د انګيلا مېرکل د ژوند پټ اړخونه!

د پرون کيسه

د  انګيلا مېرکل د ژوند پټ اړخونه!

1621


فوربېس «Forbes» مجلې د دوهم ځل له پاره د المان لومړۍ وزیره انګيلا مېرکل د نړۍ تر ټولو بانفوذه ښځه وګڼله. 
د نړۍ دغه بانفوذه مېرمن خپل ژوند څنګه تېروي؟ لاندې څو کرښې به يې واضحه کړي.
د المان لومړۍ وزيره په برلین ښار کې د څو پوړيزې ودانۍ څلورم منزل يوه اپارتمان کې ژوند کوي. انګيلا او ميړه يې جواچيم زوار، چې «هامبولډ» پوهنتون کې د کيمیا استاذ دی، د حکومتي اپارتمان پر ځای شخصي اپارتمان کې ژوند کول غوره وګڼل.
په ۲۰۱۲م کال کې مېرکل ته د لومړي وزير تنخوا سربېره څه نوره تنخوا هم وټاکل شوه.
د المان د لومړۍ وزيرې کلنۍ تنخوا نږدې ۱۹۰ زره یورو ده او د دې سربېره ورته څه بېړني لګښتونه، د پارلمان د مرستيالۍ او د حکومت ریاست تنخوا هم ورکول کېږي، چې په مجموعي ډول د نوموړې کلنی آمدن تر ۲۹۰ زره یورو پورې رسېږي.
مېرکل دولت ته مالیه ورکوي او په عین وخت کې په هېواد کې د نورو مسوولینو په څېر د تقاعد او بې‌کارۍ بيمه هم نه لري.
مېرکل سره له دې چې د دولت د ريیسې په توګه له ډېرو امتیازاتو برخمنه ده، خو بیا هم په الماني معیارونو کې شتمنه نه ګڼل کېږي، ځکه چې د المان ولسمشر، د افتخاري مقام له کبله له لومړۍ وزيرې ۱۱ سلنه لوړه تنخوا لري او همدا راز د لوړپوړو مديرانو، ډاکترانو او نامتو لوبغاړو تنخواګانې هم له نوموړې لوړې دي.
د المان لومړۍ وزیره د برلین په زړه کې «پېراګامون» موزیم ته مخامخ په خپل شخصي اپارتمان کې ژوند کوي.
نوموړې له دغه میوزېم څخه ډېره په تکلیف او له یو لړ جدي ګواښونو سره هم مخ ده. د میوزیم کمرو د دې ټول کور تر پوښښ لاندې راوستی. د ۲۰۰۹م کال اپریل په ۲۵مه نېټه خپل کور ته د دې له پاره پرېنښودل شوه، چې د دې ودانۍ ته څېرمه د دوهمې نړیوالې جګړې بم موندل شوی و.
مېرکل شخصي موټر، د لرې سفرونو له پاره «ايېر باس ای ۳۴۰» ډوله الوتکه او د نږدې سفرونو له پاره «ګلوبل ۵۰۰۰» ډوله الوتکه لري. له دې څخه مخکې نوموړې د هوايي سفرونو له پاره «ايېر باس ا ۳۱۰» ډوله الوتکه کاروله.