د کلنټن حیرانوونکی اعلان او د هاګ غونډه

د پرون کيسه

د کلنټن حیرانوونکی اعلان او د هاګ غونډه

166

کای ایډه – په افغانستان کې د ملگرو ملتونو پخوانی استازی
ژباړن: سمیع الله ایلم

د امریکا نوې ادارې په افغانستان کې د خپلې ستراتیژۍ پر ارزونه پیل وکړ، په سلګونو پاڼې ولیکل شوې، او بحثونه پرې پیل شول. مرستیال ولسمشر بایډن خو مخکې له دې چې سوګند پورته کړي له کابله د لیدنې پر مهال موږ په دې پوه کړي وو چې په کوم پوزیشن کې خپل ځانونه وګورو. اوس نو موږ له لیرې بحث لیده. د مشورې په موخه هیڅ ګام پورته نه شو. د افغان حکومت ځینې کلیدي وزیرانو په فیبرورۍ کې له واشنګټن لیدنه وکړه. د همدې لیدنې پر مهال یوه یې د لیکلي پیغام (SMS) پر وسیله دا کلیمه وه ( نیواک/ استعمار). افغانانو داسې نه احساسوله، چې له دوی سره دې مشوره شوې وي. دوی یوه اوونۍ په واشنګټن کې تېره کړه، چې دوی یوازې ننداره وکړه او بس!

د پولینډ په کراکوف کې د سوله ساتو ځواکونو د دفاع وزیرانو د غونډې پر مهال، د ناټو مشر زه یوې څنډې ته کړم او څه معلومات یې راکړل: داسې ښکاري، چې د امریکا نوې اداره د افغانستان په اړه د خپلې ستراتیژۍ د بیا کتنې په موخه لویه غونډه راو بولي، د بانکي مون له دې خبرې څو اوونۍ تېرې شولې خو ما یې په اړه څه وانه اوریدل. بیا زه دې پایلې ته ورسېدم چې کیدای شي، چې دغه پلان لغوه شوی وي. زه د مارچ پر پنځلسمه، په اوومه ماڼۍ کې د خپل کمپیوټر مخ ته ناست وم، چې ناڅاپه مې له واشنګټن څخه د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ریچارډ بوچر یو برېښنالیک تر لاسه کړ. نوموړی ډېره موده د افغانستان لپاره د امریکایي ستراتیژۍ مسوول و، خو اوس یې دا دنده پرېښې وه. بوچر زما ښه ملګری و او د افغانانو ترمنځ یې ښه نوم درلود، هغه راته لیکلي وو، چې زه به یو پیغام تر لاسه کړم، چې امریکا د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړوي او له ما به وغوښتل شي، چې د کنفرانس مشري پر غاړه واخلم. بس همدا ټوله خبره وه. زه لا تر اوسه د کمپیوټر مخ ته ناست وم، چې بروکسل کې مې له رسنیو لومړني خبرونه تر لاسه کړل. د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه، چې څرنګه خلاصه شوه هیلري کلنټن خبري ناسته راوغوښته او اعلان یې کړه چې امریکا د افغانستان لپاره د خپلې تګلارې په اړه یوه لویه غونډه په هاګ کې جوړوي او د حل لارو په اړه به بحثونه په کې ترسره کړي. د ملګرو ملتونو سر منشي به هم په غونډې کې برخوال وي او له ما څخه به وغوښتل شي څو د غونډې مشري وکړم. بیخي حیرانونکې وه. ما د بهرنیو چارو وزیر سپنتا ته زنګ وواهه او له خبرونو څخه مې خبر کړ: “دا څه اورم؟” هغه همدا څه موده وړاندې له خپلو یو شمیر همکارانو سره په واشنګټن کې و. ولې دوی له ما سره په دې اړه خبرې ونکړې؟ سپنتا له ما ډیر حیران و. په واشنګټن کې هیچا د ده له غوږه دا خبره نه وه تېره کړې چې داسې یوه غونډه به جوړیږي. هغه ولسمشر خبر کړ که هغه چیرې هغه د غونډې په اړه معلومات ولري. څو دقیقې وروسته سپنتا زنګ را وواهه او زیاته یې کړه چې ولسمشر هم د غونډې  په اړه په هیڅ نه دې خبر. ولسمشر د خبر د دې ډول خپراوي په اړه ناخوښ و. بله ورځ ما له ولسمشر او یو شمیر وزیرانو سره په ارګ کې لیدنه لرله، ټول په غوسه و. له دې کبله نه، چې غونډه رابلل شوې وه، بلکې په دې اړه، چې ولې د غونډې په اړه له دوی سره مشوره نه وه شوې او ولې دوی خبر کړای شوي نه وو. کرزي او د هغه نږدې وزیرانو لپاره دا یوه بله بیلګه وه، چې نوې ادارې څرنګه ورسره سپک چلند کاوه. موږ اړ وو، چې د هاګ غونډې لپاره چمتوالی ونیسو. د مارچ یو دیرشمه یې د جوړیدو نېټه ټاکل شوې وه.

