له سلیمان لایق سره د ځلاند مرکه

مرکې

له سلیمان لایق سره د ځلاند مرکه

1821

یادون

سلیمان لایق په افغانستان کې د مارکسیزم – لننیزم د فکري لیکې له مخکښو پلویانو څخه و. دی اوس په کابل کې د علومو اکاډمۍ د مشاور په توګه کار کوي. ځلاند پر ځینو ملي مسئلو له ښاغلي لایق سره خواله کړي.

******

تاسې په ديني کورنۍ کې زېږېدلي یاست، مور او پلار مو دواړه دیني عالمان وو، له حبيبيې لېسې ووتئ، په مدرسه کې داخل شوئ او له مدرسې په اعلی درجه له فراغت وروسته د سليمان لايق په ژوند کې دومره ژور، يو اړخيز او ژور بدلون څنګه راغی، چې تاسې داسې يوه نظام سره ملګري شوئ؟

لايق: زه نه پوهېږم، چې له دې «نظامه» ستاسې موخه او هدف څه دی. په شلمه پېړۍ کې يا په دغه وخت کې درته ووايم، چې د مذهبي او ديني چوکاټو په اساس د حکومتونو قيام ګټور نه بولم؛ ځکه چې  هر دين او هر مذهب د خپل مخالف لپاره محدوديتونه لري، چې دا کار د بشريت لپاره يو ډول ستونزه ده او بله دا چې هېڅ حکومت ته نه دي په کار، چې د مذهب د اصلاح او تراشلو هڅه وکړي، دا سمه نه ده. د مذاهبو تقدس بايد وساتل شي، مذاهب بايد د انسان د بريا لپاره کار وکړي. دلته موږ په افغانستان کې وليدل، چې يو وار داسې وخت راغی، چې افغانستان کې د اسلام په نوم خلک حاکمان شول، ځانونه يې د اسلام ټېکه داران بلل او حتا ځانته يې د اجتهاد حق ورکاو، تاسې وليدل، چې د يو دين معتقد خلک په لسو پارچو سره ووېشل شول، تاسې دا هم وليدل، چې د حکمتيار صيب په مشرۍ حزب اسلامي او د رباني صيب په مشرۍ د جمعيت اسلامي يو بل سره ووژل او حتا د يو بل د تکفير فتواوې يې هم صادرې کړې، دوی له مذهبي موضوع قومي او تعصبي موضوع ته ولاړل، چې ته پښتون يې که نه يې، ته تاجک يې که نه يې. موږ او تاسې پوهېږو، چې انسان د هرې ژبې او دين وي، په بشري لحاظ سره يو دی. په هر هېواد کې، چې هر څومره ډېر قومونه وي، دا د فرهنګي ودې لامل کيږي، مګر د دغو مذهبي ګوندونو له امله د افغانستان د قومونو تر منځ دښمنۍ راپيل شوې او دا خبره يې په تجربه ورسوله، چې د مذهب په نوم سياست او واکمني يوه تېروتنه ده.

له دې «نظامه» زما هدف دا و، چې تاسې داسې يو نظام سره ملګري شوئ، چې د افغانستان د ورانۍ او تباهۍ لامل شو.

