اسلامپالي د ټرمپ له بریا څخه په گټې خپلو موخو ته کمپاین کوي

ګنګوسې

اسلامپالي د ټرمپ له بریا څخه په گټې خپلو موخو ته کمپاین کوي

99

د «کوموريسېنټ» ورځپاڼې د ډونالډ ټرامپ اسلام ضد ویناګانو باندې خپله تبصره کې ليکلي، چې د بنسټ پالو ګوندونو مشران به د ټرامپ څرګندونو څخه ګټه پورته کړي.
ورځپاڼه وايي، چې ښايي سخت دريزې اسلامي تنظیمونه به د ډونالد ټرامپ د ولسمشرۍ له امله نور پلویان راجذب کړي. ځکه دوی، د ټرامپ اسلام ضد څرګندونې د نويو پلویانو په جذبولو کې خورا مرستندویه ګڼي.
د سياسي چارو پوهان هم دا اندېښنه لري چې د ټرامپ بریا به د توندلارو اسلامپالو ډلګيو پلویان ډېر کړي. رویټرز خبري اژانس په افغانستان کې د داعش ډلګۍ مشر ابو عمر الخراساني له خولې ليکي، چې «ډونالډ ټرمپ لیونی انسان دی، د مسلمانانو سره د نوموړي کرکه به زموږ کار نور هم اسانه کړي؛ او موږ به په زرګونه نوي پلویان ولرو».
رويټرز زیاتوي، چې القاعده تنظیم هم د امریکا ټاکنې له نږدې څارلې، د ټرمپ څرګندونو ته متوجه و او اوس دوی د ټرمپ د هېواد ولسمشر په توګه وینا ته انتظار باسي، چې د نوموړي له اسلام ضد څرګندونو څخه په گټې اخیستلو د امریکا په ضد يې استعمال کړي او نوي ملاتړي راخپل کړي.
رويټرز د عراق حکومت سلاکار هشام الهاشمي له خولې ليکي، چې د القاعدیې تنظیم ځانگړنه دا ده چې د نوو ملاتړو کوونکو د راجذبولو له پاره د سپینې ماڼۍ او نورو غربي سیاستوال له څرگندونو څخه گټه اخلي.