د حنين غزا شننه او تفسير

اسلام

د حنين غزا شننه او تفسير

369

عبد الله محسن

د حنين غزا هم لکه د نورو لويو او مشهورو غزاګانو په څېره له ډېرو درسونو او عبرتونو ډکه ده او د قرآن شريف خاص آیاتونه د دې غزا په هکله نازل شوي دي. په سر کې يوه يادونه بايد يو ځل بيا وکړم چې د دغې غزا پوره قيصه او پر اړه يې تفصيلي خبره نشو کولای، بلکې يوازې مهمو نکتو ته اشاره کوو او بيا د يوې شننې او تفسير په رڼا کې ځينو مهمو درسونو او عبرتونو ته اشاره کوو.

کله چې پېغمبر صلی الله علیه و سلم مکه فتح کړه، هوازن او ثقیف قبيلو په خپلو کې مشوره وکړه، چې مخکې لدې چې پېغمبر صلی الله علیه و سلم د دوی پر لور خپلو فتوحاتو ته ادامه ورکړي، بايد تياری ورته ونيسي. نو د مالک بن عوف النضري تر قيادت لاندې مختلفې قبيلې سره متحدې شوې، چې پر هوازن او ثقيف سر بيره،نصر، جشم، او د سعد بن بكر چې د حليمة السعدیة قوم و، شاملې وې(۱)، او د پېغمبر صلی الله علیه وسلم په مقابله کې د يو قوي ځواک سره د حنین په دشته کې د خپلو ټولو مالونو او اولادونو سره ځای پر ځای شول، چې تقريبا د مکې او طايف په منځ کې موقعت لري(۲).

کله چې پېغمبر صلی الله عليه و سلم د کفارو لدې شوم پلان څخه خبر شو د عبد الله بن أبي حدرد الأسلمي په نوم صحابي يې د کفارو ليکو ته واستوه، او وروسته له دقيقې معاينې او تدبير څخه يې سمدستي خپلو صحابو ته د تيارۍ امر وکړو، چې د اول ګذار او مخکې د هغوی له تيارۍ او اتحاد څخه ورباندې حمله وکړي.

پېغمبر صلی الله عليه و سلم جنګ ته د تيارۍ لپاره د صفوان بن آمية، چې مسلمان نه وو سل دانې ځغرې، چې په يو بل روايت کې څلور سوه ښودل شوي، په اجاره واخيستې، کله يې چې ورنه د ځغرو غوښتنه وکړه، صفوان دا وانګېرله چې اسلامي پوځ يې ورڅخه په زور اخلي، نو له پېغمبر صلی الله عليه وسلم څخه يې پوښتنه وکړه (أغصبا يا محمد)، پېغمبر صلی الله عليه و سلم ورته و ويل: په غصب او زور نه بلکې په اجاره او ضمانت باندې (بل عارية مضمونة).(۳).

اسلامي پوځ د خپل رحيم پېغمبر او مهربانه قايد تر مشرۍ لاندې د روايتونو په اختلاف د هجرت پر اتم کال، د شوال په پنځمه د د دولس زره لښکر سره له مکې معظمې څخه و خوځېد.

اسلامي پوځ له مکې نه د وتلو پر وخت په خپل ځان دومره مطمئن و، چې ځينو يې ويل: نن به بری يوازې زموږ وي او د ډېروالي په برکت به پر دښمن ضرور غالبه کېږو. د همدې په اړه الله جل جلا له ځينې لاندې اياتونه هم نازل کړل: (لقد نصركم الله في مواطن كثيرة ويوم حنين إذ أعجبتكم كثرتكم فلم تغن عنكم شيئا وضاقت عليكم الأرض بما رحبت ثم وليتم مدبرين (۲۵) ثم أنزل الله سكينته على رسوله وعلى المؤمنين وأنزل جنودا لم تروها وعذب الذين كفروا وذلك جزاء الكافرين (۲۶) ثم يتوب الله من بعد ذلك على من يشاء والله غفور رحيم (۲۷).(۴).