لايق: دا خبرې چې ته اوس کوې، دا هغه مهال نه شوې کېدای، چې دا کارونه به د افغانستان د تباهۍ لامل کيږي، هغه مهال تاسې دا نه شو ويلی. دلته يو څو خبرې دي، چې بايد پام ورته وکړو، هغه دا چې د يو انسان خودخواهي، خواجه عبدالله انصار د هرات پير، چې زه ورته ډېر معتقد يم وايي، عيب ما در آن هست، که از وخت پیش ميخواهيم و از حق بیش. خواجه عبدالله انصار د هغه وخت د خلکو باره کې دا خبرې کړي، چې ډېر بزرګان او نېکان خلک وو. په دې زمانه کې انساني تمدن د اخلاقو له پلوه ډېر کمزوری شوی او هغه انساني اخلاق، چې د اسلام په پيل او خلفاوو په زمانه کې و، له بده بخته اوس يې موږ نه شو موندلای. زموږ په حزب کې هم ملايکو ځای نه و نيولی، د ټولنې چې کومې ستونزې دي، دا خلک هم ترې برخمن و. زه په خپله د ځان باره کې دا نه وايم، چې فرشته يم، له اسمانه را کوز شوی يم. په خپله د دغه ګوند غړی وم، په ټولنه کې د روانو ستونزو او بدبختيو د له منځه وړلو لپاره مو هڅې پيل کړې، مګر کله چې زموږ حزب پياوړی کېده زموږ د ګوند ځينو غړو دا وپتېيله، چې دا راټول شوي خلک د خپلو ګټو لپاره وکاروي، همدا خلک د ګوند د ناکامۍ ستر لامل وو. دوی ويل، چې «زه دې ژوندی يم»، دوهم دا، چې هر هغه ګوند، چې د خارجي هېوادونو د مفکورو، د هغوی د ګوندي او دولتي طرز فکر په اساس خپله کړنلاره ټاکي، چې د دې هېواد له کلتور سره مخالف وي، هېڅ وخت ښې ته نه وځي. زه تاسې ته وايم، چې موږ په خپل ګوند کې د سياسي او ټولنيزو اصلاحاتو لپاره په شوروي باور وکړ او کله، چې بحران راغی، نو همدغه شوروي نظام هم سقوط وکړ، موږ په دې هم نه پوهېدو، چې خلکو ته خپله خبره په سمه توګه ورسوو، چې موږ څه غواړو او پر ځای د دې، چې موږ خلکو ته د سياسي او اقتصادي اصلاحاتو خبره ورسوو، داسې شيان مو تبليغ کړل، چې نه يوازې، چې ګټور نه و، بلکې د ټولنې په زيان وو.

يوه بله مسئله دلته مهمه ده، هغه دا چې د افغانستان او شوروي اتحاد ترمنځ اړيکې نورمال روانې وې، د دواړو هېوادونو د بې باورۍ او ستونزو پيل لامل څه بولئ؟ ځينو پخوانيو ډيپلوماتانو ليکلي، چې د دواړو هېوادونو د ستونزو لامل افغاني کمونستان وو، چې د دواړو لوريو خبرې به يې يو بل ته ناسمې ژباړلې او دا خبرې ډاکټر قيوم کوچي کړې، په خپله هم د يوې صحنې شاهدي وايي.

