د اسلامي شریعت موخې

اسلام

د اسلامي شریعت موخې

599

ليکوال: دكتور فضل الرحمن عبدالغفور

د اسلامي دین په ټولو تکليفي احکامو کې د انسانانو مصالح او ګټې نغښتل شوي، برابره ده چې انسانان ددې ګټو د اداراک قوت لري او که يې نه لري. که دا توان ورکې وه چې د شرعي حکم مصلحت او ګټه پرې درک کړي خو ډيره ښه، که نه نو دا ګمان به نه کوي چې دا حکم بې ګټې دی، بلکې دا عقيده په کار ده: چې دغه شرعي حکم کې هم ګټه شته خو زما عقل يې د ادرک څخه عاجز دی.

او دا ځکه چې د شرعي حکمونو ګټې دوه ډوله دي:

اول: هغه : ګټې دي چې جلي او ښکاره وي، مجتهدین او په دین پوه خلک یې ادراک کولای او پېژندلای شي لکه د قتل، زنا او شرابو په حراموالي کې چې کومې ګټي دي.

دویم ډول ګټې خفي (پټې) دي چې د پوهو خلکو عقلونو هم د هغې د ادراک څخه قاصر وي، لکه د زوال وروسته د ماسپښین لمونځ حکم، یا د غروب وروسته د ماښام لمونځ حکم، یا د رکعتونو ټاکلی شمير په مختلفو وختو کې.

په بل عبارت د شرعي احکامو فایدې یا دنیوي وي چې انسانان يې د ادارک قدرت لري، یا اخروي وي چې انسانان يې د ادراک څخه کمزوری وي، ددین پوهانو د تتبع او استقراء وروسته د شرعي احکامو بنسټيزې ګټې یا مصالح درې ډوله کړي دي:

لومړی: هغه ګټې او مصالح دي چې د انسان د ضروریاتو څخه شميرل کيږي، په دې مانا چې موجودیت يې د انسانانو لپاره داسې حیثیت لري چې له هغې پرته یې د ژوند بقاء ناممکن وي.

لکه ددين ضرورت، د نفس ضرورت، د عقل ضرورت،د نسل او مال ضرورت (۱)دا پنځه واړه هغه څيزونه دي چې له دې هر یوه پرته ژوند ممکن نه دی. که دین چې د الهي قانون څخه عبارت دی نه وي، نو ژوند نشي کیدای، دا ځکه چې د یوه کوچني دولت دوام بې قانونه نشي کیدای بلکې د یوه ډول ګډوډۍ، قتل او غارت او بالآخره د تباهۍ سره مخامخ وي، نو که فرضا د ټول عالم لپاره یو جامع او مانع قانون نه وي نو حال به يې څه وي؟ حتما به د تباهۍ او فنا سره مخامخ کيږي.

او که نفس نه وي نو ژوند خو د نفسونو د بقا څخه عبارت دی، نو مانا به یې دا وي چې ژوند نشته. او په ساده عبارت چې انسان نه وي نو ژوند به هم نه وي.

او په همدې ډول چې عقل نه وي کوم چې د تکليفي احکامو مناط او بنسټ دی او ګرد خلک د کوچنیانو او لیونیانو په څېر وي نو بیا هم د ژوند دوام ناممکن دی. ځکه همدا عقل دی چې انسان ته د هلاکوونکو کندو څخه د ژغورنې وسيله ده او انسان ته د خپلې بقا او ژوندي پاتې کېدو لارې چارې ورپه ګوته کوي او په همدې ډول که انسانانو د تولد او تناسل اسباب او وسایل نه وي نو بیا هم د ژوند بقا د امکان څخه وتلی کار دی. او بالآخره دا یو منل شوی حقیقت دی چې د مال څخه پرته هم ژوند غیر ممکن او محال دی.

دویم: د شرعي احکامو دویمه بنسټيزه ګټه او مقصد دادی چې:

انسانانو ته د هغو حاجیات یعنی د هغو ضروریاتو څخه د پاسه یو بل ‌ډول شیانو ته هم اړ دي چې د هغې څخه پرته ژوند کیدای شي خو خلک له تکلیفونو سره مخامخ وي.

دې ډول شیانو ته د لومړي په څېر اړتیا نه وي، خو له دې څخه پرته ژوند تريخ او د کړاونو څخه ډک وي.(۲)

ددې ډول مثالونه خورا ډیر دي:

د بېلګې په توګه په عباداتو کې د سفر او مرض په حالت کې د روژې ماتول، یا د څلورو رکعتونو لمونځ پرځای په سفر کې دوه رکعته کول، او یا د اوبو د نشتوالي په صورت کې تیمم وهل او داسې نور.

