مزمل: طالبان په څلور اړخیزه خبرو کې بایلونکي نه دي

مرکې

مزمل: طالبان په څلور اړخیزه خبرو کې بایلونکي نه دي

495

تېره اوونۍ د پاکستان په اسلام اباد کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو د پيلېدو په موخه څلور اړخيزه ناسته وشوه. ورته ناسته په کابل کې هم ترسره کېږي. دا چې دمگړۍ افغانان سولې ته څومره واټن لري، له لیکوال او د سولې فعال، ښاغلي محمد زمان مزمل سره غږېدلي یو:
ولسمشر اشرف غني وايي د سولې تګلاره یې دوه محوره لري: لومړی له پاکستان سره سوله او دویم له طالبانو سره سوله. ایا رښتیا هم د افغان حکومت د سولې دغه تګلاره دوه اړخیزه ده او که د سولې په تړاو یوازې پر پاکستان متکي ده؟
مزمل: څرنګه چې ډاکټر اشرف غني د سولې مهم طرف دی او څرنګه چې دی وايي، د سولې تګلاره یې دوه محوره لري، دا به په دویم او درېیم دور مذاکراتو کې ثابته شي. ولې دا چې د پردې تر شا به د خبرو اترو اصلي طرف څوک وي؟ دا رښتیا هم د سوال وړ ده. زه چې تر کومه حده طالبان پېژنم، طالبان به د مجاهدینو د تيرې غلطۍ په پانګونه خپله نمایندګي په اسانۍ چاته ورنه کړي او که فرضاً شرایط پرې داسې دشوار راشي او دوی خپله نمایندګي بل چاته ورکړه، نو د تېر څوارلس کلن جنګ بیا معنا دا شوه چې دا د پردۍ د اجنډا لپاره جنګ و.
ولې بیا هم په مذاکراتو کې د چین او امریکا په شتونوالي کې طالبان کولای شي، چې په دغسې یو مخلوط مېز کې د خپلې نمایندګۍ لپاره یو غوڅ حیثیت ولټوي. د افغانستان قضیه باید اوس هم د مذاکراتو او سیاسي حل مېز ته ویوړل شي؛ ځکه چې د دواړو اړخونو په جګړه کې عام ولس زیانمنېږي. که د خبرو اترو او سیاسي مذاکراتو چانس وي، نو د خلکو له وژلو څخه خو مذاکرات ښه دي؛ خو په یو شرط چې حل پر یو افغاني اجنډا باندې متمرکز وي. هومره چې د ملي حاکمیت خبره پر دواړو طرفو کې خدشه داره روانه ده فکر کوم که افغانان په خپلو کې د مذاکراتو یو چانس ولټوي اینده حل به د تېرې پېنډۍ، د تېر ګورنر هاوس او د تېر بُن نه لږ پتمن راشي.

ځینې شنونکي روانې څلور اړخیزه خبرې اترې د ژنیوا له خبرو اترو سره پرتله کوي؛ خو په یو توپير چې دا ځل د شوروي ځای چین ډک کړی، تاسو څه فکر کوئ روانې خبرې د ژنیوا له خبرو سره ورته نه دي او یا به یې پایلې یو شان راونه وځي؟
مزمل: د ژنیوا د خبرو اترو سره پرتله پکار ده؛ ځکه د ژنیوا د مذاکراتو پایلې ښې رانغلې. دا روانې خبرې اترې باید له څو اړخه نیرومندې وي. دا چې دا ځل پکې طالبان او چین شته دا پکې نیرومنده خبره ده. زه فکر کوم چې که طالبان افغاني اجنډا ولري او طالبان پکې جرائت وکړای شي او خپله خبره وکړي نو کیدای شي، د هغو پایلو سره چې د شوروي ضد جنګ مخامخ شو، دا جنګ مخامخ نه شي.
طالبان یو کمبود لري، چې په تېر جنګ کې مجاهدینو په سیمه او نړۍ کې قوي مرکزيت درلود او ننني طالبان نه په داخل کې او نه په بهر کې د اسلامي دولتونو په سطحه، د اسلامي تنظیمونو په سطحه هغه پرستیژ چې مجاهدینو درلود دوی یې نه لري. له همدې ځایه د مذاکراتو په لړ کې کېدای شي، طالب د یو داسې فشار سره مخامخ کړل شي، چې بیا به ورته دوام هم یو ستونزمن کار وي او ترې نه په شا کېدل به هم ستونزمن کار وي.

