هېلري کلنټن خپل مېړه ته طلاق ورکوي

ګنګوسې

هېلري کلنټن خپل مېړه ته طلاق ورکوي

457

په ولسمشريزو ټاکنو کې له ناکامۍ وروسته هېلري کلنټن له خپل مېړه بیل کلنټن څخه د طلاق غوښتنه کړې.
د «کرېسچن ټایم نیوز پېپر» ورځپاڼې د راپور پر اساس د هېلري کلنټن مدافع وکیلانو د نيویارک محکمې ته په دې تړاو دعوه پورته کړې.

ورځپاڼه ادعا کوي چې د دوی د خبریال لاس ته ورغلي شواهد روښانه کوي، چې بيل او هېلري په طلاق او له طلاق وروسته د ګډ جایداد په وېش سره سلا شوي.

هېلري او بيل «يل پوهنتون» کې سره یو بل پېژندلي وو. هغه مهال دواړه د حقوقو پوهنځي کې محصلین وو. په ۱۹۷۵م کې دواړو واده وکړ. دوی چيلي نومې ۳۶ کلنه لور هم لري.

په ۱۹۹۸م کې په ولسمشر بیل کلنټن تور پوری شو، چې ګواکې نوموړی په سپينه ماڼۍ کې د پالندويې مونیکا لوینسکي سره جنسي اړيکې لري. بیل کلنټن لومړی دغه تورونه رد کړل، خو لږه موده وروسته يې پرې اعتراف وکړ.

له دې وروسته بيل د دروغو په ګواهۍ هم تورن شو او له ولسمشرۍ د استعفا ګواښونه ورته متوجه و، خو د دې ټولو سربېره هيلري له خپل مېړه څخه په کلکه دفاع کوله.