خلیل: چین د یوې فعالې افغان تګلارې په تکل کې دی/ ځلاند مرکه

مرکې

خلیل: چین د یوې فعالې افغان تګلارې په تکل کې دی/ ځلاند مرکه

460

احمد بلال خلیل ځوان لیکوال او څېړونکی دی چې د ستراتیژيکو او سیمه ییزو مطالعاتو مرکز کې پر څېړنو سربېره د چین او افغانستان پر اړیکو پر یوه تاریخي کتاب هم بوخت دی. له دې سره سره، ښاغلی خلیل څه موده وړاندې د لیکوالو، خبریالو او مدني ټولنو له ځینو غړو سره چین ته سفر درلود. په دې مرکه کې مو د چین او افغان حکومت اړیکې، په افغان سوله کې د چین اغېز او رول، د افغان حکومت له وسله والو مخالفینو سره د چین اړیکې او په ورته مسئلو مو ورسره خبرې کړي.

تاسې هم له ځینو خبریالانو سره چین ته څو ورځنی سفر درلود. د دغه سفر موخه څه وه؟

خلیل: له تېرو درېوو کلونو راهیسې د افغانستان-چین-پاکستان ترمنځ ټرېک ټو (ولسي ډیپلوماسي) درې اړخیزه ډيپلوماسي ډېره فعاله شوې وه او له بده مرغه له ۲۰۱۵ کال راهیسې د دغې درې اړخیزو ټرېک ټو ډيپلوماسۍ کومه بله غونډه ترسره نه شوه؛ خو د افغانستان او چین ترمنځ ټرېک ټو ډيپلوماسي اوس هم روانه ده.  دغه درې اړخیزه او دوه اړخیزه ټرېک ټو ډيپلوماسي د چینايي رییس جمهور شي جینپینګ د افغانستان د تګلارې یوه برخه ده.

له تېرو دوو کلونو راهیسې چین د افغانستان د ځینو تحقیقاتي مرکزونو، رسنیو، اهل نظرو او لیکوالانو یو شمېر پلاوي چین ته دعوتوي او هلته ورسره د دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان اوسني وضعیت، د چین رول، افغان سولې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه غږېږي او چینايی لوری پکې د افغاني لیدلوري د موندلو هڅه کوي.

چین ته زموږ تګ هم د همدغه پروګرام یوه برخه وه. زما د معلوماتو له مخې د چین سفارت د ۲۰۱۶ کال د جولای په میاشت کې د افغانستان د تحقیقاتي مرکزونو دوه بېل پلاوي او یوه د رسنیو پلاوی چین ته دعوت کړل. زموږ پلاوی پکې د چین یو شمېر حکومتي تحقیقاتي مرکزونو چې د چین په ملي پرېکړو کې یې اغېزې جوتې وي، او یو شمېر پوهنتونونو ته ولاړ، چې په دې کې یو نظامي پوهنتون هم ګډ وو.

عموماً په دغو ځایونو کې د افغانستان او چین دوه اړخیزې اړیکې، د افغانستان او سیمې وضعیت، د افغانستان د سولې بهیر، د ملي وحدت حکومت راتلونکی، په افغانستان کې د امریکایانو نوې تګلاره، افغان-پاک اړیکې او یو شمېر نور موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول، ترڅو دواړه لوري په نېغ ډول د یو بل له نظرونو او لیدلورو خبر شي.

ستاسې له سفر سره هممهاله د رویټرز د خبر له مخې د طالبانو استازي هم چین ته تللي وو. ستاسې ګومان څه دی، د طالبانو د سفر لامل څه کېدای شي؟

خلیل: افغان طالبان له چینايي لوري او چینايي تحقیقاتي مرکزونو سره زاړه روابط لري؛ ان د افغان طالبانو د امارت په دوره کې هم له چین څخه افغانستان ته لومړی پلاوی د چین د معاصرو اړیکو انستیتوت (کېکر) د علمي پلاوي سفر و. وروسته ورپسې په پاکستان کې د چین سفیر لومړی کابل او بیا کندهار ته سفر وکړ او د طالبانو له مشر ملا محمد عمر سره یې ولیدل. داسې دی لومړنی نامسلمان شو، چې له ملا محمد عمر سره یې ولیدل.