په راتلونکو دوو اونیو په ترڅ کې ما د کنفرانس په اړه نور خبرونه تر لاسه نه کړل. د ملګرو ملتونو د امنیت شورای کلنۍ غونډه په مارچ کې ترسره کېده او زه هم وربلل شوی وم. ما غوښتل، چې له غونډې یوه ورځ وړاندې نیویارک ته په لار واشنګټن ته ولاړ شم که څه ومومم. بوچر خپل وس وکړ، چې له ما سره مرسته وکړي، خو خبره دا وه، چې نوې ادارې لا تر اوسه د ارزونې په اړه کومه پایله نه وه تر لاسه کړې. د ستراتیژۍ په اړه بحثونه په وروستي پړاو کې و، خو دومره مالومات نه وو چې له موږ سره شریک شوې وای. موږ ته دا وویل شول چې خپله ولسمشر اوباما د وینا له لارې غواړي نوې ستراتیژي اعلان کړي. هیله مو لرله، چې امریکایان به هغه څه، چې د غونډې په مهال ورته اړتیا وه له غونډې وړاندې موږ ته وسپاري. موږ باید د غونډې د پریکړه لیک په اړه پر کار پیل کړی وای. زه، بوچر او زموږ ځینې مامورین سره کېناستو او د پریکړه لیک پر طرحې او پر هغه څه، چې زه به یې د اونۍ په پای کې پلاوي ته په نیویارک کې وایم کار پیل کړ. د ملګرو ملتونو په مرکزي ودانۍ کې موږ د غړو هېوادو ډیر شمېر استازي راټول کړل، چې د راتلونکي کنفرانس په اړه ورسره سلا و مشورې وکړو.

دایوه دردونکي پېښه وه ځکه زموږ سره د راپور کولو په موخه ډیر کم مالومات وو. خو دغه غونډه په خپل ذات کې د امریکایانو لپاره لا پسې دردونکي وه ځکه هغوی په دې اړه لا کم مالومات درلودل. د دوی مالومات له موږ څخه هم کم و. په ملګرو ملتونو کې زموږ له غونډو وروسته سمدلاسه د واشنګټن پر لور روان شو، څو د امریکایي ادارې له چمتووالي ډېر خبر شو. وخت په تیزی سره تېرېده او موږ د هاګ غونډې د تنظیم  په اړه معلومات ته اړتیا درلوده. په بهرنیو چارو وزارت کې، دا ښکاره وه، چې مارک وارډ میاشتې، میاشتې د ( ملکي څپې) په اړه خبرې کولې وې او پر لومړیتوب مو یې ټینګار درلود. او په واشنګټن کې هماغه موضوع په خبرو کې لاندې باندې کېده، او زور یې اخیستی و. زه د هغه څه په اړه، چې راته ویل شوي وو لېواله وم، خو دا لا تر اوسه سخته وه، چې هر اړخیزه ستراتیژي دې ولوستل شي ځکه د هاګ غونډې ته ایله څو ورځې پاتې وې. له بوچر سره یو ځای موږ د پریکړه لیک پر لومړۍ مسودې کار کولو ته دوام ورکاوه او دا خبره په کې راغلې وه. د ولسي وګړو همکاري هومره مهمه ده، څومره، چې د نظامیانو هغو ده. او دا ژمنه هم شوې وه، چې نور به پر سترو تړونونو ډډه لګول پای ته رسیږي. د ولسي وګړو پر همکارۍ ټینګار نه یوازې دا، چې مهم و، بلکې دا یې هم ښودله، چې نوې اداره د امریکا د مرستو اغیزمنتوب ته هم ژمنه ده.