لايق: شايد دا خبره به د يوې جزيې په توګه د هغه په تجاربو کې شامل وي، مګر داسې هم نه وه، چې ټول ترجمانان د ماشين په توګه هر څه غلط ترجمه کوي او شايد د داسې پېښو تاثير هم محدود وي. زموږ په ګوند کې داسې خلک راټول شوي وو، چې د افغانستان د ترقۍ او پرمختګ غم ورسره و، په ګوند کې مو داسې يو نظم او ډسپلين رامنځته کړی و، چې ټولو به ډېر  ښه کار کاو او کښتني غړي خو بيا ډېر ژمن او تکړه خلک وو، مګر روسان يو ضرب المثل لري، وايي، چې «ماهي له سره بوی نيسي» او چې سر يې بوی وکړي، بيا وروسته يې نور بدن ته هم سرايت کوي. موږ رهبرانو په خپله، چې ځان هم نه ترې مستثنا کوم، نواقص زموږ په روابطو کې وو، زموږ په طرز فکر کې وو، چې ما ورته مخکې يوه اشاره وکړه او تکرار يې لازم نه بولم، زموږ د ثور انقلاب، چې رامنځته شو، دا مستقيماً د شوروي د حمايت لاندې او اثر لاندې و، خو د افغانستان د ستونزو ټول لامل زموږ انقلاب نه و. له موږ وړاندې نظامونه ډېر بې نظمه و، په پېړيو يې دوام وکړ. د دې خبرې تر ټولو ستر لامل دا و، چې دا جګړه زموږ نه وه، دا د دوو سترو قدرتونو جګړه وه. يو غرب سرمايه داري سيستم او بل د شوروي سوسياليستي سيستم، چې لا تجارب هم نه و پاخه شوي، خو فکر يې کاو، چې د خلکو او هېوادونو ترمنځ د عايداتو او ګزارې په اړه يو سيستم رامنځته کړي، مګر دې کار د اوسني  انسان له تربيې او فطرت سره ډېر سر نه خوړ. ښکلې خبره وه، خو سر يې نه خوړ. د انګريزانو په اصطلاح موږ په دغه پردۍ جګړه کې «سنډويچ» شو. دلته غرب داسې فکر پيل کړ، چې افغانستان د شوروي د نفوذ سيمه ده، دې پسې به پاکستان ونيسي، تودو اوبو ته ځي او غرب ته به يو ګواښ وي او دې کې ډېر زيات تبليغات پاکستان وکړ. اسلامي هېوادونه، چې د غربي امپريالېزم ډېر پلويان وو، هم د شوروي پر ضد ډول ډول تبليغات پيل کړل او پاکستان زموږ په ګوند د کمونېزم او کفر تور ولګاو، چې دلته کاپران واکمنان شوي دي. په لنډو ټکو درته ووايم، چې د نوې سياسي اصطلاح له مخې دا يوه پردۍ نيابتي جګړه وه، چې پر موږ تحميل شوه، په ځانګړې توګه زموږ د حکومت له سقوط وروسته افغانستان د پرديو جګړو مرکز شو. دلته د هند او پاکستان جګړه روانه ده، د سعودي عربستان او ايران جګړه دلته کيږي، د سني او شيعه جګړې دلته پيل شوي او لا به نورې جګړې هم پيل شي، چې موږ ترې نه يو خبر.

ستاسې په خبرو کې د ګڼو سوالونو ځوابونه وشول، ځينې نور سوالونه يې هم راپورته کړل او ځينې پوښتنې به بيا وروسته وکړو. د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال وزير محمد ګل خان مومند، د کابل حضرت صيبان، چې په سيمه کې يې ډېر روحاني اغېز هم و او مولوي خالص په څېر خلک له دولته ګيله من او خوابدي وو، مګر دا يې هم نه غوښتل، چې دا نظام ړنګ شي، ځکه چې د هغوی دورانديشي وه، که دا نظام ړنګ شي بيا افغانستان نه راټينګيږي او د افغانستان دښمنان هم په کمين کې ناست دي.  ايا لومړی د داود خان کودتا، چې د خلقيانو د کودتا بنسټ يې کېښود او ورپسې د خلقيانو د ثور کودتا د افغانستان د څلوېښت کلنو ستونزو او کړاوونو مسوول نه بولئ؟

لايق: زه فکر نه کوم، چې خالص صيب چې زما همدوره وه او په يوه اداره کې مو ګډ کار کړی، چې د يو ګوند او تشکيل د جوړولو په لټه کې و، همدارنګه حکمتيار صيب هم. اصلي خبره دا ده، چې اسلامي نړۍ کې ځيني خلک وه، چې ښې اسلامي قوارې وې ښه سنتو او مستحبو جوړ کالي يې په تن وه، په خپله هم د غرب د ګټو پلويان او د سرمايه دارانه نظام غوښتونکي وه؛  دلته راغلل او پر دې اور يې تېل واچول او اصل محرک يې هماغه د غرب او شرق جګړه ده.

مګر هغه مهال کابل او په ځانګړې توګه د پوهنتون غوندې په علمي حلقو کې د خلقيانو او پرچميانو له لوري مسلمانان ځورېدل، د هغوی په خوړو کې به يې خاورې اچولې او موږ ته د هغه مهال ځینې وايي، دوی به خپل لمونځونه له کمونيستانو پټ کول. ايا د دغو کمونيستانو دغه کړنې د دې لامل نه شوې، چې مسلمانان د دوی پر ضد راپورته شي او خپل ځان ورته مظلوم ښکاره شو. ايا د افغانستان روشنفکره کمونستان د دې ټولو ستونزو مسووليت نه لري، بل پلو هلته پاکستان او امريکا هم ورته په کمين کې وو، چې دوی د خپلو ګټو لپاره وکاروي؟