او په معاملاتو کې د (سلم) یعنی چاته مخکې پیشي ورکول او څه ټاکلې موده وروسته ورڅخه معلوم مقدار مال په ټاکلي وخت او ځای کې ترلاسه کول او (استصناع) یعنی چاته د بوټ یا داسې نورو شیانو د جوړولو مخکې پيسې ورکول.

او (اجاره) یعنی چاته د روپو په مقابل کې د داسې منافعو ورکول چې د عقد په وخت کې موجود نه وي.

دا او دې په څېر نور معاملاتي کارونه په شرعي اصطلاح کې هغه (عقود) دي چې د شرعي عامو قواعدو خلاف د خلکو د اړتیاو له کبله روا کړی شوی وي، چې په شرعي اصطلاح کې ورته (رخص) ویل کيږي. او همدارنګه (عقوباتو) کې یو ډول احکام شته جې د خلکو اړتیاو له کبله روا کړای شوي، که څه هم د عامو قواعدو په چوکاټ کې نه راځي لکه په قتل خطا کې (دیت) یعنی د ویني قیمت د قاتل نیږدې نارینه، عاقلو او بالغو خپلوانو باندې واجب دي نه په قاتل.

همدارنگه د مقتول ولي وارث ته د قصاص څخه د عفوې حق هم ددوی د اړتیاو په بنسټ ورکړل شوې ((فمن عفي له من أخیه شیئ فاتباع بالمعروف وأداء الیه باحسان ذلک تخفیف من ربکم ورحمة فمن اعتدی بعد ذلک فله عذاب الیم))(۳)

ترجمه: نو هغه څوک چې عفوه وکړای شي ده ته له (قصاصه) ورور دده څخه څه شی، نو لازمه ده (په عفوه کوونکي) غوښتنه ددیت (له قاتله) په ښه وجه سره، او ورکول (د دیت) هغه (عفوه کوونکي) ته په ښه توگه سره.

درېيم: د شرعي احکامو درېیمه بنسټیزه گټه داده چې: د انسانانو لپاره هغه څيزونه برابروي کوم چې ددوی اخلاق ښکلي کوي او نېک آداب ورته ښيي، دا ډول شیان له دې کبله په درېيمه درجه کې ايښودل شوي چې: ددې نشتوالی، نه ژوند د فنا سره مخامخ کوي او نه ورڅخه د خلکو ژوند تنگيږي، خو د مستقيم فطرت او سليم عقل خاوندان هغه ژوند چې ورکې دا ډول ښایسته څېزونه نه وي او د یو ډول آسانتیاو څخه خالي وي نه خوښوي بلکې ترې کرکه کوي. دې ډول احکامو ته په شرعي اصطلاح کې تحسینیات وايي.

ددې لپاره هم څو مثالونه په لاندې ډول ذکر کول غواړم:

په عباداتو کې د جامو پاکوالی (وثیابک فطهر)(۴) او جامه دې، نو پاکه کړه. د بدن پټول او مسجد ته د تلو په وخت کې ښکلي او پاک لباس اغوستل (یابني آدم خذوا زینتکم عند کل مسجد)(۵) او په عاداتو کې د پليتو شیانو نه خوړل (حرمت علیکم المیتة والدم ولحم الخنزير)(۶) او په خوراک څښاک کې د ادابو رعایت کول په دې مانا چې انسان باید د خوراک د شروع څخه دمخه بسم الله ووايي، بیا د خپلې مخې څخه په ښي لاس شروع کړي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه صحابي ته وفرمایل: ( یا غلام سم الله وکل بیمینک وکل مما یلیک) او په یو بل حدیث کې يې داسې فرمايلي: (لیأکل أحدکم بیمینه، ولیشرب بیمينه، ولیأخذ بیمینه، ولیعط بیمینه، فان الشیطان یأکل بشماله ویشرب بشماله ویعطي بشماله ویأخذ بشماله)(۷) یعنی انسان دې خوراک څښاک، اخستل او ورکول دې په ښي لاس کوي، ځکه چې شیطان دغه ټول کارونه په کيڼ لاس کوي.

په معاملاتو کې د تحسینیاتو مثالونه شته، د بېلگې په توگه:

د پليتو شیانو د خريد او فروخت څخه ځان ژغورنه، د چا د یو څيز د خرڅولو په وخت مداخلت نه کول : (لایبیع الرجل علی بیع أخیه)(۸) د فضول خرچۍ او کنجوسۍ څخه ځان ساتل : (ولاتجعل یدک مغلولة الی عنقک ولا تبسطها کل البسط فتقعد ملوما مدحورا)(۹). د خیانت، دوکې او د ارتزاقي موادو لکه غنم، جوار، کجورې، غوړي او داسې نورو شیانو د ساتنې او د ټولو د نرخ د لوړوالي په منظور منع کول او داسې نور.

