خُرم: ټرمپ به د امريکا د بهرني سياست له سرو کرښو وانه وړي/مرکه

مرکې

خُرم: ټرمپ به د امريکا د بهرني سياست له سرو کرښو وانه وړي/مرکه

874


مقدمه

د افغانستان په اړه د امريکا تګلاره په تېرو څو کلونو کې له بېلابېلو پړاوونو تېره شوه او په يو ډول له تذبذب سره مخ وه. د امريکا ولسمشر په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پاتې کېدو په تړاو څو ځله په خپله تګلاره کې بدلونونه راوستل او له تېر کال راهيسې يې د هوايي بريدونو د زياتوالي ترڅنګ د جګړې په ډګر کې هم د خپلو ځواکونو رول او واکونه زيات کړي دي. څو مياشتې وړاندې په هلمند ولايت کې 100 تنه امريکايي سرتېري ځای پر ځای شول او په هلمند او کندز کې دغو ځواکونو ته مرګ ژوبله هم واوښته.

امريکايي ځواکونو د ملي وحدت حکومت له جوړېدو راوروسته ګڼ شمېر داسې بريدونه وکړل چې په رڼا ورځ پکې افغان ځواکونه او يا ملکي وګړي په نښه شول او درنې مرګ ژوبلې يې ورواړولې. څو ورځې وړاندې هم دغو ځواکونو په کندز کې د يوه هوايي بريد پر مهال تر 30 زيات ملکي وګړي ووژل چې ډېری يې ماشومان وو؛ خو نه يې د دغه کار هدف چا ته څرګند شوی او نه هم ملي وحدت حکومت جدي غبرګون پرې ښيي.

ملي وحدت حکومت نه يوازې دا چې د بهرنيانو د بې‌مسؤوليته بريدونو پوښتنه نه کوي، په نورو برخو کې هم له پراخو ننګونو سره مخ دی؛ خو په بل اړخ کې، دغه حکومت د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي حزب سره د سولې هوکړه‌ليک لاسليک کړ، هغه کار چې له څو کلونو خبرو اترو سره سره، پخواني حکومت ونه شو کړای.

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز د رسنيزې څانګې غړي ضياءالاسلام شيراني پر همدغو موضوعاتو د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر له رئيس عبدالکريم خرم سره مرکه کړې او لاندې يې له تاسو درنو لوستونکو سره شريکوو:

 

لومړۍ پوښتنه مې په افغانستان کې د امریکا د پوځي تګلارې په اړه ده، په ټوليز ډول په افغانستان کې د امریکا پوځي تګلاره څه ډول ارزوئ او ولې دا تګلاره له تذبذب سره مخ ده؟

ځواب: زه فکر کوم په عمده ټکو او اساساتو کې د افغانستان په اړه د امریکا پالیسي نه بدله شوې او نه هم څه تذبذب پکې راغلی. البته په جزئیاتو او غیر مهمو شیانو کې شاید بدلون راغلی وي؛ خو په کلیاتو، مهمو برخو او اساسي کرښو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی. هغه څه چې امریکايانو له لومړي سره غوښتل اوس يې هم غواړي او د هماغو پاليسيو له مخې مخته روان دي. که څه هم افغانستان ته د دوی راتګ اصلاً د یوې پېښې په پايله کې و (د سپټمبر د 11 پېښه) خو وروسته دوی دلته نور اهداف تعقیب کړل او له همدې کبله پر دوی شک کېږي، چې ګواکې دوی د سپټمبر د 11 له پېښې مخکې هم غوښتل چې افغانستان ته راشي.