په لاره کې ځېنې عربان له مکې څخه د اسلامي پوځ سره وتلي وه چې په اسلام کې تازه داخل شوي وه، له پېغمبر صلی الله علیه و سلم څخه يې وغوښتل چې د مشرکينو په شان دوی ته هم د تعظيم لپاره يوه ونه خاص کړه، دغې ونې ته به ذات انواط ويل کيده،(يا رسول الله، اجعل لنا ذات أنواط كما لهم ذات أنواط) پېغمبر صلی الله عليه وسلم ورته و ويل چې ايا تاسو هم د موسی عليه السلام د قوم په شان وايئ: (اجعل لنا إلها كما لهم آلهة). کله چې اسلامي پوځ د حنين درې ته ورسېدو ناګهانه د غشو له سخت باران سره مخامخ شو او د الله تعالی د کلام مطابق، په شا تګ ته مجبور شول. د دې لپاره چې په دې غزا کې د مسلمانانو په شا تګ لږ نور هم واضح شي، د صحيح مسلم يو حدیث را نقلو. امام مسلم د ابن اسحاق يو روايت را نقل کړی دی: (عن أبي إسحاق، قال: جاء رجل إلى البراء، فقال: أكنتم وليتم يوم حنين يا أبا عمارة؟ فقال: أشهد على نبي الله صلى الله عليه وسلم ما ولى، ولكنه انطلق أخفاء من الناس، وحسر إلى هذا الحي من هوازن، وهم قوم رماة، فرموهم برشق من نبل كأنها رجل من جراد، فانكشفوا، فأقبل القوم إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم، وأبو سفيان بن الحارث يقود به بغلته، فنزل ودعا واستنصر، وهو يقول: أنا النبي لا كذب، أنا ابن عبد المطلب، اللهم نزل نصرك.(۵). له پورتني حديث څخه په (اخفاء چې د خفيف جمعه ده او حسر د حاسر ) بې وسلې او بې ځغرې پوځيان مراد دي، نو دا ورڅخه معلومېږي چې په شا تګ يوازې بې ځغرو او غير مجهزو پوځيانو کړې وه.

کله چې ځينو صحابو په شا تګ وکړو، پېغمبر صلی الله عليه و سلم د پاتې کسانو سره په ميدان کې پاتې شو او مسلمانانو ته يې د خپل تير وخت ځينې شاهکارۍ او کارنامې ور په يادې کړې او بيرته يې د مسلمانانو په زړونو کې د جهاد ولولې را تازه کړې او اسلامي پوځ يې يو ځل بيا متحد او پر ځان را ټول کړو چې په نتيجه کې الله تعالی بری ور په برخه کړو.

د ماتې په صورت کې ځينې مشرکين په تيښته بريالي شول، خو پېغمبر صلی الله عليه و سلم ورپسې خپل صحابه ولېږل چې د شر لمن په پوره معنی ورټوله شي او داسې و نشي چې په خپلو کې سره بيا راټول شي او د اسلام او مسلمانانو پر ضد بيا را ولاړ شي، او پېغمبر صلی الله عليه وسلم ورته د دې مهلت ورنکړو او تر هغې تعقيب کړل چې يا خو تسليم شول يا مړه او يا يې اسلام قبول کړو. د سيرت کتابونه ليکي چې په دې غزا کې مسلمانو شاوخوا څلور زره بنديان په لاس ورغلل. وروسته پېغمبر صلی الله عليه وسلم ښځو او ماشومانو ته بښنه وکړه او غنيمتونه یې تقسيم کړل.

ځينې درسونه او عبرتونه:

اوله نکته چې ډېره مهمه ده او د مسلمانانو د ضعف او د شاتګ اساسي لامل ګڼل کېږي، او د الله جل جلا له نصرته او په هغه د توکل څخه غافله کيدل او يوازې په مادياتو پورې خپله فتح او کاميابي تړل دي. همدې ته الله جل جلا له په خپل قران کې په لانديني ايت کې اشاره کړيده (لقد نصركم الله في مواطن كثيرة، ويوم حنين إذ أعجبتكم كثرتكم فلم تغن عنكم شيئا، وضاقت عليكم الأرض بما رحبت ثم وليتم مدبرين).