او همدارنگه په عقوباتو کې هم ددې ډیر مثالونه شته:

د مثال په توگه: جهاد کې د کوچنیانو او د هغو ښځو نه وژل چې په جنگ کې شريکې نه وي، د انسان د مرگ وروسته د هغه غوږ، پوزه، یا د بدن بل کوم غړی نه غوڅول او د غنیمت د مال څخه غلا نه کول: (اغزو باسم الله وفی سبیل الله، قاتلوا من کفر بالله، ولا تغلوا، ولا تغدروا، ولا تمثلوا، ولا تقتلوا وليدا….الحدیث)(۱۰). دې مبارک حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم مجاهدینو ته جهاد ته د رخصتیدو په وخت کې نصیحت کړی او داسې ورته فرمايلي:

دالله په نامه جهاد (غزا) ته د الله په لاره کې روان شئ، جگړه (جهاد) وکړئ دهغه چا سره چې په الله کافر دي ( نه يې مني)، د غنیمت د مال څخه غلا مه کوئ، عهد مه ماتوئ، مثله یعنی د چا غوږ، پوزه یا د بدن بل کوم غړی د مرگ څخه وروسته مه غوڅوئ او ماشومان مه وژنئ.

دا ټول هغه څېزونه دي چې اسلامي شریعت ورڅخه په کلکو او روښانه الفاظو منع کړې او ناروا يې گرځولي، خو ددې سره سره هم د ژوند د بقاء مخه نه نيسي او نه ورڅخه د خلکو ژوند تنگيږي، خو د سليم عقل او رسيدلی فکر لرونکی هغه ژوند چې دغه ډول کړه وړه ورکې وي نه خوښوي او ترې کرکه کوي.

لنډا دا چې: که په شرعي احکامو ذقيق او منصفانه نظر واچول شي دا به جوته شي چې : اسلام په خپلو ټولو احکامو کې د انسانانو د ضروریاتو، حاجیاتو او تحسینیاتو د پوره کولو څخه پرته په دنیا کې بل کوم بنسټيز هدف نه لري او همدا درې ډوله د خلکو د مصالحو بنسټونه دي.(۱۱) او اسلامي دين ددې درې واړو د تکوین، بقاء او حفاظت لپاره ځانگړي، غښتلي او نه بدليدونکې احکام ټاکلي.

د مثال په توګه دین چې د پنځو ذکر شوو ضروریاتو څخه یو اهم ضرورت دی او د عقایدو، عباداتو او معاملاتو یوه مجموعه ده چې الله جل جلاله له ده سره د خلکو د اړیکو د ټینګولو او د خلکو تر منځ په مختلفو حالاتو کې ځانګړي او ټولنيزو اړيکو، آن د یو دولت د بل سره د سولې او جنګ حالاتو کې د اړیکو جوړولو لپاره وضع کړي.

ددغه دین د جوړښت او ایجاد لپاره یې ایمان، لمونځ، روژه، حج او داسې نور اساسي اصول مقرر کړي او بیا یې ددې اسلامي قانون چې د بشریت نیکمرغتیا او بریالیتوب ورکې نغښتي، د حفاظت او بقا لپاره هم داسې غاښ ماتوونکې احکام د هغه چا لپاره ټاکلي کوم چې ددغه مبارک او سپيڅلي دین او سماوي قانون ته ددعوت مخنیوی کوي او په دې لاره کې خنډونه او موانع ایجادوي او یا ورڅخه د قبلیدو وروسته اوړي (مرتد کېږي) او یا یې احکام تحریفوي او یا ورکې په باطله فتواوې صادره وي او بالآخره داسې څېزونه ورکې ګډوي چې شرعي بنیاد یې نه وي.

او په همدې توګه یې د نفس، عقل او نسل د ایجاد او په پای کې د مال د ایجاد او حفاظت لپاره یې داسې احکام وضع کړي چې د انساني ژوند تر پایه ورکې تغيير، تبدیل او ترمیم امکان نشته.(۱۲) دا هم د یادونې وړ ده چې اسلام یواځې د ذکر شوو درې ډوله انساني مصالحو په پوره کولو اکتفا نه ده کړې، بلکې په دې منظور چې دغه درې ډوله مصالح په کامله توګه بې له کوم جزوي نقصانه مینځ ته راشي او انساني ټولنه په خپل ژوند کې د مکمل راحت او سکون احساس وکړي، نو ورته يې یو ډول نور احکام وضع کړي او هغې ته یې د مکملاتو لقب (نوم) ورکړی.