څه فکر کوئ، ايا د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ له واک ته رسېدو سره به په افغانستان کې د امریکا په پالیسۍ کې څه بدلون راشي؟

ځواب: دا خو يو واقعيت دی چې ټرامپ یو متفاوت سیاست‌مدار دی، حتی تر دې چې دی د جمهوري غوښتونکو سم استازيتوب هم نه کوي، ځکه د جمهوري غوښتونکو ډېری مهم مشران هم د ده خلاف دي. داسې وبوله لکه ټرامپ چې یو جلا ګوند وي. نو ځکه زه فکر کوم چې د امریکا په پالیسۍ کې به بدلون راشي؛ خو دا بايد په پام کې ولرو چې د اساسي مسایلو په تړاو به، چې د امریکا لپاره سرې کرښې دي، د امریکا هغه بنسټونه او ادارې چې د امریکا سیاست پر مخ وړي، ده ته دا وضعيت تشرېح کړي. که چېرې د افغانستان جګړه او ناامني خپله امریکا د کوم لوی هدف لپاره ترسره کوي، نو دا شاید ده ته تشرېح کړي او دی به هم دا جنګ قبول کړي. نو زه فکر کوم يو څه تغيیر به راشي؛ مګر په هغو مواردو کې به، چې د امریکا حیاتي ګټې پکې نغښتې دي، دی خپله ځان عيار کړي.

په افغانستان کې د جګړې ډګر ته د امريکايي سرتېرو بېرته ستنېدل، د شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو زياتول، د افغان پوځیانو او عامو خلکو په نښه کول او ورته نورې کړنې د څه ښکارندویي کوي؟ ستاسو په نظر امریکا په افغانستان کې بالاخره څه کول غواړي؟

ځواب: امریکا خپل اهداف لري او دا اهداف د افغانستان له پولو دباندې او د سیمې په کچه دي. دوی یادو اهدافو ته د رسېدلو لپاره تر نن ورځې پورې د جګړې دوام اړين بولي او همدا لامل دی، چې دوی افغان ځواکونه او وسله‌وال مخالفین د تساوي او تعادل په حالت کې ساتي، ترڅو یو لوری هم پر بل غالب نشي. زما په نظر، دوی اصلاً له جنګه وتلي نه وو چې بېرته داخل شي. یوازې دومره وه چې پخواني حکومت د دوی پر ځينو عملياتو محدویتونه لګولي وو، لکه: شپني عملیات، بمبارۍ او... خو متأسفانه د امریکا دفاع وزیر بېرته خپلو پوځیانو ته دا صلاحيتونه ورکړل او متأسفانه زموږ حکومت هم په يوه انفعالي او يوه داسې حالت کې دی چې شاید چا ترې پوښتنه هم نه وي کړې چې آیا ستاسو په دې کار کې خوښه ده او کنه؟ او که پوښتنه هم ترې شوې وي شاید خپل نظر به یې نه درلود. څه چې امریکا ویلي، دوی هم ورسره تایید کړي دي. خو په ټوليز ډول ويلی شو، چې اصلاً جنګ بند شوی نه دی، یوازې په ځينو برخو کې یو څه محدودیتونه وضع شوي وو، هغه هم اوس بېرته لرې شوي او دوی غواړي چې دا جنګ دوام ولري.

تاسو وویل چې امریکا په سیمه کې ځانګړي اهداف لري، که مشخصاً ووایئ چې دوی څه اهداف لري؟

ځواب: کله چې اته کاله وړاندې اوباما واک ته ورسېد، ده وویل چې له چین سره زموږ د اړيکو مسئله د راتلونکې یوې پېړۍ مسئله ده. چین داسې يو هېواد دی چې ډېر په چټکۍ سره پرمخ روان دی او د لوېديځ له تمدن څخه بهر یو هېواد دی. د چین محدود ساتل او داسې شرایط برابرول چې چین نور پرمختګ ونه شي کړای، د امریکا لپاره یوه حیاتي مسئله ده. امريکا فکر کوي چې که دې مسئلې ته متوجه نه شي، چین به زيات پرمختګ وکړي او امريکا به شاته پرېږدي؛ چې هغه مهال به بيا د امريکا اوسنی حالت، چې په نړۍ کې يوزاېنی زبرځواک دی، له ننګونې سره مخ کړي.

