مهاتیر محمد: داعش د لوېدیځ د سیاستونو زېږنده ده

مرکې

مهاتیر محمد: داعش د لوېدیځ د سیاستونو زېږنده ده

500

۹۰کلن مهاتير محمد ۲۲ کاله د مالیزیا لومړی وزیر پاتې شوی دی. په ۲۰۰۳ کال کې له دندې تقاعد شو. د اوسني کړکیچ د حل لپاره خپل نظریات لري. د منځني ختیځ په چارو کې په اسرائیلو تندې نیوکې لري. د امریکا د سیاستونو مخالف دی.
مهاتیر محمد اوسمهال د پتراجي ښار د یوه ارام جهیل په څنګ کې دفتر لري. د منځني ختیځ د کړکیچ په اړه الجزیرې ورسره مرکه کړی. ځلاند دغه مرکه پښتو کړی ده. مهاتیر د لویدیځ سیاستونه د داعش په راټوکېدو کې پړه ګڼي:

الجزیرة: له تېرې میاشتې راهیسې لویدیزو هیوادونو د داعش پر وړاندې هوايي بمبار پیل کړی، تاسو څه فکر کوئ چې د دې اغېزه به څنګه وي؟

مهاتیر: دا به حالات نور هم ناوړه کړي، ځکه دا بمبارۍ یوازې عام وګړي وژني، له دې سره به عام وګړي هم د دې هیوادونو دښمنان شي. دوی به له نورو ډلو سره یوځای شي او چې څه یې له لاسه کیږي هغه به کوي، او چې دوی بیا څه کوي هغه بیا ورته ترهګر وایي. مګر زما لپاره بیا ترهګر هغه څوک دی چې له پاسه په دوی بمباري کوي او راتلونکي لپاره دوی ترهګر کوي.

الجزیرة: د یوې پراخې جګړې ویره نشته؟

مهاتیر: جګړه پراخه ده او لا نوره پراخیږي. زه تل دا وایم چې دغه جګړه له فلسطین نه پیل شوه. کله چې د فلسطین ځمکې یهودو ته ورکړل شوې چې اسرائیل جوړ کړي. یهودو ټول فلسطین تر خپلې ولکې لاندې راوړ هلته یې سړکونه جوړ کړل، تعمیراتي کارونه یې پیل کړل. هر څه یې تر خپلې ولکې لاندي راوستل. په لومړیو کې عربانو کوښښ کاوه چې دغه ځمکه له اسرئیلو ونیسي؛ خو دوی ناکام شول. دا ځکه چې امریکایانو او اروپایانو د اسرائیلو ملاتړ کاوه او اسرائیلو ټول نړیوال جرمونه تر سره کړل او کوي یې. چې دا ډیره ستره غلطي ده.

امریکایان او اروپایان دې بې طرفه پاتې شي. د دواړو خواوو دلایل دې واوري. موږ دا کله هم نه وایو چې یوازې یو طرف په خطا دی. اسرائیلو هر څه په غیر قانوني ډول بند کړي، کښتۍ په اوبو کې او داسې نور…لویديځوال ړانده دي او دا هیڅ نه ویني. دوی یوازې د ترهګرو په اړه تبصرې کوي. اسرائیل ترهګر جوړوي تر څو حالات د دوی په ګټه وي. که چېري فلسطینی یو اسرائیلی وژني نو اسرئیل ۱۰ فلسطینیان وژني، که دوی لس مړه کړي بیا اسرئیل ۱۰۰ بې ګناه فلسطینیان وژني چې دا په خپله د ترهګرو جوړول دي. او نړيوال دا هر څه په چوپه خوله اوري.

الجزیرة: ایا داعش تر اسرائیلو ډير ورانوونکی نه دی؟

مهاتير: دوی ډیر ورانوونکي دي او دا ورانۍ به نورې هم زیاتیږي. زه فکر کوم چې چیریکي جنګونه د عامو جګړو په څېر نه وي، له دوی سره د هوا له لارې جګړه نه کیږي. موږ دغه تجربه لرو. کله چې په مالیزیا کې چیریکې جګړه مارو له حکومت سره جګړه کوله نو موږ دا کوښښ کاوه چې د خلکو زړونه تر لاسه کړو تر څو په راتلونکي کې له دوی سره خواخوږي ونه کړي. دا وه چې موږ جګړه کې بریا تر لاسه کړه. موږ د عربو ستونزي نه شو حلوولای. دا ډیره د خپګان او ناامیدۍ جګړه ده موږ هیڅ نه شو کولای.

الجزیرة: ستاسو په فکر لویدیځوال تېرې غلطۍ تکراروي؟

مهاتیر: همداسې ده. که چېرې په یوځای کې داعش ووژنې نو بل ځای به پیداشی. دا به جګړه نوره هم پراخه کړي. حتا موږ په مالیزیا کې هم د داعش خواخوږي لرو. افراطیان به نور هم زیات شي؛ کله چې خلک دا حالت ګوري نو خپه کیږي، دا زموږ کلچر نه دی. دا د حیرانتیا ځای دی چې مالیزیایان له خپلو کورنیو سره ځي او له داعش سره یوځای کیږي. ځکه دا خلک پر هغوی خپه دي. سره له دې چې له داعش سره یوځای کیدل یو اسلامي کار نه دی.

الجزیرة: ستاسو په فکر د حل لار به څه وي؟

مهاتیر: انتقام د حل لار نه ده ــ ته زما خلک وژنې زه ستا خلک وژنم، دا د حل لار نه ده. دا پوښتنه باید ځواب شي چې دوی ولې ستا خلک وژني؟…لویدیځوالو په نوې جامه کې ترهګري پیل کړې. دوی له دې وسلي نه کار اخلي. د ټلویزوني کامرو په وړاندې خبرې کوي. ټوله نړۍ ویره کې ژوند کوي. مسلمان هیوادونه له ټولو ډیر له دې ویرې کړیږي.

الجزیرة: د پراخیدونکې جګړې بشري پایلې به څه وي؟

مهاتیر: زه فکر کوم چې ټول باید مرسته وکړي. دا د ټولو دنده ده. که مهاجرین د ټولو هیوادونو ترمنځ وویشل شي نو دا به په یوه هیواد ډیر بوج نه وي. تر څلور میلیونو ډیر انسانان سوریه پریږدي چې دا د سوریې نیم نفوس جوړوي. ټول هیوادونه باید مرسته وکړي. دا بی وزله خلک به د تل لپاره د دوی په هیوادونو کې ژوند خوښ نه کړي، دوی غواړي بېرته خپل هیواد ته وګرځي.

مهمه دا ده چې د سوریې جګړي ته د پای ټکې کیښودل شی. یوازې د هوا له لارې بمبارۍ جګړه له منځه نه وړي. جګړه په ځمکه کې ده نه په هوا کې. دا بمبارۍ یوازې داعش نه وژني دا عام بی ګناه خلک وژني، دوی ټوله سوریه تباه کوي.