په واشنګټن کې دوو ورځو تمیدلو، موږ ته دا زمینه برابره کړه، چې د نوې ادارې له نوموتو مشرانو سره وګورو او هڅه وکړو، چې د دوی پر لرلید ځان په کره توګه پوه کړو. هیلري کلنټن په هماغه پیل کې زه تر خپل اغیز لاندې راوستم، هغې د کرنې، بنسټیزې بیاروغونې او ملکي ادارو د اړتیا په اړه وچې ( جامدې) پوښتنې وکړې.

له رابرټ ګیټس او له نورو سره په خبرو کې موږ پردې پوه شو، چې امریکا پلان لري او غواړي په سلګونو امریکایي کارپوهان په افغانستان کې پر دندو وګماري. ما هیڅکله په واشنګټن کې پر هغو برخو دومره ټینګار نه و لیدلې، چې زموږ له لومړیتوبونو څخه وې. نږدې په ټولو ناستو کې له هولبروک سره زما غږ پورته شو. له لندن څخه خپریدونکی  The Times لیکلي وو چې هولبروک ماته د ” بې کاره او بې کفایته ” په سترګه ګوري. ما رسنۍ ته د دې بې نومې سرچینې په اړه شک درلود. ما ویل چې دغه بی نومه به یا هولبروک ته نږدې څوک وې او یا به پخپله هولبروک وي. دغې تبصرې د فیبرورۍ په پیل کې زموږ د خبرو اترو دوام څرګندوه. ما دا هم اورېدلي وو چې له کابل څخه د لیدنې پر مهال، هولبروک د یو شمېر امریکایانو او نورو نړیوالو همکارانو په اړه، چې ډیری یې زما دوستان و، سپکې تبصرې او خبرۍ کړې وې. د هولبروک مشرانو د هولبروک خلاف خبرې کولې: موږ ټول په بشپړ ډول له تاسې او ملګرو ملتونو ملاتړ کوو. ولسمشر اوباما ورته پیغام د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په هماغه لومړنیو خبرو اترو کې لیږدولی و خو ګیټس بیا همدا پوښتنه وکړه، چې ” آیا تاسې کولای شی په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له بیوروکراسۍ څخه ځان خلاص او وړ مرسته تر لاسه کړی؟ هغه وویل: ” موږ دې په بشپړ ډول ملاتړ کوو، خو هغه څه، چې ته ورته اړتیا لرې نشي تر لاسه کولای!”

د هاګ له غونډې وړاندې، موږ یو ځل بیا د سلاوومشورو د بل پړاو لپاره نیویارک ته وګرځیدو. بحثونه لا پسې ټاکلي شول، خو موږ د ستراتیژۍ په اړه ډیرو کمو مالوماتو ته لاس رسی درلود چې امریکایان یې په اړه پایلې ته رسیدلي وو. د مارچ پر ۲۷مه د نوې ستراتیژۍ د عمومي او مهمو ټکو په اړه اوباما وینا وکړه. وړاندې له دې، چې له نیویارکه د هاګ پر لور وخوځیږم، ماته پنځه مخیز سند، چې سپینې پاڼې وې د نوې ستراتیژۍ د لنډیز په توګه ګوتو ته راغی.

پاکستان اوس د امریکا د سیاسي فکر مرکز و، دا ښکاره وه، چې په پاکستان کې د ترهګرو د شتون په اړه د کومې اغیزناکې ستراتیژۍ له شتون پرته به افغانستان د تل لپاره بې ثباته وې. که څه هم له اسلام اباد سره پیاوړې ستراتیژیکې بوختیاوو ته اړه وه، خو دا ستونزمنه وه، چې له پریکړه لیک سره جوخت سیاسي کړنو ته سړی واوړي. پاکستاني چارواکې د بوش ادارې ته سردرد وو او دوی د اوس لپاره د اوباما او ادارې ته یې په میراث پاتې شول. سیاسي فشارونه وازمایل شول او له سخاوته ډکې مرستې هم تر سره شوې، خو پاکستان د افغانستان په اړه خپلې تګلارې ته کوم بدلون ورنه کړ.