د افغان طالبانو د امارت له پرځېدلو وروسته هم، افغان طالبانو له چین سره د روابطو مزي غځولي و او زما د معلوماتو له مخې په دغو هڅو کې د افغان طالبانو د مالیې مسؤل ملا اختر محمد عثماني مقدماتي ګامونه پورته کړل، چې وروسته بیا دی د همدغو مقدماتي هڅو له کبله قرباني هم شو. وروسته بیا د سیاسي دفتر پخواني مشر طیب آغا د دغو روابطو په ټینګولو کې تر ټولو زیاته ونډه درلودلې وه؛ ان په پاکستان کې د طیب آغا د ورونو د نیونې یو لامل هم همدا و، چې طیب آغا نوره له چین سره دغه روانه کړې پروسه تم کړي. په تېرو دوو کلونو کې د رسنیو د خبرونو له مخې چین ته دا د افغان طالبانو درېیم سفر دی، چې ترسره کېږي. دوه سفرونه د قطر دفتر لخوا ترسره شول او یو بیا په پاکستان کې د ځینو طالبانو لخوا.

د افغان طالبانو په وینا چین ته د دوی دغه سفر د چینايي لوري په بلنه ترسره شو. همدغه ټکی د دغه سفر پر ارزښت رڼا ښندي. دا چې چین هممهاله طالبان، د افغاني لیدلوري معلومولو په تړاو له افغانستانه څو پلاوي چین ته غواړي او ترڅنګ یې د امنیت په برخه کې په لومړي ځل د چین په ارومچي کې د افغانستان-چین-پاکستان-تاجکستان لوی درستیز سره راغونډوي، دا په دې دلالت کوي، چې چین په افغانستان کې هغه زړه تګلاره نه پلي کوي، چې تر ۲۰۰۹ کال پورې یې عملي کوله. دا چې د افغان طالبانو دغه پلاوي په چین کې له چا سره لیدلي او د بحث اجندا څه وه، تر اوسه معلومه نه ده. له همدې ځایه په دې تړاو کره خبره کول ستونزمنه ده. خو دا چې دغه سفر له افغان حکومت سره د چین د امنیتي مرستو وروسته وشو او د افغان طالبانو د وینا له مخې دوی پکې د امریکايي اشغال په اړه خبرې وکړې، نو دې سفر د هېواد دننه ډېر تشویشونه وپارول؛ خو بیا هم زما په اند د دغه سفر عمده موخه به د نظرونو تبادله وي، نه پر ګډو ګټو عملي کار کول او یا ګډې ګټې تعریفول.

په بل اړخ کې افغان طالبانو به له دغه سفره ډېره ګټه اخیستې وي او شاید د امریکا له شتون څخه نیولې، د یغوري مسلمانانو، له افغان حکومت سره چینايي مرستو او د پاکستان تر رول پورې یې خپله خبره کړي وي او چینايي لوری به یې له خپل دریځه خبر کړی وي.

چین په تېرو پنځلسو کلونو کې په افغانستان کې هغومره فعال رول نه لري چې تمه ورته کېږي؛ لامل یې څه بولئ؟

خلیل: د سړې جګړې پرمهال په عمومي ډول پر افغان-چین اړیکو بهرني عواملو سیوری غوړولی وو او د ۹۰یمو کلونو پرمهال بیا چین په افغانستان کې ځان څنډې ته کړ. د ۲۰۰۱ کال وروسته، افغان-چین اړیکې له درېیو پړاوونو تېرې شوې، چې په هر پړاو کې دغه دوه اړخیزه اړیکې بیا د بل په پرتله نږدې او د پراخېدو پر لور ولاړې.

په لومړي پړاو (۲۰۰۱-۲۰۰۵) کې دوه اړخیزه اړیکې تر ډېره پر ښه ګاونډیتوب متکي وې، په دویم پړاو (۲۰۰۶-۲۰۱۱) کې دوه اړخیزو اړیکو د مېس عینکو (۲۰۰۷) او د آمو د تیلو حوزې (۲۰۱۱) د قراردادونو د ترلاسه کولو له کبله اقتصادي بُعد راخپل کړ او په عمومي ډول د امریکایانو د وتلو له اعلان او په مشخصه توګه په ۲۰۱۲ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيک تړون له لاسلیکولو سره دوه اړخیزو اړیکو ستراتيژيک اړخ ومونده.