سيد قطب رحمه الله بيا د همدې ايت په تفسير کې د شا د تګ اولنی سبب، په پوځ کې د نوو مسلمانانو وجود ښيي او وايي: ( وكان من الأسباب الظاهرة لهذه الهزيمة في أول الأمر أن ألفين من “الطلقاء” الذين أسلموا يوم الفتح، قد خرجوا مع الآلاف العشرة من جند المدينة الذين فتحوا مكة).(۶).

په پورتني ايت کې الله تعالی په مسلمانانو ښکاره دا غږ کوي چې ما مو هميشه کومک کړی، يوازې خپله کاميابي په اسبابو او مادياتو پورې مه خاص کوئ، هغه زه وم چې په بدر کې مې درته په درې سوه کسانو باندې له زرو نه زيات لښکر ته ماتې ورکړه، د خندق په غزا کې مې هم ستاسو مدد کړی. او دې ته خپل مسلمان بندګان متوجه کوي چې په الله جل جلا له توکل، هغه ته ځان سپارل او په هر کار کې لومړی وسيله خپل رب د هغوی کاميابي ده.

لدې نه علاوه د حنين د غزا بالخصوص د شا د تګ څخه دا هم ثابتېږي، که امکانات هر څومره ډېر شي خو نصرت يوازې او يوازې د الله جل جلا له په لاس کې دی او بايد د اسبابو سره سره اول په همغه باندې توکل او اعتماد وشي، د دې ښه صورت الله جل جلا له ذکر کوي ( و ما رميت اذ رمیت و لکن الله رمی)، که دې ايت ته دقيق نظر وشي دا ورڅخه په لاس راځي چې ويشتل او فتح د الله په لاس کې ده، هر څه هغه په خپل تقدير کوي او اسباب او وسيله يوازې يوه لار ده چې الله جل جلا له د خپلو بندګانو د ازمايلو لپاره غوره کړې ده.

دوهم درس چې زما په نظر ډېر د اهتمام وړ دی، هغه د مجاهد د صحيحې او کاملې تربيې خبره ده، د حنين په غزا کې لکه چې مخکې مو و ويل د شا د تګ يو سبب په پوځ کې د نوو مسلمانانو وجود و، چې صحيحه او کامله روزنه يې لا نه وه شوې او تقريبا يو مياشت مخکې د اسلام سخت دښمنان وه، په همدغه علت سيد قطب او محمد دکتور صلابي هم ټينګار کړی.(۷). زما په نظر که د مسلمان مجاهد روزنه په صحيحه او کامله توکه وشي او د جهاد له صحيح مفهومه اګاه او خبر کړای شي، د جهاد مينه يې په زړه کې ځای و نيسي، د جهاد د فضيلت او برکته خبر کړای شي، شايد د دغسې مشکل مخه و نيول شي، ځکه چې تاريخ ځان تکراروي او ښکاره له حقيقته ډک مثال يې د حنين غزا ده.

درېيم: په جنګ کې بايد د پوره څارنې، ارزونې او معقول تدبير څخه کار واخيستل شي. پېغمبر صلی الله عليه وسلم به په ټولو غزواتو کې يو يا څو صحابه د څارنې لپاره خاص کول تر څو د دښمن د ځواک او ارادو څخه بايد خبردار وسي. د حنين په غزا کې يې هم د عبد الله بن أبي حدرد په نوم صحابي غوره کړو تر څو د مشرکينو له حال او احواله يې خبر کړي. او بيا وروسته له هغې يې خپلو صحابو کرامو ته د تيارۍ امر وکړو.