زه خوښ وم، چې د افغانستان لپاره د ملکي مرستو په برخه کې بدلون رامنځته کیدونکی و او پر اغیزمنتيا یې کار کیده، پاڼو دا ویل، چې د امریکا مرستې دومره اغیزناکې نه دي او ځینې برخې خو بیخې ګونګې وې. زه له دې ارزونې سره موافق نه وم، په ورته وخت کې د نړیوالو مرستو برخه په دې لګول کېده، چې بهرني سلاکاران پرې راونیسي. هیڅکله د امریکایي مرستو د اغیزمنتیا جدي ارزونه نه ده شوې نو له همدې کبله هر اړخیز بدلون ته اړتیا لیدل کېده. موږ کولای شوای، چې د پاڼو درېیمه برخه پر خپله ولیکو او هغه پاڼې، چې موږ مرستیال ولسمشر بایډن ته دوه میاشتې وړاندې ورسپارلې وې ورته استدلال یې درلود. په سپینو پاڼو کې داسې موضوعات هم وو، چې هغوې ته باید لومړیتوب ورکړل شوی وای لکه: کرنه، بیسټیزه بیارغونه، د افغان وړتیاوو لوړول، چې خپلې ادارې بیا پیاوړې کړي په ځانګړې توګه هغه، چې په ولایتونو او ولسوالیو کې وو.

په پاڼو کې د ( ملکې څپې) یادونه هم شوې وه. دا هغه اصطلاح وه، چې موږ ترې په یوناما کې هم ګټه پورته کوله. د یادونې ده، چې د ملکې ځانګړپوهنې ( تخصص) کچه دې لوړه او د اردو او پولیسو برخو ته دې وغځول شي. زه همدا راز له هغې پاملرنې، چې پخلاینې ته شوې وه هم خوښ وم: ملا محمد عمر او نور کلیدي مشران به په پخلاینه کې شامل نه وي، خو جګره له هڅونې پرته هم نشي ګټل کېدای. زه له دې خبرې سره موافق نه وم. ما ویل د پخلاینې په خبرو کې دې د طالبانو مشرتابه هم شامله وي، خو زه حیران پردې وم، چې امریکا پخلاینه څه ته وایي. خو بیا هم واشنګټن پر سم لوري روان وو. زه هاګ ته د ملګرو ملتونو له نورو مامورینو څخه ورځ وړاندې ور ورسیدم، چې د پریکړه لیک پر پاتې برخې وړاندې له دې، چې غونډه پیل شي کار وکړم. د هوټل له کړکۍ څخه، چې غونډه په کې تر سره کېده ما به هالینډیان لیدل، چې لګیا وو څیزونه یې برابرول. دا داسې صحنه وه لکه، چې سړی په ډېر تلوار سره یو فلم ګوري، بیرغونه لګیدل، ګلان ځای پر ځای کېدل، د رسنیو لپاره اسانتیاوې برابرېدې او امنیتې تدابیر هم نیول شوي وو.

هولبروک د هاګ له غونډې ورځ وړاندې د بلې ناستې غوښتنه وکړه. هغه دوه مهم ټکي په خپلې اجنډا کې ځای پر ځای کړي وو: څرنګه به موږ د کرزي له ناسکه ورور احمدولي کرزي څخه، چې د کندهار د ولایتي شورا رییس دی او د فساد ډیر تورونه پرې لګیدلي دي ځانونه بیغمه کړو؟ دویم دا، چې که زه وکولای شم، د هولبروک او د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ترمنځ یوه ناسته برابره کړم. ما ورته وړاندیز وکړ، چې د کرزي د ناسکه ورور په اړه دې له کره لاسوندونو پرته دا موضوع نه را پورته کوي. وړاندې هم داسې یو کار شوی و. نړیوالو استازو بي له کوم دلیل د هغه پر ورور تور پورې کړ. د کرزي غبرګون د تل په څیر و ” تاسې ماته ځینې لاسوندونه ( اسناد) دا ځل راکړئ چې زه ګام پورته کړم. بې له لاسوندونو هیڅ هم نشم کولای.” دا ځل که هولبروک بیا دا موضوع له ولسمشر سره را پورته کوله نو د کرزي غبرګون به د پخوا په څیر و. هغه به په غوسه کېده او بحث به پرته له کومې پایلې پای ته رسیده. ما باور درلود، چې امریکا د هغه د ګرم پېژندلو لپاره زښتو زیاتو استخباراتي معلوماتو ته لاس رسی درلوده. نو ولې یې له دغو لاسوندونو څخه ګټه نه پورته کوله؟ له هر څه که تېر شو، همدې CIA احمد ولي ته کلونه کیږي، چې پیسې ورکولې، د هغه ملکیتونه یې په کندهار کې په کرایه نیولي وو. هغه د واشنګټن ملګری و. کومه په زړه پورې موضوع، چې هولبروک له ځان سره درلودله، هغه د هاګ په غونډه کې د ایران ګډون و. د پاریس کنفرانس، چې د ۲۰۰۸ز په جون کې ترسره شو، ایران په وروستیو شېبو کې له ګډون مخ واړوه، خو دا ځل ایران پریکړه کړې وه، چې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد مکدي اخندزاده په مشرۍ یو پلاوی به د ایراني هیئت ریاست په غاړه ولري او په غونډه کې به برخه واخلي. دا نو یوه مهمه پرمختیا وه. آیا ما کولای شول، چې هغه دېته رامات کړم، چې له هولبروک سره ناستې ته کیني؟ هولبروک ویل، چې د ټولو رسنیو پاملرنه به اوس د غونډې پر ځای د ایران پر ګډون وې.