خو د دې پرته چین په افغانستان کې هغسې فعال رول چې لوبولای یې شو، ونه شو لوبولای. دا یو شمېر لاملونه لري:

یو لامل یې د چین د بهرني سیاست د دود له کبله ده، د دغه دود له مخې چین په تدریجي ډول او د معلوماتو په اساس په یو هېواد کې دننه کېږي. له ۲۰۰۱ کال وروسته دوی د افغانستان په تړاو هغسې معلومات نه درلودل، لکه څرنګه چې ورته اړینه وه، شاید همدا لامل به وو، چې په تېرو کلونو کې د افغانستان په تړاو چینايي لیدلوری د یو شمېر هېوادونو له لیدلوري اغېزمن وبرېښيده؛ خو اوسمهال چین په دې هڅه کې دی، چې د افغانستان په تړاو خپل معلومات زیات کړي؛ چین ته د تحقیقاتي مرکزونو او د رسنیو له تګ څخه یوه موخه هم همدا ده، ترڅو دغه تشه ډکه شي.

دویم لامل یې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شتون دی. که څه هم په وروستیو کې امریکا او چین په افغانستان کې په یو شمېر پروژو کې سره ګډ کار کړی؛ خو بیا هم چین په دغه مهال له فعال حضوره ډډه کړې. همدا لامل دی، چې له ۲۰۰۱ کال وروسته په ډېری چینايي خبرپاڼو، بیانونو او تبصرو کې دا ټکي ډېر راغلی، چې چین یو خپلواک، ناپېیلی، ملي حاکمیت لرونکی افغانستان، چې د ملګرو ملتونو رول پکې ډېر وي، غواړي. خو د ۲۰۰۹ کال په پای کې چې کله امریکا له سیمې څخه د وتلو اعلان وکړ، په افغانستان کې چینایان متحرک شول. د چین په همکارۍ افغانستان د شانګهای په سازمان کې غړیتوب ترلاسه کړ. افغانستان ته د چین د استخباراتو مشر سفر وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيک تړون لاسلیک شو. له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو سره چې هممهاله په چین کې واک له څلورم نسل څخه پنځم نسل ته واوښت، نو د نوي چینايي رییس جمهور په دوکترین کې د افغانستان ارزښت د تېرو کلونو په پرتله زیات شو. چین په لومړي ځل د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړ پوړو چارواکو سفرونه زیات شول. په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت له راتللو سره دغه دوه اړخیزې اړیکې نورې هم پراخې شوې او دغه مهال چین په لومړي ځل له افغان حکومت سره امنیتي مرستې وکړې. اوسمهال دواړه خواوې هڅه کوي، چې افغانستان د شانګهای په سازمان کې غړیتوب واخلي.

درېیم لامل یې شاید خپله د چینايي تګلارې متذبذېدل وي. ځکه چین د زړه له کومې په افغانستان کې د امریکایانو شتون نه مني؛ خو په بل اړخ کې د امریکایانو له وتلو وروسته د افغانستان له کورنۍ جګړې او په ارګ باندې د طالبانو له بشپړ تسلط هم وېره لري. له همدې ځایه ده، چې اوس یې له افغان حکومت سره امنیتي مرستې هم پيل کړي دي. البته دوی دا هرومرو غواړي، چې طالبان په افغان حکومت کې جذب شي.

د طالبانو او چین ترمنځ کومې ګټې مشترکې دي؟

خلیل: دا یوه ډېره پېچلې خو مهمه پوښتنه ده، چې آیا د افغان طالبانو او چین ترمنځ کومه ګډه ګټه شته او که نه؟ عموماً په دواړو هېوادونو کې محافظه کاره ډلې د دواړو ګډه ګټه په افغانستان کې له امریکایانو سره مبارزه بولي. همدا لامل دی، چې چین ته د افغان طالبانو په وروستي سفر کې پر دغه ټکي ډېر ټینګار وشو. که چیرې ریښتیا هم د دواړو ترمنځ دغه ګډه ګټه وای، نو چین به له لومړیو وختونو یا د پاکستان له لارې له افغان طالبانو ملاتړ او ورسره مرستې کړې وای؛ خو په وروستیو پنځلسو کلونو کې رسنیو داسې څه خپاره نه کړل، چې له افغان طالبانو سره د چین له ملاتړ او مرستې پرده پورته کړي. البته ملاتړ او مرستې د روابطو او اړیکو په مانا نه دي.