بل پلو، د ولادمير پوتین له راتګ سره د روسیې پرمختګ هم امريکا اندېښمنه کړې؛ ځکه روسيې هم په نړيواله کچه يو ځانګړی ځای، غږ او قدرت خپل کړی او امريکا غواړي چې د دوی د پرمختګ مخه هم ډب کړي. دغه راز په دې سيمه کې زموږ ګاونډی هېواد ایران هم دی. هندوستان هم هغه هېواد دی، چې که په اوسني ډول پرمخ ولاړ شي، یو لوی قدرت به ترې جوړ شي. ځکه نو په سيمه کې د امريکا د حضور هدف دا دی، چې په نړۍ کې د امریکا دا شان او دبدبه له ګواښ سره مخامخ نشي او هڅه کوي چې په سمیه کې دا مخ پر ودې قدرتونه کنټرول کړي.

د افغان جګړې په ډګر کې د امریکایي ځواکونو د حضور او رول زياتوالی به د سولې په بهیر او د جګړې پر ډګر څه اغیزې ولري؟

ځواب: دوی د جګړې ډګر ته د سرتېرو ستنېدلو په خبرې سره، د افغانانو له ذهن سره د الفاظو يوه لوبه کوي. کله چې پخواني حکومت د امنیتي تړون له لاسليک کولو څخه ډډه وکړه، هغه وخت هم دوی ډېر پروپاګند کاوه؛ کله به يې ویل خپل ټول ځواکونه به له افغانستانه وباسو، کله به یې ویل په افغانستان کې به خپل سرتېري راکم کړو، کله به يې څه ويل او کله څه. اصلاً دوی خپل ځواکونه هېڅکله داسې حالت ته نه دي رسولي، چې د دوی په ټاکلو اهدافو کې کوم خند او ځنډ راشي. خو که د جګړې ډګر ته د ستنېدلو خبره ومنو، نو د جګړې په ډګر کې د دوی رول زياتېدل طبعاً سولې ته زيان رسوي.

په ټوله کې بايد ووايو، چې امريکا هیڅکله په افغانستان کې سوله غوښتې نه ده. نه یې پخوا سولې ته اجازه ورکړې او نه هم تراوسه داسې مرحلې ته رسېدلې چې سوله وغواړي. دوی د اوس لپاره د جګړې دوام غواړي.

ستاسو په نظر له امریکا سره د افغان حکومت امنیتي تړون افغانستان ته څه ورکړل او تر دې دمه یې په هېواد څه اغیزې کړې دي؟

ځواب: امنيتي تړون په مثبت اړخ کې تر دې دمه افغانستان ته هېڅ نه دي ورکړي؛ خو په منفي اړخ کې یې ډېر څه ورکړي او ډېرې بدې پایلې یې لرلې دي. پخواني حکومت هم له همدې وېرې دا تړون لاسلیک نه کړ؛ ځکه په دې معامله کې هېڅ کوم تضمین موجود نه و او موږ یې پایلې او راتلونکی ډېر خراب ارزولي وو، چې همداسې وهم شول او نن یې پایلې موږ تاسو ګورو.

که د سولې پروسې ته راشو، د افغان حکومت او حزب اسلامي (حکمتیار) ترمنځ سوله به د دولت پر نورو مخالفو وسله‌والو ډلو او د هېواد پر روان وضعیت څومره اغیز وکړي؟

ځواب: هر ګام چې د سولې په برخه کې اخیستل کېږې، یو نیک عمل دی او موږ یې باید هرکلی وکړو. له حزب اسلامي سره سوله یو ښه کار دی؛ خو زما په اند، اغېز به یې هومره هم نه وي چې جګړه بنده شي. موږ وينو چې حزب اسلامي سوله کړې، هوکړه‌ليک يې لاسليک کړی او اوربند يې کړی؛ خو بیا هم جګړه روانه ده، ښه بېلګه يې د کندز جګړه ده چې له دغې هوکړې وروسته نوره هم شديده شوه. نو زما په نظر پر روان وضعيت يې کوم تاثیر نه دی کړی.