لایق: زه به تاسې ته يوه خبره وکړم، هغه دا چې ټولې دا کيسې، چې د پوهنتون له روشنفکرانه ماحول پورې تړلي دي، دا ټولې د بهرنيو استخباراتو له مداخلې او لاسوهنې خالي نه دي. زه په خپله په ډاډ دا خبره کوم، چې زه په الوهيت هم معتقد يم، په ټولو اسلامي عقايدو هم معتقد يم، سره له دې، چې د اسلام په نوم د حکومت مخالف يم، دا اوس، چې د اسلامي جمهوريت په نوم کوم حکومت دی، داسې د خلکو د غولولو لپاره يو پوښښ دی، په حقيقت کې دا يو لېبرال حکومت دی. هغه مهال ما د يو اسلامي ګوند غړي وليدل، چې العياذ بالله د قران عظيم الشان پاڼې په يې چټليو کې اچولی و او خلکو ته يې دا ويل، چې کمونستانو قرانکريم وسوځاوه. په دې کې د کمونيستانو ګټه څه وه، دومره عقل خو هغوی سره و، چې دا کار د دوی لپاره تاواني دی، دا کار خو د ځانوژنې په معنا دی. هغه مهال داسې استخبارات دلته فعال وو، چې زموږ او د دوی تر منځ مشکلات زيات کړي.

مګر هغه مهال به خلک په ږيره، لونګۍ او اسلامي لباس ځورول کېدل، ستاسې ګونديانو او پلويانو به د «هورا» نارې وهلې، درود پر لينین به مو ويل، چې دا خبرې بيخي تواتر ته رسېدلي دي، په دې اړه څه وايئ؟

لايق: زه درته دا خبره کوم، چې دا هېڅکله زه نه وايم، چې زما په ګډون چپيانو هېڅ غلطي نه ده کړې، زه په خپله د خپلو تېروتنو مسووليت هم اخلم، تا يې دوه درې يادې کړې، مګر په موږ کې ډېرې داسې ستونزې او مشکلات وو، چې تاسې بيخي ترې خبر نه ياست. موږ هغه خلک هم نه يو، چې په خپلو تېروتنو سترګې پټې کړو او ځانونه تېرباسو. موږ اشتباهات کړي، موږ تېروتنې کړي، زه تاسې ته وايم، چې يو ملت، چې سل فيصده يې په اسلام معقتد او مسلمان دی، ته څنګه له جومات او ملا نه لاره جلا کوې، ملا ته لاره نه ورکوې او د انتقاد ژبه دې هم داسې کرهيه وي، چې هېڅ د زغملو وړ نه وي. له دې لويه اشتباه څه کېدای شي!

يوه بله مهمه خبره، چې د پښتونستان موضوع ده. تاسې تېر کال اريانا تلويزون سره په خپلو خبرو کې ويلي و، چې د پښتونستان موضوع د روسانو «يوه ټوکه» وه، چې موږ ملي سياست وباله. د پښتونستان موضوع له صدر اعظم موسی شفيق پرته ټولو حکومتونو تعقيب کړه. اوس تاسې د پښتونستان په اړه څه نظر لرئ، چې دې کې د افغانستان ګټه وه، که تاوان؟