طالب چارواکو ته په کار ده، چې په دغو مذاکراتو کې زیات ترکیز په خپله اجنډا او په چین او امریکا باندې د اجنډا منل پکې د توجه وړ وګرځېږي.

د مري له مخامخ خبرو وروسته او اوس د څلور اړخیزو خبرو اترو پرمهال د طالبانو د سولې تګلاره تاسو ته څه ډول برېښي؟ بدلون یې موندلی؟ که چیرې يې بدلون موندلی وي، دغه بدلون د پاکستان تر اغېز لاندې دی او که نورو عواملو هم لکه د طالبانو د رهبرۍ بدلون هم پرې خپله اغېزه درلودلې ده؟
مزمل: یو شی چې باید ویې منو او غوڅ اغېز هم لري، هغه دا دی، چې کله د مري مذاکرات په ټپه ودرېدل او کابل پر پاکستان پړه واچوله او بیا کابل مخه پر دهلي کړه، نو حقیقت دا دی، چې د دې اثرات پر پاکستاني حکومت زیات و.
زه فکر کوم د پاکستان حکومت د یو تجربې والا حکومت دی، هغوی د افغانستان په تېره قضیه کې هم د افغانانو قضیه تمثیل کړې وه هغوی کیدای شي په تدریج د کابل لپاره په دغو مذاکراتو او د مذاکراتو په دغو ادوارو کې امتیازات ورکړي. حتماً به د پاکستان په دریځ کې لږ فرق وي او دا لږ فرق به په اول او دویم دور کې ډېر معلوم نه شي. کیدای شي چې په وروستیو مرحلو کې معلوم شي.
دا چې د طالبانو دریځ پکې فرق کړی او یا یې نه دی کړی، طالبان خو له پخوا نه هم په یوه اجنډا راغلي دي، هغه دا چې هغوی مخامخ مذاکرات غواړي؛ خو د مذاکراتو لپاره هغوی په کابل کې فضا نه لري. دغه فضا چې اوس په کابل کې ده او حساسه ده او دوه درې جبهې پکې جوړې شوې، په دوی کې د یوې جبهې خو کاملاً روحیه او جذبه داسې ده چې دا اصلاً حکومت مذاکراتو ته نه پرېږدي او وايي چې ملت دې په جریان کې وي او ملت… خو دا حکومت خو تاسو ته امریکایانو جوړ کړی ده او همدغه حکومت خبره ستاسو اوس ممثل حکومت دی، تاسو باید په دې حکومت باور ولرئ. دلته پکې لا د ملت نور نماینده ګان د کومه راپیدا شول، چې دلته پکې جبهې جوړیږي. بل د سولې خبرې خو یو ملي کار ده، د سولې خبرې چې د کابل لخوا تخریبیږي دا ډېر یو مضر اسلوب وینم. څوارلس پنځلس کاله دلته په کابل کې طالبان ویني چې سیاسي هغه مهمې ډلې چې دي هغوی له طالبانو سره سوله نه غواړي. طالبان په هغه حال کې چې اصلي واکمنې ډلې دي په کابل کې هغوی سوله نه غواړي طالب په دغسې فضا کې څنګه ووايي زه سوله کوم.
موږ هم درې کاله مخکې غوښتل چې د همدغې نیرومندو ډلو سره طالب سوله وکړي. طالب اماده و له دغو ډلو سره سوله وکړي؛ مګر دوی اماده نه شول.
طالب د کابل په رمز ښه پوهېږي، چې کابل کې اصلي واکمن دي هغوی سوله نه غواړي. هغه چې امریکا راوړي له دغه دوکان نه او له هغه اییس کریم د دوکان نه، او هغو چې لا تر اوسه پورې خپل پاسپورتونه هم نه دي بدل کړي هغوی به ډېرې منډې ووهي خو هغوی په سوله کې ډېر موثر کردار نه شي ادا کولای. زه د دې نن نه پوهېږم چې هغوی یې نه شي ادا کولی. ترڅو چې اصلي خلک هغه چې په دې کابل کې نیرومندې ډلې دي هغوی سولې ته اماده نه شي فکر کوم طالب ته امادګي او طالب چې خپله امادګي هم نه ښيي یو عمده علت یې هم همدا دی چې هغوی ویني چې په کابل کې دا تلویزونونه، دا موثر شخصیتونه ټول له سولې سره حساس دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې طالبان لا هم تیار نه دي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، ستاسې نظر څه دی، د طالبانو اوسنی نظر څنګه ګڼئ، چې ایا هغوی به د امریکا، چین، پاکستان او افغانستان له څلور اړخیزو غونډو وروسته له افغان حکومت سره خبرو اترو ته کيښني؟