ما رښتیا غوښتل، چې مرسته وکړم، بل سهار د وخته مې له ایرانیانو سره غونډه پلان کړه، خو شک مې درلود، چې ایرانیان دې له هولبروک سره ناستې ته زړه ښه کړي. ده به کېدای شی اجازه نه درلوده، چې په دومره لنډ یادښت سره دې له دومره لوړپوري امریکايي استازي سره خبرې وکړي. بل سهار مې له اخندزاده سره په ناسته کې له هولبروک سره د احتمالي ناستې خبره را یاده کړه او دی مې دېته وهڅوه، چې له امریکایي استازي سره وګوري. خو د ده غبرګون داسې و، چې زما ګومان یې پر یقین بدل کړ. نوموړي دا صلاحیت نه درلود، چې له هولبروک سره وګوري. څنګه، چې خبرې اترې پای ته ورسیدې، هولبروک مې له جریانه خبر کړ. باقي پاتې ټول سهار، زه د هالینډ او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو هر یو مکسم ورهجین او سپنتا سره د غونډې په ریاست بوخت وم. د غرمنۍ پر مهال ما ته د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ځای غوره شوی و.

هولبروک زما شاته نږدې میز ته ناست و. د غرمنۍ په پای کې یې ځان راباندې راوغورځوه او پوښتنه یې وکړه، چې هغه ایرانی چیرته ناست دی؟ ما ورته وویل هغه ماته مخامخ د ترکیي له بهرنیو چارو وزیر احمد داوداوغلو ترڅنګ ناست دی. هولبروک له خپل میزه راولاړ شو او د اوغلو خوا ته ورغی او ستړې مشي یې ورسره وکړه. ده نو بیا خپل لاس اخندزاده ته هم وراوږد کړ او څه خبرې یې په ډیر ادب لاندې باندې کړې ” موږ باید له یو بل سره اړیکې ټینګې کړو!” حیران شوي ایراني کوم غبرګون ونه ښود او خبرې تمامې شوې. له ۳۰ ثانیو څخه په کم وخت کې، هولبروک د رسنیو لپاره مهم خبرونه برابر کړل، رسنیو ددې حیرانونکې غونډې په اړه خبرونه په پراخه کچه خپاره کړل. دا نو د دواړو هېوادو ترمنځ د اړیکو د نوې پړاو پیل و. هیلري کلنټن له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کاوه، چې دا کومه پلان شوې غونډه نه وه ـ هو! د ایرانیانو لپاره نه! زه خوښ وم، چې هولبروک غوښتل له اخندزاده سره وګوري. دا د یوې رغنده تګلارې یوه برخه وه، چې امریکا یې دېته چمتو کوله، چې د افغانستان له لویدیز ګاونډي هېواد سره د افغانستان په اړه ګډ بحث وکړي. دا نو یوه بېساری چانس و او ما غوښتل، چې مرسته وکړم، خو غوسه پردې وم، چې هولبروک پرته له کوم وار له مخه چمتوالي په رسنیو کې څومره لویه کېسه، چې حقیقت یې هم نه درلوده په رسنیو کې رامنځ ته کړله. ښایي دا به د باور جوړولو یوه هڅه وه، چې لنډ خو له احتیاطه ډک ګام و. د رسنیو پوښښ له سیاسي پروسې ډیر زیات مهم و. پر واشنګټن د ایران شکونه لا پسې زیات شول، په تهران کې چارواکو د هر ډول غونډې ترسره کول رد کړل. د ۲۰۰۹ز په مني کې هولبروک له کابله لیدنه درلوده. ما وغوښتل، چې د ده او په کابل کې د ایران د سفیر ترمنځ یوه لیدنه په خپل استوګنځای کې جوړه کړم. خو ایرانیانو په وروستو شېبو کې د ناستې په اړه وړاندیز رد کړ.

