قادر ورک شو، درې ورځې وروسته د پېښور په ورځپاڼو کې  د قادر نوم  هم د هغو کسانو په ډله کې خپور شو چې له يوه قوماندان سره د طالبانو پر ضد جګړې ته تللي وو او طالبانو له پولې څخه د اوښتلو په دوهمه ورځ ټول نيولي وو چې بيا پوره څلور کاله د کندهار په  جېل  کې بنديان  و.

  د قادرکورنۍ له ډېرو ستونزو سره مخ شوه. ،پلار به  يې  په سپينه ږيره   ګټل او د قادر د خلاصون لپاره به يې لګولې. خويندو به يې ورپسې ختمونه کول.

.  اخر هم قادر له ډېرو واسطو او منډو رامنډو وروسته له زندان څخه خوشې شو،  خو د کندهار جېل د قادر لپاره يوه مدرسه وه ، د څلور کاله بند په اوږدو کې د قادر ژوند، فکر، اخلاق هرڅه بدل شوي وو دقرآن کريم تلاوت ، ليکل ، لوستل ، کسبونه  يې ياد کړي وو،  اوس نو له  زندان وروسته  قادر هغه پخوانى قادر نه و،  او يو لمونځ  يې هم بې جمعې  نه کاوه.  

مېرمنې يې دده په بدلون  په جامو کې نه ځاييدې او آن د هغه څلور کلن بېلتون يې هېر کړ .

خو درې مياشتې لا پوره نه وې چې دسپتمبرديوولسمې پېښې را منځ ته شوې، امريکا په افغانستان يرغل وکړ، پاکستان  مېشتو علماوو  په افغانستان کې  د امريکا پر ضد دجهاد فتوا ورکړه، د شهادت د فضيلتونو، دحورو غلمانو، او دجهاد د فريضې په اورېدلو د قادر احساسات هم راوپارېدل، له ډېرو نورو ځوانانو سره د جهاد لپاره لومړى کابل او له هغه ځايه په (( تشکيل))   کې مزار ته ولېږل شو، او بيا څلور کاله ترى تم  و .

يوه ورځ  انجنير فريدون  تلويزيون  ته ناست وو ،له زرينې ترور څخه يې چاى وغوښت  ،چې  په همدې کې وياند دبېړني خبر غږ وکړ ،وياند دترورستانو دهغو مشرانو نومونه اخستل   چې دامريکا لخوا اعدام شوي وو دانجنير فريدون  څک کېدلو او ناڅاپي ټکان تلويزيون ته د زرينې ترورپام هم راواړوه  همداچې په تلويزيون   کې يې دخپل زوى عکس او دهغه داعدام خبر واورېد له خولې يې  چيغه ووته د چايو پتنوس  يې  له لاسه  ولوېده او  پر وښکي  يې وينه راماته شوه .