لايق: داسې خبره، چې ما دې د پښتونستان موضوع او د خپل حزب سياست له روسانو سره تړلې وي، زما خاطر کې نه شته، کېدای شي، سو‌ء تفاهم وي. زه په خپله د پښتونستان موضوع سره ډېره دلچسپي لرم، او اوس هم دا وايم، چې استعمار په دې سيمه کې يو ستر جنايت دا وکړ، چې د افغانستان ډېره برخه خاوره يې پاکستان ته ورکړه او د پاکستان په نوم يې يو هېواد جوړ کړ، هند کې اوس هم د مسلمانانو شمېر د پاکستان له ټول نفوسه زيات دی، زه په دې د اعتراض حق هم نه لرم، د اوسنۍ نړۍ پرنسيپ هم دا دی، چې د خلکو اراده د حکومتونو په رول کې ډېره مهمه ده. زموږ د نيوکو معنا دا نه ده، چې موږ دې اوس لښکرکشي شروع کړو او کولای يې هم نه شو. ما د شعر او ليکنو له لارې د پښتنو د حقونو لپاره د خپل ژوند ډېره برخه کې مبارزه کړې ده. له دې نه يم منکر او په دې ډېر افتخار کوم. زه اوس په دې عقيده يم، چې د افغانستان سرحد په اباسين کې دی. پاکستان که پښتنو سره رښيتنی وای، نو د دې ايالت نوم، په ادارو، قضا او ښوونيز نصاب کې خو به يې  د پښتو ژبې اجازه ورکړې وه. پاچا خان په دې ارمان کې مړ شو، چې د سرحد ايالت نوم په پښتونخوا واړوي. کله چې هغه مړ شو، بيا يې پښتنو سره دا توافق وکړ، چې د سرحد نوم دې په پښتونخوا بدل شي او هغه هم په «خيبر پښتونخوا» د دې لپاره، چې د پاچاخان ارمان پوره نه شي او همدارنګه د بلوچستان له پښتنو يې جلا کړي. په دې کې د پاکستان ډېر لاس دی په خپله د کوزو پښتنو ډېر تقصير دی، چې په خپلو کې سره بې اتقاقه دي او حکومت هم د دوی بې اتفاقي ته لمن وهي.

که خبره د کوزو پښتنو شي، په ځانګړې توګه د پاچا خان په اړه که ووايو، چې نوموړي د لوی هند د ازادۍ لپاره له ګاندي او نورو هندوانو سره په ګډه ډېرې قربانۍ ورکړي، مګر د پاکستان له جوړېدو وروسته يې بيا د «پښتونخوا»  يا «لوی افغانستان» د خپلواکۍ لپاره داسې هلې ځلې ونه کړې.

لايق: دا خو داسې و، چې دلته انګريزي استعمار راغی، نو د پښتنو د ازادۍ لپاره تاسې د لوی هند ملاتړ ته ضرورت درلود او په لوی هند کې خو هغه مهال سرحد ايالت هم راته. دوی بيا هغې مرحلې ته ونه رسېدل، چې هنديانو سره دې توافق ته ورسي، چې مبارزه خو مو په ګډه وکړه، اوس بايد پښتنو د حقونو لپاره هم مرسته او همکاري وکړي؛ ځکه چې پښتانه خو جلا ولس و. هغه مهال، چې پاچا خان کانګريس سره په ګډه مبارزه کوله، د پښتنو لپاره يې عامه تامه ازادي غوښته.

خو کله چې بيا هندوستان ازاد شو، همدغو هنديانو بيا له پښتنو او پاچاخان سره هېڅ مرسته او همکاري ونه کړه؟

لايق: دې کې شک نه شته، دا خو جلا فصل و باب دی، بحث ته يې مه اچوئ، هغه مهال هم پاچا خان ويلي و، چې هنديانو ده سره خيانت کړی دی.

دلته يوه خبره د يادولو ده، هغه دا چې کوم پښتانه موږ ته مظلومان ښکاري، دوی په خپله د پاکستان اوسني جوړښت او نظام ته ډېر معتقد دي. محمود خان اڅکزی، اسفنديار ولي خان، افتاب شېرپاو او نور پښتانه سياستوال، چې کابل ته راغلي، محمود خان دوه مياشتې وړاندې اسلام اباد کې د افغان پلاوي يوې غونډې ته وويل، چې ډيورنډ لاين يوه جبري کرښه ده، بايد ويې منو. دا خلک چې د پنجاب له لوري په حکومت کې شامل شي، بيا د پاکستان د بقا لپاره دوی قرباني ورکوي. اسفنديار ولي خان، له تېرو پارلماني ټاکنو وروسته رسنيو ته وويل، چې پاکستاني طالبانو له دوی وغوښتل، چې پنجاب ته د تلو لار ورکړي، دوی دا کار ونه کړ، پنجاب يې وساته، نو ځکه طالبانو پر دوی بريدونه زيات کړل. دا د اسفنديار خبرې دي.