هغه مهال چې په هاګ کې د بهرنیو چارو وزیرانو ویناوې کولې، وروستی پریکړه لیک باید د منلو لپاره چمتو شوی وای. موږ د امریکا له سپینو پاڼو څخه څومره مو، چې وس کېده هومره ګټه پورته کړه. موږ پوهیدو، چې د ملګرو ملتونو مقام کټ مټ د افغانستان هغه ته ورته و: د ملکي او نظامي ننګونو ترمنځ ښه انډول رامنځ ته کول، د هېواد د پرمختیا لپاره د لومړیتوبونو روښانول، د یوې اغیزناکې تګلارې رامنځته کول چې د ډونرانو ( بسپنه ورکوونکو) د خپلو شخصي لومړیتوبونو په پرتله اغیزمنه وي، د یو څه وخت لپاره موږ پردې هوکړه وکړه، چې د پلازمینې کابل په ګډون باید داسې یو ملي پروګرام رامنځته کړو، چې ولسوالۍ او ولایتونو کې ملکي ادارې پیاوړې کړي. وزارتونو بااستعداده مامورین نه درلودل چې تر څو ملي پرمختیايي پلانونه ډیزاین او په لار واچولی شي نو ځکه مو په دې برخه تاکید درلود. د ښو ادارو رامنځته کولو لپاره بشري منابعو ته اړتیا وه چې باید رامنځ ته شوې وای. لوړو زده کړو او مسلکي روزونو ته باید پوره پاملرنه شوې وای.

د تلپاتې پرمختیا لپاره باید د انرژۍ، کرنې او دې ته ورته بنسټیزو سکتورنو ته ځانکړی لومړیتوب ورکړل شي. د بهرنیو مرستو پروګرام موخه دا وه، چې په لویو بسپنه ورکوونکو نوره تکیه ونشي او په هېواد کې با انډوله پرمختیا خوندي شي. موږ غوښتل، چې دغه ټکي په پریکړه لیک کې راشي. وروستی سلاوومشوره د غونډې په تالار کې وشوله هغه هم په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو مامورینو هڅه کوله څو د پریکړه لیک په اړه د راغلو بیلابیلو هیئتونو نظرونه او توافقات واخیستلای شي.

د یو څو وړو ټکو پر لاندې باندې کولو سره پریکړه لیک ومنل شو او غونډه پای ته ورسیده. ستراتیژیک لومړیتوبونه له پاریس غونډې هم په ډېره ښه توګه غوره شول. د مرستو د اغیزمنتوب په موخه ځانکړې اصول هم په پریکړه لیک کې راغلل، اوس نو ددې وخت رارسیدلی و، چې د نورو د اوږو بار نه شو. دا کلتور په افغانستان کې یوه له هغو خنډونو دې، چې ددې هیواد د پرمختیا لپاره په لویې ننګونې بدل شوی دی.

ما په خپله لنډه وینا کې ټینګار وکړ، چې ګډونوال دې خپل پام هغو لومړیتوبونو ته راوګرځوي، چې لا تر اوسه غوره شوې نه دي. او له ګیلومانو دې تیر شي. هیلري کلنټن هم ورته خبرې وکړې: اوس نو هغه وخت را رسیدلې دې، چې موږ باید خپل لستوڼې د کار لپاره راونغاړو او په پوره پاملرنې سره کار وکړو. که څه هم د هاګ پریکړه لیک ډیر هڅونکی و خو هیچا له موږ څخه د بسپنه ورکوونکو په تګلارو کې د ژور بدلون هیله نه درلوده خو بیا هم موږ – ملګرو ملتونو او افغان وزیرانو دا غونډه د اوښتون پیل باله.

د بوش ادارې بر عکس داسې معلومیده، چې نوې اداره یوه داسې ستراتیژي لري، چې په ډیر څه کې زموږ له هغې سره ورته ده. موږ د هاګ په ارامۍ او له نوې انرژۍ سره یو ځای پرېښود، خو موږ اوس پردې فکر کاوه، چې د متحده ایالاتو نوې اداره به څنګه اوس پر مخ ځي؟ آیا واشنګټن به نور غوږ وباسي؟ د غونډې لپاره چمتوالی هڅونکی نه و، آیا دغه کنفرانس به له کوم نوي او یا متفاوت څه لپاره لار پرانیزي؟