روسیه اسلامي بانکداري پیلوي

اسلام

روسیه اسلامي بانکداري پیلوي

331

د لومړي ځل لپاره د روسیې د اسلامي بانکدارۍ مرکز غواړي چې اسلامي بانکداري د سویل ختیځې اسیا او منځني‌ختیځ په کړنلارو پیل کړي. روسیه غواړي چې د مشارکت په اساس له خپلو مشتریانو سره معامله وکړي.دا پرېکړه داسې مهال شوې ده چې دوی د لویدیځ له لوري له درنو اقتصادي بندیزونو سره مخ دي نو دوی غواړي چې له دې لارې د مسلمانو پانگه‌والو پانگې مخه مسکو ته واړوي.

روسان غواړي چې دغه تجربه لومړی د روسيې فدراسيون په تاتارستان هيواد کې وکړي. دغه هيواد له مسکو څخه ۸۰۰ کیلومټره فاصله لري او ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان دي. د دې ښار والي «رستم مننیخانوف» په دې اړه وایي: «موږ له سختو شېبو څخه تېرېږو، اقتصادي بندیزونو مجبور کړي یو چې په نوو لارو چارو فکر وکړو، موږ باید خپلو مشتریانو ته نوي خدمات وړاندې کړو چې نه د روسیې له بانکي قانون سره په ټکر کې وي او نه د اسلامي بانکدارۍ له ارزښتونو سره ټکر وکړي».

مننیخانوف همدارنگه زیاته کړه: «زه په دې اړه مطمئن یم چې دا نوې اقتصادي سیستم به د نړۍ له ډېرو برخو څخه مالي اسانتیاوې مسکو ته راوړي. اسلامي بانک به د تاتارستان ټولو وگړو، شرکتونو او بهرنیو سوداگرو ته خپل خدمات وړاندې کوي».

د تاتارستان د مالیې وزیر وویل: «د لویدیځوالو پانگه‌والو د کمښت له امله موږ په نورو منابعو فکر وکړ نو اوس مو وغوښتل چې د مسلمانو سوداگرو پاملرنه خپل ښار ته واړوو». وزیر همدارنگه زیاته کړه چې اسلامي اقتصاد په نړیوال بازار کې ډېره تیزه وده کوي د ده په وینا اوسمهال دغه اقتصادي سیستم په کال کې د ۱۵٪ـ۲۰٪ پورې وده کوي.

اسلامی بانکونه په خپلو چارو کې د سود له استعمال څخه ډډه کوي او له خپلو مشریانو سره د گټې او تاوان په شریکولو باندې معامله کوي.