سږ کال سمندر پنځه زره تنه له مرۍ تېر کړل

راپورونه

سږ کال سمندر پنځه زره تنه له مرۍ تېر کړل

67

سږ کال اروپا ته څه کم پنځه زره غیر قانوني تلونکي کډوال سمندر ډوب کړي. «مېګرانټس» ادارې او «کاريتاس» خیریه ټولنې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ (UNHCR) سره په همکارۍ د تېرې چهارشنبې په ورځ راپور خپور کړ، چې په کې شا و خوا پنځه زره کسان اروپا ته پر لار سمندر کې ډوب ښودل شوي وو.
د راپور له مخې د سږني کال د جنورۍ له پيله د اکتوبر تر پایه ۴۸۹۹ ناقانونه کډوالو سمندر کې د ډوبېدا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
راپور زیاتوي، چې د ۲۰۱۴م او ۲۰۱۵م کلونو په ترڅ کې اروپا ته یو مليون درې زره او درې سوه پنځوس د پناه غوښتلو عریضې وړاندې شوي، چې له دوی څخه ۷۶۷ زره او ۱۶۰ کسو ته، چې د ټول عدد ۴۳ سلنه تشکيلوي، مثبت ځواب ورکول شوی او د پاتې نورو برخليک لا تراوسه روښانه نه دی.
د ايټاليې د کورنیو چارو وزارت د نوې شمېرنې راپور کې د سمندر له لارې د ناقانونه کډوالو کچه د تېر په پرتله ډېره زیاته ښودل شوې ده.
راپور کې راغلي چې د ایټاليې ساحلونو ته د روان کال جنورۍ له پيله د نومبر تر ۱۵ نېټې ۱۶۶ زره او ۶۸۶ تنه راغلي وو. دا د ۲۰۱۵م کال (چې ۱۴۳ زره او ۵۸۱ تنه و) په پرتله په کې ۱۶.۰۹ سلنه زیات والی راغلی دی. دا ایټالیا ته د کډوالو تر ټولو زیات شمېر دی.
د یادو معلوماتو پر بنسټ وزارت وړاندوینه کړې، چې که چېرې د کډوالو راتګ په همدې توګه جاري وي، نو د ۲۰۱۶م کال تر پایه به د کډوالو شمېر له ۱۹۲ زره تنو پورته شي.
د یادونې وړ ده چې تېر اګست د کورنيو چارو وزارت وېره څرګنده کړې وه، چې «په مني کې به د سمندر له لارې د هوا د خرابۍ له امله د ناقونه کډوالو ورتګ نور هم زیات شي».