مزمل: پاکستانۍ رسنۍ بنیاداً رسیدلې رسنۍ دي، شاید د هغوی دا خبره پر خپل ځای کې وزن ولري او مخکې هم چې ما وویل، چې طالبان د سولې په رابطه هغوی د کابل د مهمو ډلو نظر ته ګوري او بیا خپل دریځ وايي. طالب هېڅ وخت کې هم د سولې مخالف نه دي. طالبانو د سولې لپاره د کرزي په دوران کې ډېرې قربانۍ ورکړي. ډېر خلک یې په پاکستان کې بندیان شول. ډېر یې په دې لارو کې ورک شول. او دا په هم دې خاطر چې دلته فضا جوړه نه ده. په افغانستان کې د سولې لپاره خلک لېوال نه دي. یو هغه خلک دي، چې هوايي غږیږي او یو هغه خلک دي، چې دلته په دې حکومت کې مسلط دي. ما ځکه وویلې، چې طالبان به لکه پاکستانۍ رسنۍ یې چې وايي په اغلب احتمال هغومره د سولې لپاره لېوال هم نه وي او هومره به د پاکستان فرمایشات سل په سلو کې وهم نه مني. ولې یو شی چې زه پکې امیدوار یم، چې طالبان سولې ته زړه ښه کړي او هغه دا ده، چې خاصتاً د چین موجودیت چې زموږ یو لوی همسایه دی . چین له طالب سره په یو غټ اړخ کې شریک هم دی. څومره چې طالب د امریکا سره دښمني لري، او مخامخ یې مقابل ده. هغومره چین هم پوهیږي، چې دغه امریکا چې طالب ورسره جنګیږي دغه امریکا هومره د طالب لپاره دلته نه ده راغلې لکه د چین لپاره. زه فکر کوم چې چین به هم همدغسې یوې سیاسي فلسفې په درک او د طالب نه په زیات عمق په داسې مذاکراتو کې داسې فیصله ونکړي، چې طالب پکې ډېر بایلونکی شي، خاصتاً چې طالبان پکې په یو غیر افغاني اجنډا باندې موافقه ونکړي، طالبان په دې مذاکراتو کې بایلوونکي نه دي، هغوی ته جرائت پکار دی چې پکې ننوځي؛ منتهی اهمیت په دې کې لري چې هغوی په یوه سمه اجنډا باندې موافقه وکړي.
طالبان په دې وروستیو کې د خپلې رهبرۍ دوه غړي د طالبانو لیکو وویستل، هغو چې د ارومچي او مري په سولې خبرو اترو کې برخه واخیسته، فکر نه کوئ، طالبانو په دې کار د دې څراغ ورکړ، چې شاید دوی به په راتلونکي کې د پاکستان تر فشار لاندې له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر نه شي؟
مزمل: واقعاً دغسې یو اقدام که شوی وي او طالبانو واقعاً دا کړی وي، نو معنا یې دا ده چې طالبان هغه د مري په حضور هم راضي نه وو. د دې مخامخ معنا هم همدا ده، چې طالبان د مري په حضور هم راضي نه وو. طالبان چې له زړه قانع نه کړل شي او طالبان که په قضیه کې مجبور کړل شي نو د دې پایلې ډېرې خرابې راځي. ولې زه باور لرم چې که په کابل کې فضا ښه وي د سولې او مذاکراتو لپاره، زه امیدواره یم چې طالبان به په تدریج مذاکراتو ته تن ورکړي. زه خپله هم ډېر دغه د پاکستانیو د رسنیو په روحیه یم چې طالبانو لپاره یو مشوق د مذاکراتو کې د شرکت نه شته لا.
