د مينې څلوېښت اصله: يو ناول، يوه شرقي او يوه غربي کيسه

ناولونه

د مينې څلوېښت اصله: يو ناول، يوه شرقي او يوه غربي کيسه

198

زاهد جلالي

«د مينې څلوېښت اصله» د ترکۍ ليکوالې او ناول ليکونکې، اېليف شفق مشهور ناول دی. اېليف له فيلسوف پلار او ډېپلوماتې مور څخه په فرانسه کې زېږېدلې. هغه په انګليسي او ترکي ژبو کتابونه ليکي او «د استانبول ارمونې» يې مشهور او لانجه من ناول دی؛ خو «د مينې څلوېښت اصله» د هغې تر نورو کتابونو ډېر مخکې دی او له همدې امله يې نړيوال شهرت خپل کړی. دغه ناول کې هغې د مولانا رومي او د شمس تبرېزي د مينې کيسه ليکلې، خو په عادي طرز نه.

ناول ډېر په زړه پورې دی. داسې ليکل شوی چې لوستونکي يې د لوستو پر مهال هېڅ کله د ستړيا احساس نه کوي. د دې يو لامل خو دا دی، چې ناول په هممهاله شکل دوه کيسې لري. کله يوه کيسه شروع شي، د هغې تلوسه لا نه وي ختمه چې بله شروع شي. يوه کيسه د ديارلسمې پېړۍ ده او بله کيسه د يوويشتمې. يوه د رومي کيسه او بله د يوې ناخوښې امريکايي مېرمنې. يوه کيسه پر تاريخي اسنادو ولاړه او بله د اېليف پر تخيل. خو دواړو کيسو کې ورته والی شته.

کتاب د «اېلا» په نامه د يوې امريکايي مېرمنې پر کيسې پيلېږي چې په کور ناسته ده او له خاوند سره خوشاله نه برېښي. بيا په يوه ادبي ټولنه کې کار شروع کوي او د «Sweet Blasphemy» په نامه يو ناول، چې د عزيز احمد زهرا په نامه يوه نوم ورکي ليکوال ليکلی، د بياکتلو له پاره ورسپاري. لومړی يې نه خوښېږي او تصحېح ته يې زړه نه ښه کوي؛ ځکه چې کيسه يې زړه ده. ورو ورو يې کتاب ورجذبوي او د ليکوال په تړاو يې تلوسه زياتېږي.

په همدې منځ کې ناول د شمس تبرېزي د دروېشۍ کيسه کوي او د مولانا رومي د موندلو داستان يې بيانوي. د کتاب په اوږدو کې شمس تبرېزي ته منسوب د مينې څلوېښت اصله ځای ځای ليکي؛ خو زه پوه نه شوم چې دا يې د شمس له مقالو راخيستي او که د مولانا رومي له اشعارو؛ ځکه د مولانا له ويناوو سره ډېر ورته والی لري.

کتاب په دې پای ته رسېږي چې شمس تبرېزي مولانا مومي، د هغه ژوند کې انقلاب راولي، له ملګرو او شاګردانو يې بېلوي، د اسلام د ظاهري زده کړې او تدريس پر ځای يې تصوف ته مخه کوي او د بلې نړۍ له اسرارو يې خبروي. مولوي نور د استادۍ او ويناوالۍ له ذوقه لرې کوي، عاشق کوي يې او لېونی کوي.

شمس چې د مولانا په ژوند کې انقلاب راولي، له ماضي سره يې پرې کړي او د عشق او تصوف تمرينونه پرې وکړي، ويني چې د مولانا زړه خو يې خپل کړی، مګر د هغه شاوخوا خلک يې دوښمنان دي. د مولانا شاګردان او آن زوی يې، علا الدین، له شمس څخه کرکه کوي او د بېلولو هڅې يې کوي. شمس چې نور يې مولانا روزلی، مګر له هغه سره يوځای والی يې د ژوند ډېره خوږه مرحله ده، خو د خلکو کينه يې فراق ته بولي. شمس، مولانا او خلک ناخبره پرېږدي او غيب شي.

بلې خوا عزيز، چې د شمس په څېر جذاب سړی دی او د هغه په څېر دروېشانه مزلونه کوي، اېلا ځان ته ډېره مايلوي. د دوی د انټرنټ له لارې اړيکه ژورېږي آن د عشق تر بريده رسېږي. عزيز امريکا ته ځي، له اېلا سره ګوري او د دوی دواړو تړاو او مينه لا ډېرېږي. اېلا ګومان کوي چې عزيز ورسره شهواني عشق لري، خو هغه مهال حيرانه شي چې عزيز ورسره په يوه کوټه کې له هر ډول جنسي اړيکو ځان ساتي او کټ مټ د شمس په څېر دې دنيا کې داسې ژوند کوي، لکه له هغې نړۍ راغلې اروا.