دا چې ملي وحدت حکومت وتوانېد له اسلامي حزب سره د سولې هوکړې ته ورسېږي، تاسو هم د پخواني حکومت يو لوړپوړی چارواکی وئ، پخوانی حکومت ولې ونه توانېد چې له دغه حزب سره د سولې هوکړې ته ورسېږي؟

ځواب: زه تاسو ته یوه کیسه کوم، تاسو په دې اړه برداشت ترې کولی شئ. په ۱۳۹۱ کال کې د حزب اسلامي یو پلاوی د ډاکتر غیرت بهیر په مشرۍ کابل ته راغلی و او موږ له دوی سره د سولې په خبرو اترو بوخت وو او نظرونه مو هم ډېر سره نږدې شوي وو. په همدې وخت کې د هوايي ډګر پر سړک يو ځانمرګی برید وشو او د يوه بهرني شرکت څو بهرني کارکوونکي پکې ووژل شول. وروسته وویل شول چې دا برید یوې ځوانې ښځې کړی او د هارون زرغون په نوم د حزب اسلامي يوه ویاند يې مسؤوليت په غاړه واخېست. پخواني ولسمشر ماته وویل چې ورشه پلاوي ته ووایه چې دلته خبرې روانې دي، تاسو د سولې پیغام راوړئ، د سولې هڅې روانې دي، د خبرو په جریان کې داسې یو عمل کېږي او بیا یې حزب مسؤولیت په غاړه اخلي؟ پلاوي وویل چې موږ به یې معلومات وکړو؛ خو کله چې دوی معلومات وکړل، ماته یې وویل چې دا کار موږ نه دی کړی. بیا مو ترې وغوښتل چې تاسي دا بريد رد کړئ، خو هغه کار هم دوی د خپلو ځينو محدوديتونو له کبله، چې زه دلته پرې تبصره نه کوم، ونه کړ.مهمه دا ده چې له حزب اسلامي سره د سولې خبرې روانې وې چې یو ځانمرګی برید وشو او په حزب اسلامي ور واړول شو. دا بريد د هغو بهرنيانو کار و چې نه یې غوښتل دا سوله وشي. نن هماغو بهرنيانو وغوښتل چې دا سوله وشي؛ ځکه تاسو وليدل په هغه غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه او د مشرانو او سياسيونو له ډلې هغه کسان چې د حکمتيار سيوری په ټوپک ولي، ټول ورته چوپ ناست وو او ده ورته 45 يا 50 دقيقې خبرې کولې. زما مطلق يقين دا دی چې دوی ته ويل شوي وو، چې داسې وکړئ، کنه هر يوه به د مخالفت بيرغ پورته کړی و. خلاصه خبره دا ده چې هغه وخت خارجيانو نه غوښتل چې سوله وشي، خو اوس یې وغوښتل چې سوله وشي او ټولو ته یې وویل چې دا سوله ومنئ، اما زه اوس هم شک لرم چې ترشا به يې د دوی کوم پلان وي؛ خو زه نه غواړم په اړه يې اوس څه ووایم.

څه فکر کوئ آیا د ښاغلي حکمتيار له راتګ سره به له دغه ګوند څخه نورې جلا شوې ډلې بېرته سره يو ځای شي؟

ځواب: زما برداشت خو دا دی چې که چېرې انجينر صاحب (حکمتيار) کابل ته راشي، نو د حزب ټولې جلا شوې ډلې به بېرته پرې راټولې شي. ځکه زه په دغو ډلو کې یوه هم داسې ډله نه وینم چې په قوت سره د ده مخالفت وکړي.

انجنير ګلبدین حکمتیار به په اوسني وخت کې د سیاست ډګر ته په راتګ سره، له کومو ننګونو سره مخ وي؟

