د ناپوه پاچا له پاره وړاند وینه 

ادبي نثرونه

د ناپوه پاچا له پاره وړاند وینه 

141

ژباړه : عطا محمد میاخېل 
یوه ورځ د پاچا وړاند ویونکي هغه ته وویل : په مشخصه ورځ او مشخص ساعت کې به پاچا له یوې سترې بلا سره مخامخ کېږي . پاچا له دې وړاند وینې څخه ډېر خوشاله شو، ځکه چې کولای یې شول، چې د پېښې له پېښېدو مخکې چمتو والی ونیسي . پاچا په چټکۍ سره د هېواد غوره خټګرانو ته امر وکړ، ترڅو ورته کلکه کلا جوړه کړي . خټګران پرته له ځنډه لاس په کار شول . هغوی له بېلا بېلو ځایونو څخه کلکې او سترې تیږې هغه ځای ته را ولېږدولې او ورځ او شپه د کلا په جوړولو بوخت شول . لنډه دا چې له ټاکل شوې ورځې څخه یوه ورځ مخکې کلا چمتو شوه . پاچا د کلا په لیدو خوښي څرګنده کړه او په ورین تندي او موسکا یې ټولو خټګرانو ته ډالۍ ورکړې . وروسته یې تر ټولو غوره سرتېرو ته دنده وسپارله، چې له کلا څخه ساتنه وکړي . 
پاچا د پېښې د ورځې د را منځته کېدو په درشل کې، د وړاند ویونکي د خبرې پر بنسټ، یوې پټې خونې ته ننوت، چې د هر ځای په پرتله پټه او خوندي وه، خو وړاندې تر دې، چې لږ هم د آرامتیا احساس وکړي، پام یې شو، چې حتی په دې پټه او خوندي کوټه کې هم د لمر وړانګې لیدل کېږي، ژر تر ژره یې خپلو لاس لاندې کسانو ته امر وکړ، چې د دې پټې کوتي سوري هم بند کړي، ترڅو له دې لارې هم د پېښې او بلا د را ننوتو مخه ونیول شي . په پای کې پاچا داسې احساس وکړ، چې آرامه شوی دی، ځکه چې ګمان یې کاوه، چې ځان یې په بشپړه توګه له نړۍ څخه بهر کړی او حتی له رڼا او هوا څخه یې هم جلا شوی دی . 
ښکاره ده، چې پاچا له هوا پرته خونه کې ډېر ژر خپکۍ او مړ شو . د پاچا وړاند ویونکی او منجم دې حقیقت ته رسېدلی و او د نوموړي د وینا پر بنسټ د پاچا برخلیک له وړاندې ټاکل شوی و . 
پایله اخیستنه : 
د دې کیسې مانا کولای شو، د انسانانو له زړونو سره تشبیه کړو . زموږ په زړونو کې هم ډېره پیاوړې او کلکه کلا شتون لري . دا کلا له هغو موادو څخه جوړه شوې، کوم چې له تیږو څخه هم کلک دي؛ دا مواد پرته له غوسې، کرکې، ګیلې، شکایت، د نورو خوار ګڼل، کبر، غرور او بد بینۍ څخه بل څه نه دي، په دې موادو سره کولای شو د خپل زړه کلا ډېره کلکه او پیاوړې کړو او نور یې د دروازې شاته پرېږدو . لکه څنګه چې دې پاچا کومه کړنه ترسره کړه، زموږ د زړونو کلا هم کولای شي، ډېره کلکه او له سوریو پرته واوسي او د خپکۍ احساس به مو لا پسې زیات وي .