نظر محمد مطمين څنګه ونيول شو؟

د پرون کيسه

نظر محمد مطمين څنګه ونيول شو؟

7957

 

د خپل یوه مشر دوست د رنځ پوښتنې ته ورغلی وم، هغوی ټینګ شوو چې د ماښام ډوډۍ ورسره وخورم،‌ ومې ویل چې زما حالت تاسي درک کولای شئ، ډیر به ناوخته شي. اجازه یې راکړه.

د ماشام ۶بجې وي، د کوڅې څخه د وتلو په وخت کې زموږ د موټر لاره امنیتې کسانو بنده کړه، ‌په بیړه یې زموږ شاوخوا ونیوله او له موټر څخه یې کښته کړو.

ورته مې وویل چې تیروتنه به مو کړي وي، کیدای شي چې تاسي د کوم بل چا نیولو ته استول شوې یاست. ډیر ژر یې لاسونه شاته راوتړل، ویل یې د سیمې امنیتي کسان راسره دي، موخه تاسي یاست.

پر سر یې توره خولۍ راواغوستله، غوږونه او سترګې یې هم راته د ځانګړو الاتو په وسیله وتړل.

نږدې یوکال کیږي چې چپ لاس مې د درد ستونزه لري، ومې نه غوښتل چې ورته ووایم،‌ ځکه پوهیدم چې ګټه نه لري.

کابل کې هواء سړه ده،‌ د شپې له مخې ډیره سړه وي، او ما یواځي جامي پر تن درلودلي، یخ مې کیدی، خو لړزې ته مې ځکه ځان نه ورکاوو چې د ویرې له امله یې ونه ګڼي.

نږدې نیم ساعت د مختلفو ادارو کسانو همهلته د سړک په غاړه دیوال سره نږدې یې زموږ پلټنه او نوم لیکنه وکړه، ‌زما سره مې مشر زوی او وراره هم وو، خپلو ادارو ته یې په لومړی وخت کې لا د ښکار نیولو خبر ورکړ.

ویې ویل چې تاسی مطلوب یاست، موږ مو ریاست ته بیایو، ومې ویل چې خوښه مو ده، ‌خو نه پوهیږم چې تاسي به څوک یاست، راغبرګه یې کړه چې اندیښنه مه کوه، د سیمې د حوزې کسان راسره دي.

همداسي لاس، سترګې او غوږونه تړلې یې زه او زما وراره په موټر کې یوړو، لاره اوږده شوه، ځکه د خوشال مینې څخه شش درک سېمه چې د امنیت ریاستونه پکې دي، نږدې ده، اندیښنه مې وه چې کیدای شي کوم لیري ځای مو داخلک وړي. همداسي وه.

زما زوی یې خوشي کړ، او موټر یې هم په لاس ورکړ. ورته مې وویل چې زویه! تاسي کورکې بیغمه اوسئ، دا هر څه راځي.

‌په لاره ډول ډول فکرونه راسره پیدا شوو، دا چې زوی سره مې زما د ملګرو نمبرونه هم نشته، او ښه به وي چي ملګري خبر شي.

ډیر ژر مي د حضرت یوسف علیه السلام د زندان کیسه په ذهن کې راغله، ومې ویل چې یا الله! زه ځان تا ته سپارم، او زما اړوند پریکړې ستا په واک کې دي. یا الله ج ته راسره مرسته وکړي.

د الله ج څخه ډیر زیات راضي یم چې ماته یې صبر او حوصله راکړي. ډاډه وم چې ملګري دوستان مې د لوی الله په مرسته یواځي نه پريږدي.

دا چې کابل کې اوسیږم، د همداسي یوې ورځې په اړه مې فکر کړی وو، کور کې مې خپل ځینې ملګري ښاغلی فیض محمد ځلاند، وحید مژده، حاجي اخترمحمد او ځینې نور همزولي او مشران (نومونه یادول یې اړین نه ګڼم) یاد کړي وو چې که زه ستونزې سره مخ کیږم، هغوی باید ډیر ژر خبر شي.

همهغه وو چې وروسته پوه شوم چې زما د نیولو سره سم په ټولنیزو رسنیو کې انقلاب وو، هر دوست، ملګري، خواخوږي او پلوي مې خپله دنده په ډیر متانت سره سرته رسولي وه.

له لنډو پوښتنو او ګرویږنو وروسته راته وویل شول چې پلویان او خواخوږي دي زښت زیات دي، د داسي شخص ساتل په زندان کي موږ پوهیږو چې عادي خبره نه ده. مګر کوم شکونه چې دي، هغه به ډیر ژر وڅیړل شي، ‌او تاسي ته به احوال درکول شي.

د یوې پوښتنې په وخت کې خندا راغله، خو خندلای مي نشو، ویې ویل چې قومت چیست؟ ومې ویل پښتون (زړه کې مي وویل چې دلته نو کله بل څوک راځي، ‌خو همدغه د یوه قوم خلکو ته بدبختي ورپه برخه ده).

په ټوله کې نیونکي او امنیتي کسان پوهول شوې وو چې زما سره بد چلند ونه کړي، زما سره چلند کې یې زه پوهیږم چې بده رویه ونه شوه، ‌دا چې لاس، سترګې او غوږونه تړل دي، ‌په داسي حالت کې عادي خبرې دي.

نور نو امنیتي ملحوظات دي، همدومره به کفایت کوي. نیول کیدو او خوشي کیدو څلور ساعته وخت ونیوی.

زه داسي هم پوه شوم چې کله کله به دا ‌ډول نیول کیدل د شخصیت وژنې او شخص ته د تنبیه ورکول په موخه هم کیږي.

امید دی چې د زراعت پوهنځي څخه دوه میاشتي مخکې فارغ او په کابل کې د انګریزي ژبې د زده کړي د کورس شاګرد زما وراره محمد اعظیم هم ډیر ژر راخوشی شي. ځکه موخه او مطلوب زه وم.

د خپلو ګڼو دوستانو، ‌ملګرو، خواخوږو او پلویانو ملاتړ زما حوصله او زغم لا زیات او زما مسؤلیتونه یې هم راته درانه کړل. قدریې لرم، دوی، ځان او خپله ټولنه او ولس پېژنم.

د هغو ملګرو چې په شپه کې یې ځان کورته راورساوو، د پېغام رالیږونکو او پوښتنه کوونکو څخه مننه کوم، داچې ډیر زیات پېغامونه راغلي، هیله ده چې زما مننه همدلته راڅخه قبوله کړئ،‌ ځکه زه لا هم باید د خپل وراره د خلاصون هڅې وکړم. چې زما سره په موټر کې د ملګرتیا له امله ونیول شو.

هغوی چې زما په نیول کیدو به د لنډ وخت لپاره خوشاله شوې وي، او د دوی د ډیر وخت ارمان وو،‌ هغوی ته هم صبر او حوصله غواړم.

د داسي ورځي په هیله چې موږ ټول افغانان په ګډه د یو خپلواک اسلامي او افغان شموله نظام لرونکي او په هیواد کې د سولې لمر غوړیدلی او د دښمنۍ او جګړو وریځي د هیواد له اسمانه وتلي وي.‌

ستاسي ورور

نظرمحمد مطمئن