ځواب: لومړی خو مې هیله دا ده چې نړيوال داسې څه ونه کړي چې دا سوله په کومه لانجه بدله شي. اوس به موږ فرض کړو چې دا سوله واقعاً وشوه او حکمتیار صاحب هم کابل ته راغی. زما په نظر د ده پر وړاندې به څو عمده ننګونې وي. لومړی دا چې نظر هغه وخت ته چې ده د جهاد مشري کوله یا یې د مجاهدینو د حکومت پرمهال د صدارت دنده په غاړه لرله، اوس له نړۍ سره په اړيکو کې بدلونونه راغلي. دا بدلونونه باید حکمتيار صاحب درک کړي، حزب او ځان ورسره عیار کړي؛ دا به یې یوه ننګونه وي. دويم دا چې په افغاني ټولنه کې هم ډېر تغیرات وارد شوي او دی باید ځان ورسره عیار کړي، لکه: د بیان آزادي، مدني ټولنې او... په نړیواله کچه هم ډېر تغیرات راغلي چې دا تغیرات به هم ده ته يوه ننګونه وي. بل ډېر مهم کار چې د ده په مخ کې به پروت وي او دی يې ډېر ښه کولای شي، هغه د ملي وحدت ټينګول دي؛ ځکه حزب اسلامي يو افغانستان شموله حزب و او په ټولو سيمو کې يې غړي درلودل. تر ټولو مهمه او اصلي خبره بيا دا ده، چې د امریکا دسیسې ته باید ډېر متوجه واوسي ترڅو دا سوله په کومه لانجه تبدیله نه کړي.

د ملي یوالي حکومت اوسنیو ستونزو ته په کتلو، تاسو د دغه حکومت راتلونکی څنګه ارزوئ؟

ځواب: زما په نظر ملي وحدت حکومت بايد لومړی هغه ژمنې عملي کړي چې د حکومت د جوړېدو پر مهال يې کړې وې او مهم يې د اساسي قانون د لويې جرګې جوړول دي؛ ترڅو داخلي تناقضات او د اساسي قانون خلاف وضعيت ته حل لاره پيدا شي. لومړی بايد دا معلومه کړي چې دا څه ډول حکومت دی، ځکه داسې یو حکومت د افغانستان په اساسي قانون کې نشته، زموږ په سیاسی عرف کې نشته دا یو نوی او له قانونه وتلی جوړښت دی. نو ځکه لومړی بايد دا ستونزه هواره کړي بيا وروسته د هېواد نورو اساسي قضاياوو لکه امنيت، ملي يووالي او نورو ته پاملرنه وکړي. په ټوليز ډول د حکومت د برخليک په اړه ويلی شو، چې که حکومت په اوسني ډول روان وي دا درې راتلونکي کلونه به هم همداسې تېر شي؛ خو هېواد او هېوادوال به ډېر پکې خراب شي. خلک به پکې ډېر ضرر وويني.

د وروستۍ پوښتنې په توګه، په افغانستان کې د روانو سیاسي، امنیتي او نورو ستونزو د حل لپاره، تر ټولو اړين ګام څه ګڼئ؟

ځواب: زما په نظر له روان وضعیت څخه د وتلو لپاره لومړی باید له امریکا سره خبره سپینه شي، ځکه دا وضعیت موږ ته امریکا راوستی دی. موږ ولې په دې سترګې پټې کړو، خو له بده مرغه زموږ سیاسیون له دې کبله چې په امریکا پورې تړلي دي او نه غواړي چې امریکا خفه کړي، نشي کولای د امریکا خلاف خبره وکړي او روانو ناخوالو ته نور نور دلایل راپیدا کوي، مثلا: په امنیتي برخه کې وایي چې لازمه همغږي نشته، داعش ډله پيدا شوې او داسې نور غیر واقعي تحلیلونه وړاندې کوي؛ خو اصلاً خبره دا ده چې دا ستونزې موږ ته امریکا پیدا کړې او باید له امریکا سره خبرې وشي. زما په نظر خبرې باید داسې وي چې امریکا ته وویل شي: که چېرې تاسې نه توانیږئ چې سوله راولئ! جنګ بند کړئ! او تروریزم له منځه یوسئ! چې همدا د ماتې په معنا دي، یعنې که مو ماتې خوړلې وي؛ نو له افغان مشرانو سره په ګډه یوه حل‌لاره ورته پیدا کړئ؛ خو که تاسو وایئ چې موږ بريالي یو او بل خوا موږ وینو چې هره ورځ یوه نوې وسله‌واله ډله په نورو وراضافه کېږی، ناامني او فقر نور هم زیاتېږی؛ نو برداشت داسې کېږي، چې دا حالت او خرابي تاسو په خپله غواړئ.

پای

 

[1] د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز (CSRS)يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، [email protected]، وېبپاڼه: www.csrskabul.com