دا چې اوسمهال به د افغان طالبانو او چین ترمنځ کومه ګډه ګټه وي، یوه پکې له سیمې او افغانستان څخه د امریکایانو وتل دي. دا له امریکایانو سره د مبارزې سره ډېر توپیر لری. چین به د امریکایانو تدریجي وتل، چې پایله یې باثباته افغانستان وي، نه بې ثباته، وغواړي؛ ځکه دا به یې دوه لویې اقتصادي پروژې یو کمربند، یوه لاره او سي پيک له ګواښ سره مخ نه کړي او ترڅنګ به د سینکیانګ امنیت او ثبات کې هم رول ولوبوي.

د دوی ترمنځ دویمه ګډه ګټه دا ده، چې یغوري مسلمانان له افغان طالبانو څخه د داعش پر لور ولاړ نه شي؛ که څه هم په افغانستان کې به یغوري مسلمانان په لږه شمېره کې وي، خو بیا هم له داعش سره د دغو یغوري مسلمانانو یوځای کېدل به چینایان د افغان طالبانو له هغه ډاډ څخه هم بې برخې کړي، چې له دوی سره یې پکې ژمنه کړې، چې د افغانستان خاوره به د دوی پرضد نه استعمالېږي. افغان طالبان به هم وغواړي، چې د دغو یغوري مسلمانانو څخه نه یوازې دا چې له چین سره په اړیکو کې د یو بارګېنیګ چېپ په توګه کار واخلي بلکې داعش ته د دوی تګ به د افغان طالبانو اندېښنې زیاتې کړي؛ خو ډېره ګواښوونکې به ورته نه وي.

د طالبانو او چین نژدې کېدا کومې پایلې لرلی شي؟

خلیل: لکه څرنګه چې وړاندې مو وویل، د چین او افغان طالبانو ترمنځ اړیکې کومې نوې خبره نه ده؛ خو دغه د «نږدې کېدو» اصطلاح د ډېر بحث وړ ده. که «نږدې کېدل» په دې مانا وي، چې دواړه لوري له یو بل سره یوازې اړیکې ولري نو په دغه کې به شاید افغان حکومت هم کومه لویه ستونزه ونه لري؛ ځکه د افغان حکومت په اند شاید دا په دویم قدم کې افغان سولې ته لاره پرانیزي. چین ته د اشرف غني د سفر یوه عمده موخه هم همدا وه، چې چین د افغانستان په سوله کې فعاله رول ولوبوي. ځکه چین یوازینی هغه څوک دی، چې د هېواد دننه یې نرم ځواک د نورو ګاونډیانو په پرتله زیات دی، افغان حکومت پرې باور لري، د پاکستان ستراتيژيک ملګری دی او له افغان طالبانو سره یې هم اړیکې په باور ولاړې دي.

که د طالبانو او چین له نږدې کېدو څخه همدا مانا وي، نو دا به په هېواد تر ډېره مثبتې اغېزې وکړي؛ خو که د دواړو ترمنځ له نږدې کېدا دا مراد وي، چې چین په نړیوالو فورمونو کې له طالبانو ملاتړ وکړي، له دوی سره مرستې وکړي او نور اړونده تقاضې.

لومړی خو موږ باید ټول دا ومنو چې په افغانستان کې له یوې ډلې څخه نړیواله یا د ګاونډیانو ملاتړ زموږ پر هېواد بدې اغېزې کړي او زموږ وروستی تاریخ پر دې دلالت وايي، چې دغه ډول حالت د هېواد لپاره ویجاړوونکی و. ملت ته یې له ګټې څخه تاوان ډېر رسیدلی او په ملي کچه یې پر هېواد بدې اغېزې کړي.

دویم، که چیرې افغان طالبان په دې وتوانېږي، نو دا به د افغان طالبانو د ډيپلوماسۍ تر ټولو لویه بریا او لاسته راوړنه وي، شاید لوبه بدلوونکی هم شي؛ خو پوښتنه دا ده، چې آیا ریښتیا هم اوسنی وضعیت او ځمکني حقایق د دې جوګه دي، چې چین له افغان طالبانو څخه داسې کوم ملاتړ وکړي؟ زما په اند، له افغان حکومت سره د چین پراخېدونکې نظامي اړیکې او مرستې باید د افغان طالبانو دغه له حده زیاته اټکل شوې هیله کمه کړي.

