د ښوونځي مدیر

ادبي نثرونه

د ښوونځي مدیر

78

ژباړه : عطا محمد میاخېل 
د هندوستان په کلکته کې د یوه ښوونځي مدیر دا لیک د آزموینو له پیل څخه څو اوونۍ مخکې د زده کوونکو والدینو ته ولېږه : 
درنو میندو او پلرونو ! 
ستاسو د اولادونو آزموینې به ډېر ژر پیل شي . 
زه پوهېږم، چې تاسو څومره خواشیني یاستئ، چې اولادونه مو وکولای شي، په ښه توګه د آزموینو له مسؤولیت څخه را ووځي، خو د مهربانۍ له مخې په پام کې ولرئ، چې په دې زده کوونکو کې یو هنرمن شتون لري، چې په ریاضیاتو باندې پوهېدلو ته اړتیا نه لري . 
یو کار زېږونکی شتون لري، چې د تاریخ او انګلیسي ادبیاتو ژور درک ته اړتیا نه لري . 
یو موسیقي پوه شتون لري، چې په کېمیا کې د لوړو نمرو اخیستل ورته هېڅ ارزښت نه لري . 
یو ورزشکار شتون لري، چې بدني او فزیکي چمتووالی د فزیک له درس څخه ورته زیات ارزښت نه لري . 
که چېرې اولادونو مو لوړې نمرې واخیستې، نو ښه ده . پرته له دې د مهربانۍ له مخې له هغوی څخه د هغوی شخصیت او په ځان باندې باور مه اخلئ . 
هغوی ته ووایئ، ستونزه نه شته هغه یوازې یوه آزموینه وه او دوی په ژوند کې د ډېرو سترو څیزونو د ترسره کېدو له پاره نړۍ ته راغلي دي . 
هغوی ته ووایئ، چې نمرو ته په نه پاملرنې سره، له هغوی سره به مینه کوئ او په هغوی باندې به قضاوت نه کوئ . 
د مهربانۍ له مخې دا کار ترسره کړئ، ترڅو وګورئ، چې اولادونه مو څنګه نړۍ فتح کوي . نباید د هغوی هیلې، استعدادونه او په ځان باندې باور د یوې آزموینې یا ټیټې نمرې قرباني شي او په پای کې فکر مه کوئ، چې ډاکټران او انجینران د ځمکې د سر یوازیني خوشاله او نېکمرغه انسانان دي . 
په ډېر درنښت 
د ښوونځي مدیر