د بېلګې په توګه: الله پاک د نفس د حفاظت لپاره قصاص یو ضروري حکم ټاکلی (ولکم في القصاص حیاة یا أولي الألباب)(۱۳). بیا یې د قصاص د تکمیل په خاطر تماثل لازم کړی، په دې مانا چې قاتل باید په هغه طریقه ووژل شي په کومه یې چې مقتول وژلی، تر څو د یوې خوا د مقتول د ورثه و تسکین وشي او د بلې خوا د قصاص څخه هدف چې د انسانانو د ژوند تامینول او بقا ده تر لاسه شي.(۱۴)

په همدې ډول د نفس د حفاظت او د دوام لپاره یې زواج ټاکلی (تزوجوا الولود الودو فاني مکاثر بکم الأمم یوم القیامة) یعنی د ډیر اولاد راوړنکې او ډیره مینه ناکه ښځه کوﺉ ځکه زه ستاسو په ډیروالي د قیامت په ورځ د نورو امتونو سره فخر کوم. ددې حدیث په تایید سره بل حدیث کې داسې راغلي: )) تناکحوا تناسلوا، فاني مکاثر بکم الأمم یوم القیامة((۱۵). بیا ددې لپاره چې دغه زواج په مکمل ډول سره ترسره شي او دوام ومومي د ښځې او خاوند تر مینځ یې برابروالی )کفاءت( ددین، نسب، ښایست او مال له پلوه لازم کړی او دا ځکه چې د تکافؤ او برابروالي نشتوالی د شځې او خاوند تر منځ د نفرت موجب ګرځي او هغه هدف چې د واده څخه دی په ښه توګه لاسته نه راځي.

په همدې شان الله پاک د عقل، نسل او مال د حفاظت او بقا لپاره هم ځانګړي احکام ټاکلي تر څو په خورا ښه شان محفوظ او دوامداره پاتې شي او څنګه چې د انساني ضروریاتو لپاره مکملات ټاکل شوي په دې ډول د انساني حاجیاتو او تحسینیانو لپاره هم احکام وضع شوي تر څو دا دوه ډوله هم د لومړي په څېر په کامله وجه حاصل شي.

ددې دواړو لپاره هم د یوه یوه مثال ذکر مناسب ګڼم: بیع د انساني حاجیاتو څخه یو حاجت دی، نو ځکه الله جل جلاله روا کړې (واحل الله البیع وحرم الربا)(۱۶) بیا الله جل جلاله د خپل رسول په وسيله د بیع د تکمیل او د هغې څخه په ښه توګه د هدف حاصلولو په منظور د معدوم څيز د خرڅولو څخه منع کړی (لا تبع ما لیس عندک)(۱۷) ځکه د معدوم څيز د اخستلو څخه د چا حاجت نه پوره کیږي.

د عاشورې روژه نیول اسلامي شریعت د تحسینیاتو او ښو اخلاقو څخه شمېرلې، بیا یې ددې ښه خوي د تکمیل لپاره په شروع سره لازم کړي: په دې مانا که چا ددې روژې نیول شروع کړل او بیا یې د کوم عذر لکه لوږه یا میلمستیا په وجه ماته کړه، نو په راجح قول پرې قضا لازمه ده، دا ځکه چې رسوالله صلی الله علیه وسلم د خپلو دوه بیبیانو (عایشه او حفصه) ته کله چې دوی نفلي روژه ماته کړې وه، وفرمایل: (لا، علیکما صوما مکانه یوما آخر)(۱۸) یعنی په تاسو دواړو څه نشته، دواړه ددې پرځای یوه بله ورځ روژه ونیسئ.

او یوه بل صحابي ته يې چې هغه ته کوم دوست د ډوډۍ لپاره بلنه ورکړې وه او دده نفلي روژه وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: (اجب أخاک واقض یوما مکانه).(۱۹) یعنی د ورور بلنه دې ومنه او بیا ددې روژې پر ځای یوه ورځ قضایي روژه ونيسه.

او دا هم باید له نظره ونه غورځوو چې حاجیات د ضروریاتو خادم او مکمُل دی، څنګه چې تحسینیات د حاجیاتو مکمل دی او ددې دواړو حفاظت او ساتنه د ضروریاتو د حفاظت له کبله ده.