سره له دې چې چین له افغان حکومت سره اړیکې لري، په عین وخت کې له طالبانو سره اړیکې څه معنا لري؟

خلیل: له ۲۰۱۱ کال راهیسې چین په افغانستان کې تر ډېره درې محوره تګلاره پر لاره اچولې. په لومړي محور کې یې له افغان حکومت سره اړیکې پراخې شوي، ستراتيژيکه بڼه یې راخپله کړې. په دویم محور کې یې د افغانستان په تړاو له یو شمېر سیمه ییزو هېوادونو سره یوځای دوه اړخیزه، درې اړخیزه او څلور اړخیزې خبرې اترې هم پیل کړي. په درېیم محور کې یې له افغان طالبانو سره هم اړیکه ټینګه کړې.

دا چې چین ولې په یو وخت له دغو درېیواړو سره اړیکې ساتي، عوامل یې داسې دي:

لومړی لامل د افغانستان د قضیې سیمه ییز اړخ دی او د افغانستان د قضیې له کبله د سیمې هېوادونو اغېزمنېدل دي، چې چین یې اړ کړی، په یوه داسې تګلاره کار وکړي، چې په افغانستان کې د سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ همغږي زیاته شي.

دویم لامل له افغان طالبانو سره د یغوري مسلمانانو او د ختیځ ترکستان اسلامي خوځښت بیعت یا اېتلاف دی، چې چین اړ کوي، ترڅو له پاکستان پرته هم له افغان طالبانو سره د روابطو مزي وغځوي. ځکه له یوې خوا افغان طالبانو چین ته په وار وار د خپلې خاورې د نه استعمالېدو ډاډ ورکړی او له بلې خوا په سیمه په تېره بیا په افغانستان-پاکستان کې د داعش ظهور دی. چین به ونه غواړي، چې یغوریان او یا د ختیځ ترکستان اسلامي ډله دې له دوی سره بیعت وکړي؛ دا به د چین لپاره حالت نور هم ګواښونکی کړي.

درېیم لامل د چین د بهرني سیاست تګلاره ده، چې هغه بیا د افغانستان د قضیې د ټولو لوریو سره تماسونه دي. چین دغه سیاست په نویمو کلونو کې د طالبانو د امارت پرمهال هم پلي کړ او اوس یې هم تر څه حده پلي کوي. که څه هم وروستي سفر او د طالبانو د سفر په اړه د طالبانو بیانیې د هېواد دننه یو شمېر غبرګونونه پارولي، چې د بهرنیو چارو وزارت غبرګون یې یوه بېلګه ده. د دغه غبرګونونو د کېنولو په موخه په افغانستان کې د چین سفیر له پخواني رییس جمهور حامد کرزي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وزیر حنیف اتمر او یو شمېر نورو چارواکو سره لیدلي. شاید افغان حکومت هم دا وغواړي، چې چین دې له افغان طالبانو سره تماس ولري؛ خو په دې شرط چې تماس په مرسته او ملاتړ بدل نه شي او نه هم دغه تماسونه بیا افغان طالبانو ته یو پلېټ فارم مهیا کړي.

څلورم لامل د افغانستان سوله او ثبات دی، او په دغه کې د چین فعاله کېدونکی رول دی. ځکه د افغانستان سوله او ثبات به د یو کمربند او یوې لارې او سي پیک پروژو عملي کېدل اسانه کړي.

پنځم لامل په افغانستان کې د چینايي پانګونو او اقتصادي پروژو خونديتوب دی. دا چې په افغانستان کې طالبان د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو د لېست په سر کې ځای لري او د افغان طالبانو ډله هم د نورو په پرتله تر ټولو پياوړې ده، له همدې ځایه ده، چې چین ورسره خبرې کوي.

تاسې د چین او افغانستان پر اړیکو کتاب هم لیکئ… چین په افغانستان کې د څه په لټه کې دی؟

خلیل: زه چې اوسمهال د کوم کتاب پر لېکلو بوخت یم، هغه د افغانستان او چین پر تاریخي اړیکو رڼا ښندي، دا یو ایکسپلورېټي څېړنه ده، چې له میلاد څخه دمخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د چین او افغانستان دوه اړخیزې اړیکې رانغښتل شوي دي.