څلورم: د قائد شجاعت او ثبات بايد له مخکې څخه ارزول شوې وي ځکه چې د قائد دوه پښې او دوه لاسونه د ټول پوځ لاس او پښې وي، نو طبعي خبره ده چې د قائد ثبات او زړوزتيا هم د ټول پوځ د اتلولۍ سبب کيدای شي. ډېر کله داسې کېږي چې د يو قوي او زړور قائد تر قومندې لاندې د ډېرو کمو امکاناتو سره ډېر کم تعداد په ډېره ميړانه جنګېدلي دي او فتح او بريا الله ور په نصيب کړې ده، خو له بل طرفه داسې هم کېږي چې يو کمزوري، زړه نازړه او مزعزع قائد د ډېر قوي پوځ سره ماتې خوړلي وي. د حنين په غزا کې لکه د نورو غزاګانو پر څېر پېغمبر صلی الله علیه وسلم چې د اسلامي پوځ قائد و د دې ښه مثال وړاندې کړو، په خپله زړورتيا و ثبات يې يوازې او په ډېر کم تعداد پوځيانو و کولای شول چې د مسلمانانو زړونه د ويرې پر ځای له قهرمانۍ او اتلولۍ څخه ډک کړي، همغه و چې جکړه له ماتې وروسته يو ځل بيا په فتح او کاميابۍ بدله شوه.

پنځم: په جګړه کې بايد د دښمن پښې په مکمله توګه و وهل شي، او داسې و نه شي چې د زخمي سپي په شان قهريدلی بل ځای ته پناه ويسي او له هغه ځايه په خلکو حملې کوي. همدغه د مثالي قائد حضرت محمد صلی الله عليه وسلم پاليسي هم وه، هېڅکله يې دښمن ته د بيا متحد کېدو او د بيا جګړې ته د زړه ښه کولو چانس نه ورکاوه. د حنين په غزا کې هم پېغمبر صلی الله عليه و سلم له جګړې وروسته د تښتيدلي قهريدلي دښمن پسې صحابه ولېږل چې بايد د اينده لپاره د بيا جګړې ته د تابيا نيولو امکان هم ختم شي او اسلامي امت له هر شر او فساد څخه پاک شي.

شپږم: د کفارو سره د مشابهت څخه منعه. ځينې پوځيانو له پېغمبر صلی الله عليه وسلم څخه و غوښتل چې د مشرکينو په شان دوی ته هم يو ونه د تعظيم لپاره خاص کړي، خو پېغمبر صلی الله عليه وسلم ورڅخه منعه راوړه او لدې کار څخه يې و ويرول.

شپږم: د ماشومانو او ښځو له وژل کيدو څخه ډډه کول. په يو حديث کې راځي چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم يوه مړه ښځه وليده چې خلک ورباندې راټول وه، صحابو ته يې و ويل چې د ښځو د قتلولو څخه بايد کلکه منعه راوړي او قتل يې نه کړي، او ورته يې و ويل چې تاسو هم د موسی عليه السلام د قوم په شان وايئ چې (اجعل لنا إلها كما لهم آلهة). د مشابهت مسئله علماء کرامو څيړلې ده چې کوم قسم مشابهت روا دې او کوم قسم نه، خو دلته ورڅخه تيريږو او يوازې په همدې بسنه کوو.

د حنين غزا له ډېرو احکامو څخه هم غني ده لکه د واده کړای شوو مسبياتو سره د جماع کولو حکم، د جعرانې نه د عمرې مسله، د غلول مسله او همداسې نور ډېر فقهي مسائل دي چې د فقهې علماو په کې پراخه بحثونه کړي، دلته ورڅخه تيريږو.

 

۱– سير أعلام النبلاء دوهم جز ۱۳۰ مه صفحه. مغازي د واقدي درېيم جز ۸۸۵ مه صفحه. سيرة بن هشام دوهم جز ۴۳۷ مه صفحه.

۲– تعريف بالأماكن الواردة في البداية و النهاية اول جزء 458 مه صفحه.

۳– السيرة النبویة علی ضوء القرآن و السنة النبویة دوهم جز ۴۶۸مه صفحه. جوامع السيرة النبویة اول جز ۱۸۹مه صفحه. سير آعلام النبلاء. دوهم جز ۱۳۰ صفحه.

۴– سورة التوبة ۲۵، ۲۶، ۲۷ ايتونه.

۶– صحيح مسلم درېيم جز ۱۴۰۱مه صفحه.

۷– تفسير فی ظلال القرآن درېيم جز ۱۶۹۹ مه صفحه.

۸– السیرة النبویة عرض وقائع و تحليل آحداث. دکتور محمد الصلابي.