که فرضا ددې دواړو حفاظت د ضروریاتو د فساد موجب کېده نو بیا یې حفاظت د اعتبار وړ نه دی، بلکې ضروریات به د فساد او خرابېدو څخه ژغورل کېږي.(۲۰)

د بېلګې په توګه که په زواج کې کفاءت په نظر کې نیول د زواج د فساد او نه حاصلیدو موجب ګرځېده نو کفاءت د اعتبار وړ نه دی بلکې زواج به له کفاءت پرته ترسره کیږي.

په همدې ډول که قصاص کې تماثل د قصاص د نه کېدو سبب ګرځېده، نو بې تماثل به قصاص کولای شي او تماثل د اعتبار څخه غورځيږي.

او دا ځکه چې ضروریات اصل، حاجیات او تحسینیات یې فرع دی او یا لکه د موصوف او صفت په څېر دي او فرع او صفت هله د اعتبار وړ وي کله چې د اصل او موصوف په خدمت کې وي، که داسې نه وي نو صفت او فرع بې اعتباره او اصل یا موصوف د اعتبار وړ دي چې محفوظ وساتل شي.

مطلب دا چې ددې درې واړو بنسټيزو اهدافو او انساني ګټو تر منځ باید ترتیب رعایت او په نظر کې ونیول شي: په اوله درجه کې ضروریات بیا حاجیات او په درېیمه درجه کې تحسینیات او ددې درې واړو مکملات په څلورم نمبر کې راځي.

او دا د سليم عقل خلاف کار دی چې ضروریات تر پښو لاندې شي او حاجیات په سترګو پورې شي، یا دا کار د تحسینیاتو په نسبت حاجیاتو سره وشي او یا دا ټول د نظر څخه وغورځول شي او مکملاتو ته توجه او پاملرنه وشي.

(۱)- الموافقات للامام الشاطبي: ۲ جلد، ۸ مخ، او اصول الفقه د شیخ محمد زکریا البرديسي ليکنه، ۴۴۶-۴۴۸ مخونه.

(۲) المستصفی للامام الغزالي ۱ جلد، ۲۶۸ مخ، الموافقات ۲ جلد، ۱۰مخ، اصول الفقه الاسلامي د دکتور وهبة الزحیلي ليکنه، ۲جلد، ۱۰۲۰- ۱۰۲۴ مخونه.

(۳)البقره، ۱۷۸ آیت.

(۴) المدثر، ۴ آيت.

(۵) الاعراف، ۳۱ آیت.

(۶) المائده، ۳ آیت.

(۷) سنن ابن ماجه روایت کړی، ۲ جلد، ۱۰۷۸ مخ.

(۸) ابوداود روایت کړی، ۳ جلد ۸۵، ۸۶ مخونه.

(۹) الأسراء، ۲۹ آیت.

(۱۰) ابن ماجه روایت کړی، ۲ جلد، ۹۵۳ مخ.

(۱۱) الموافقات، جلد ۲، ۵۱ مخ، المستصفی، ۱ جلد، ۱۳۹-۱۴۱ مخونه، فواتح الرحموت، ۲ جلد ، ۲۶۲ مخ او اصول الفقه الاسلامي د دکتور وهبة الزحيلي ليکنه، ۲ جلد، ۱۰۲۳ مخ.

(۱۲)اصول الفقه الاسلامي للدکتور وهبة الزحیلي، ۲ جلد، ۱۰۲۱ مخ.

(۱۳) البقره، ۱۷۹ آیت.

(۱۴) الموافقات، ۲ جلد، ۱۲-۱۳ مخونه، تېر مصدر، ۲ جلد، ۱۰۲۴ مخ.

(۱۵) ابن ماجه روایت کړی، ۱ جلد، ۵۹۹ مخ.

(۱۶) البقره، ۲۵۷ آیت.

(۱۷) ابوداود، ۷۶۹ مخ او ابن ماجه په ۲ جلد، ۷۳۷ مخ کې رویت کړی.

(۱۸) ابوداود روایت کړی، ۲ جلد، ۸۲۶ مخ.

(۱۹) ابن ماجه روایت کړی، ۱ جلد، ۶۷۷ مخ.

(۲۰) الموافقات، ۲ جلد،۱۶- ۱۸ مخونه، اصول الفقه الاسلامي د وهبة الرحیلي ليکنه، ۲ جلد، ۱۰۲۶ مخ، اصول الفقه د امام محمد أبو زهرة ليکنه، ۳۷۳ مخ او اصول الفقه الاسلامي د دکتور بدران ابوالعینین لیکنه، ۳۴۰ – ۳۴۱ مخونه.