بالآخره اېلا خپل کور او کورنۍ پرېږدي او عزيز احمد ته ورځي او تر مرګه ورسره وي. بلې خوا مولانا په شمس پسې لېونی کېږي، د شاګردانو د تصور پر خلاف، هغه تر پخوا ډېر له هغوی سره فاصله پيدا کوي او د شمس په مينه کې تاريخي اشعار ليکي. مولانا د شمس پلټنه شروع کوي او خپل مشر زوی، سلطان ولد، يې لټولو ته لېږي او خپله هم ورپسې ګرځي. بالآخره سوريه کې يې مومي او بېرته يې کور ته راولي.

رومي بېرته د خوښۍ احساس کوي او يو وار بيا له شمس سره په بندو کوټو او د شنه او کله د تياره آسمان لاندې خلوت او راز او نياز ته ادامه ورکوي. په دغه موده کې شمس د مولانا د کور نجلۍ، کيميا سره واده کوي او د قونيې اوسېدونکی شي؛ خو هغه يو وار بيا ويني چې د خلکو حسد د دوی يو ځای والی نه شي زغملای. ستونزه پر دې ډېره جدي ده چې علا الدين، د مولانا کشر زوی، له شمس څخه کرکه لري او د وژلو پلانونه يې جوړوي. شمس يو وار بيا ورکېږي، خو معلومېږي نه، چې د مولانا زوی د خپلو ملګرو په مرسته وواژه او که د تېر په څېر غيب شو. د مولانا د ماتم دوره بيا پيلېږي، خو دا وار خپل معشوق هېچېرته نه مومي.

د اېليف شفق دغه ناول ډېر په زړه پورې دی. د دې مهم لامل به د هغې ژوند وي. هغه د شرقي تمدن لور ده؛ خو ډېر ژوند يې غرب کې تېر کړی. هغې دواړه فرهنګونه لوستي. په انګليسي او غربي ناول کې شرقي ادبياتو کتاب ډېر جالب کړی او په دې کې د پاولو کوېلو «الکمسټ» ناول ته ورته دی.

کتاب کې يوه تاريخي واقعه له يوه تخيل سره ډېره ماهرانه اوبدل شوي. ښايي له همدې امله، د لوستو پر مهال يې څوک د ستړيا احساس نه کوي. د ناول تاريخيت او واقعيت يې ډېره مهمه ځانګړنه ده. هغه ناول چې يوازې پر تخيل ولاړ وي، لوستونکی ترې خوند اخيستلای شي او د ليکوالۍ فن به يې پرمخ بوځي، خو معلومات يې نه ډېروي. دغه ناول کې هم ادبيات ښه کېږي، هم خوند شته او ورسره يو مهم تاريخ په ډېر ښه شکل زده کېږي.

د مولانا ژوند موږ ته له مختلفو لارو رانقل شوی دی او ډېر اړخونه يې تر اوسه مبهم دي. د شمس د غيبت لاملونه تر اوسه دقيق نه دي معلوم او د مولانا په کور کې د کيميا په نامه نجلۍ او د علا الدين  د اړيکې په اړه هم کره معلومات نه شته او په دې هم څوک نه پوهېږي چې د شمس په غياب او آن وژل کېدو کې د دغې نجلۍ موضوع دخيله ده که نه. اېليف شفق دغه ټول «مبهم» مسايل چې له مختلفو تاريخي اسنادو موږ ته په مختلفو اشکالو رارسېدلي، په ډېر کمال څېړلي او په ډېر ماهرانه شکل يې ناول کې داسې وړاندې کړي، څنګه چې تاريخ کې مبهم او له اختلافه ډک دي.

د اېليف شفق «د مينې څلوېښت اصله» د پورته ذکر شويو لاملونو له کبله، په لنډه موده کې عربي او اردو ژبو ته وژباړل شو. ښايي پر ترکي سربېره نورو ژبو ته هم ژباړل شوی وي. اېليف تر دې وړاندې او وروسته نور کتابونه هم ليکلي او نور به هم وليکي؛ خو ښايي د هغې په ناولونو کې يو هم «د مينې څلوېښت اصله» ځای ونه شي نيولای.