لايق: دا خبرې خو کيږي، زه د دې سياستوالو له دې څرګندونو سره توافق نه لرم. اصلي خبره دا ده، چې دلته افغانستان کې د امريکا ايتلافيانو داسې ډنډورې واچولې، چې د ډيورنډ لاين له پورې غاړې خودکُشان راځي او دې سره يې پاکستان ته دا بهانه ورکړه، چې داسې وي، نو پاکستان بايد دا سيمې بمباري کړي. د حقوقي قراردادونو په اساس هغوی په قبايلو کې د لشکرکشۍ حق نه درلود، زموږ او د انګرېز تر منځ يو شمېر تعهدات شوي وو، پاکستان وايي، چې زه د انګريز ميراث خور يم. په دغو تعهداتو کې په صراحت سره راغلي، چې په قبايلي سيمو کې به د انګريز قانون نه چليږي. دلته به د جرګو او قبايلي مشرانو واک وي، دلته به ټوپک ازاد وي. انګرېز صيب او بل هېڅوک به په دوی کې لاس نه وهي. افغانستان به د دې سيمو په خير او شر کې همېشه د مداخلې حق لري او که انګرېز دلته د عملياتو څه اراده ولري، نو افغانستان ته به وايي او د افغانستان له سلامشورې وروسته به خپل عمليات کوي. اوس د قبايلو پر ضد يوه توطيه روانه ده، که چا په ښه نيت کړي او که په بد، خو پاکستان د قبايلو پر ضد لښکرکشي پيل کړې، دا خلک يې وځپل، محسود بيخي له منځه تللي او ټوله هڅه يې دا ده، چې پاکستان بايد ډيورنډ لاين ته ځان ورسوي. هغه تړونونه، چې د افغانستان او انګرېز تر منځ شوي وو، پاکستان هڅه کوي، چې بې ارزښته يې کړي او اوس دا هڅې روانې دي، چې قبايليت بايد له منځه ولاړ شي.

دغه پښتانه ملتپال هم پاکستان سره په ګډه پر دې کار کوي، چې د پښتنو قبايلي سيستم –ستاسې په خبره- له منځه يوسي، او، چې بلوچستان کې د محمود خان ورور والي دی، دی په خپله د نوزاشريف سلاکار او د حکومت شريک دی، مخالفت نه ورسره کوي. له کندهاره تر پکتيکا پاکستاني پوځيانو يو لوی خندق پيل کړی او داسې هم ويل کيږي، چې دا قرارداد هم محمود خان اخيستی.

لايق: په هر صورت، هغه مهال، چې زه د سرحداتو وزير وم، ما له دغو عزيزانو سره ډېرې اړيکې درلودې، زه دوی د وطنپرستانو په نوم پېژنم او تر اوسه د دوی په اړه داسې څه خبرې نه دي ثابتې شوي، خو که د دوی په اړه دا خبرې ثابتې شي، چې دوی ډيورنډ کرښه منلې، نو موږ ورسره بيا د نظر اختلاف څرګندوو او توافق ورسره نه کوو.

اوسني او راتلونکو افغان حکومتونو ته مو مشوره څه ده، چې د پښتونستان په اړه څه وکړي؟

لايق: د افغانستان اوسنی حکومت د خپل جوړښت له امله دومره کمزوری شوی، چې نه شي کولای، چې له توطيو سره مقابله وکړي.

که مو د اوسنۍ ايډيالوژيکي کرښې په اړه راته ووايئ، اوس پر کوم فکر ياست او کوم فکر ته ترجيح ورکوئ؟

لايق: ما په خپلو شعرونو کې هم ويلي، چې زه هماغه يم، چې چېرته وم. زه کوم فلسفي اعتقادات نه لرم. زه د يو پاک مسلمان په توګه وايم، چې د عام ولس د ژوند د ښه والي او مساوات لپاره چې موږ کومه سوسياليستي نظريه خپلې کړې وه، وايم، چې بايد له پرديو افکارو او ايډيالوژيو لاس واخلو، له روسي نسخو لاس واخلو. زه د خلکو د ژوند د بهبودۍ داسې پلوي کوم، چې د اسلام له اصولو او افغاني کلتور سره برابر وي.