له تېرو دوو کلونو راهیسې د چین اقتصادي وده په لومړي ځل له ۱۹۹۰ کال وروسته له لسو سلنو څخه کمه شوې. د چین هېواد د نړۍ تر ټولو زیات نفوس لرونکی هېواد دی، او له لسو سلنه اقتصادي ودې څخه کمېدونکې وده به د چین پر سیاسي ثبات هم اغېزه وښندي. ځکه د حکومتونو په دوام کې اقتصادي لامل د نورو عواملو په پرتله تر ټولو زیاته ونډه لوبوي. په چین کې د چینايي رییس جمهور شي جینپینګ هم دغه خبرې ته پام دی او له همدې ځایه یې د ورېښمو نوې لارې پر لاره اچولې، چې یو کال دمخه یوازې یو خوب و، خو دغه خوب د ریښتیا کېدو پر لور روان دی. د چین د ورېښمو نوې لاره به له ځمکې او سمندر څخه تېره شي، د دې ترڅنګ دغه د ورېښمو نوې لاره اوه اقتصادي حوزې یا کارېډورونه هم لري. دغه لویه او لوبه بدلوونکې اقتصادي پروژه به نه یوازې دا چې پر نړۍ به یوه تاریخي اغېزه وکړي، بلکې تر ډېره به د چین اقتصادي وده به هم تر ډېرو کلونو پورې زیاته کړي او همدا راز د چین په وروسته پاتو لویدیځ سیمو کې به هم پرمختګ راولي او داسې به په دغو سیمو کې اقتصادي بې وځلي او اقتصادي محرومیت تر څه حده ختم کړي.

چین اوسمهال د دغې لارې د بریالیتوب په تړاو خپله ډيپلوماسي متحرکه کړې؛ خو د دغې لارې تېرول دومره اسانه هم نه دي. د سویل چین سمندرګي قضیه، د افغانستان او پاکستان امنیتي وضعیت، په سیمه کې د داعش ظهور، په منځني ختیځ کې سیاسي بې ثباتي او جګړې، د لون وولف (lone-wolf attacks) بریدونه، په منځنۍ اسیا کې له روسیې سره رقابت، د سي پیک د لارې پر سر په پاکستان کې سیاسي مخالفتونه، د چین له دغې لویې پروژې سره د سیمې د یو شمېر هېوادونو مخالفتونه-د بېلګې په ډول هند- د چین په لاره کې سترې ننګونې دي.

له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۰۹ کال پورې چین په افغانستان کې محدود رول ولوباوه، چې د دغو محدود رول لاملونه وړاندې ذکر شول. له ۲۰۰۹ کال څخه تر اوسه یې فعاله کېدونکی رول لوبولی دی. په راتلونکو لسو کلونو کې به هم د چین تګلاره په افغانستان کې تر ډېره له امنیت، د افغانستان ثبات، افراطیت، تروریزم، سینکیانک، یغوري مسلمانانو قضیې، د امریکایانو د پوځي شتون او د یوې کړۍ او یوې کرښې سره تړل شوي وي.

د چین او افغانستان راتلونکی او اوږدمهاله اړیکې څنګه وینئ او دغو اړیکو ته کومې ننګونې په مخ کې پرتې دي؟

خلیل: د چین او افغانستان په روابطو کې تر ټولو لویه ننګونه د دواړو خواوو د پالیسي جوړوونکو او پر پالیسۍ اغېز لرونکو کسانو د طرز تفکر ننګونه ده. له بده مرغه په دواړو هېوادونو کې پالیسي جوړوونکي او پر پالیسۍ اغېز لرونکي کسان د چین او افغانستان اړیکې له چین سره د پاکستان ستراتيژيکې ملګرتیا او له افغانستان سره د امریکایانو او هند د ستراتيژيکه ملګرتیا سره غوټه کوي. همدا لامل دی، چې دغه اذهان د دوه اړخیزو اړیکو له رغېدلو او له خپلو ډيپلوماتیکو هڅو څخه وړاندې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په لاره کې خنډونه ویني. که څه هم دغه لاملونه هم د اوږدمهاله اړیکو په لاره کې ننګونه ګڼل کېدای شي؛ خو بیا هم موږ نه باید د چین او افغانستان دوه اړخیزه اړیکې یوازې په دغه محدوده کې وارزوو، بلکې له دغه بهرني بُعد څخه وراخوا موږ دواړه هېوادونه د ستراتيژيکې ملګرتیا ډېر څه لرو، چې له یو بل سره پکې کار کولای شو. دا اوس هم د افغان حکومت او چینايي حکومت ډېرې تګلارې په عمومیاتو کې سره همغږې دي. د اشرف غني د اقتصادي الحاق خوب چې افغانستان پکې د سیمې ترانزتي او تجارتي مرکز شي تر ډېره د شي جین پينګ د یو کمربند او یوې کرښې سره همغږې ده. همدا راز په سیمه کې په ریښتینې ډول سوله او ثبات غوښتل هم دواړه یو بل ته نږدې کوي.