تاسې په خپلو شعارونو کې د مساوات خبره کوله، ايا مساوات امکان لري؟ که د دې پر ځای مو د تناسب خبره کړې وای، نو ښه به نه وه؛ ځکه چې مساوات خو د خلکو تر منځ ناشونی دی.

لايق: په هر صورت، هغه شی، چې نه کيږي، بايد ټينګار پرې ونه شي او که دا خبره ومنل شي، چې هر څوک بايد د خپل حق په تناسب برخه واخلي، لکه څوک، چې پنځه زره ګټي او بل زر، نو بايد د تناسب له مخې پرې وېش وشي، دا کار بيا د استثماري خلکو لپاره يو دليل دی، نو لهذا دا خبره زه نه کوم.

هغه خلک چې پخوا له شوروي سره ولاړ  وو او نور افغانان يې د غربي امپريالیزم په ملاتړ تورنول او ويل به يې، چې جګړه د امريکا او روس ده، مګر دغه خلک هم په افغانستان او هم کوزه پښتونخوا کې اوس له امريکا سره ولاړ دي. په دې اړه څه نظر لرئ؟

لايق: هغه خلک چې ستراتيژيک فکر لري او لرې پړاوونه ويني، ډېر محدود او لږ دي. دا خلک د ورځې په نرخ شيان تلي، نو هغه مهال، چې دلته چَپ نهضت راغی، د هغوی له امکاناتو يې ګټه پورته کوله، انګريزان دې خلکو ته اپرچونېسټ وايي، موږ ورته په خپله پخوانۍ عربي کې ابن الوقت وايو، دا فکري خلک نه دي، د مرغۍ په څېر کله د يوې ونې په ښاخ ناست او کله په بله.

له سړې جګړې وروسته امريکايي مفکر فرانسيس فوکوياما «د تاريخ پای» نظريه ورکړه. نوموړی غربي امپرالېزم وروستی فکر بولي. ورسره موافق ياست؟

لايق: خير، زه په هغه څه نيوکه نه کوم، هغه هم خواري کړې، دې نتيجې ته رسېدلی، خو زه ورسره موافق نه يم: ځکه چې انسان متحول دی او هر وخت فکر کوي او څوک، چې فکر کوي وخت په وخت نوې نظريې راباسي او پلوي يې کوي. زه په دې باور نه لرم، چې لېبرالېزم د نړۍ وروستی فکر دی، دا يوازې د غربي استثمارانو لپاره منطق کېدای شي.

دين او سياست بايد سره يو وي او که جلا؟

لايق: په اسلام کې د مذهبي دولت په نوم څه نه شته البته دا زما نظر نه دی، له جهاني مطالعاتو وروسته دې پايلې ته رسېدلی يم او وايم، چې دين او سياست بايد سره جلا وي.

مګر علامه اقبال وايي، «جدا هو دين سياست سې تو ره جاتي هې چنګيزي» (دین چې له سیاست جلا شي، چنګېزي پاتېږي).

لایق: علامه اقبال خو ډېرې خبرې کوي، زه هم ورته ډېر معتقد يم، ډېر مې خوښيږي، تقريباً زما په حافظه کې دی، دی په خپلو شعرونو کې نظريات ډېر داخلوي، مګر دا خو لازمه نه ده، چې ده سره زه په هره خبره کې توافق وکړم.

بيا خو موږ هم نه يو اړ، چې ستاسې هرې خبرې سره توافق وکړو.

لايق: (په خندا) سمه ده بېخي سمه ده!

ډېره زياته مننه، چې په دې عمر مو له دومره بوختياوو سره ډېر وخت راکړ!

لايق: هېڅ چرت مه وهئ، هر کله راشئ!