داسې ویل کېږي، چې د ملا محمد عمر له مرګه وروسته طالبان ویشل شوي، افغان حکومت هم داسې ګومان کوي، چې د طالبانو له دغه حالت څخه به ګټه واخلي، تاسو څه فکر کوئ، چې د طالبانو ویش تر کوم ځایه صحیح ده او د دوی ویشل کېدل به د سولې پر پروسې څومره اغېزه ولري؟
مزمل: افغاني ټولنیز کلچر داسې ده، چې دلته یوه سیاسي ډله چې جوړه شي د هغو تجزیه ډېره سختي غواړي او طالبان د نورو ډلو په نسبت ډېر مذهبي خلک دي د هغوی تجزیه فکر کوم ناممکنه غوندې خبره ده. که له طالبانو نه ځینې خلک بېل هم شي هغه به ډېر موثر نه وي. یعنې کیدای شي که د طالبانو اصلي ډله چې په مذاکراتو کې حصه واخلي نو فکر کوم هغه چې یو قسمت یې مخالفت ته پاتې کېږي نو هغه به بې اثره وي. او که چیرې فرعي ډله مذاکراتو ته ننوتله او اصلي ډله جنګ کې پاتې شوه نو هغه ډله به مذاکراتو کې بلاخره کابل کې خپل رنګ بایلي. او بلاخره دغه مذاکرات به ډېر مایوس کننده مذاکرات شي.
د ملي یووالې جبهې، چې تاسو پکې اجرایوي مشر یئ، هم د سولې په تړاو هلې ځلې پيل کړي، په دې تړاو ویل کېږي، چې ستاسو په شمول د نوموړې جبهې یو شمېر غړو قطر ته څو ځل سفرونه کړي او همدا راز له ولسمشر اشرف غني سره مو هم د سولې په تړاو اوږدې خبرې کړي، دلته زموږ پوښتنه دا ده، چې ستاسو د سولې تګلاره څه ده او هلو ځلو مو تر اوسه پورې څه پایلې ورکړي؟
مزمل: زموږ خو بنیادي درې شیان دی. لومړی زیات ترکیز په دې کوو چې افغاني حل راشي. حل باید افغانان خپله په خپل منځ کې وکړي. افغانان باید په خپلو کې نږدي شي. حکومت او حکومت کې موثرې ډلې او دوی په منځ کې د تفاهم پول پیدا شي.
او دویم دا چې د دغې تفاهم په نتیجه کې داسې یو درېیمګړی جهت پیدا شي چې دواړه جهته پرې اعتماد وکړي او هغه بیا هغه اختلافي مسایلو لپاره د دواړ وپه همکارۍ یا یوه مرجع جوړه کړي یا په هر ترتیب دا یې دویم ټکی دی.
درېیم ټکی یې دا ده چې دغه حکومت چې اوس ده، دا د ملي وحدت حکومت ده. دې کې ټول شامل دي. یعنې شکلاً ټول شامل دي. که دا حکومت مذاکراتو ته ننوځي نو په دې کې دواړه جهته سهیم وي نو د کابل لخوا به هم مذاکرات عملي مذاکرات شي. ولې متاسفانه چې په دې رابطه موږ له ډاکټر صاحب اشرف غني سره وکتل او قطر ته خو موږ درې څلور ځله د کرزي په وخت کې ولاړو ، هغه وخت دلته په کابل کې اماده نه شول ولې طالبان اماده وو مذاکراتو ته. دلته دوی اماده نه شول او بیا د انتخاباتو دور راغی او موږ هم د انتخاباتو لباره هغه مسایل پرېښودل ولې اوس چې موږ د ډاکټر صاحب اشرف غني سره ولیدل او له طالبانو سره مو ولیدل نو دا طرحه تر ډېره حده عملي ده. مګر مشکلات د دولت له پاکستان سره ډېر زیات دی. دلته بیرونۍ دنیا ده، موسسات دي، مدني ټولنې دي، د هغوی اتجاعو او د هغوی دا موخه زموږ له مذاکراتو دغو هڅو سره ډېر فرق لري. هغوی ډېر سفارتي انداز کې دي. هغوی روزمره د دغو مواقفو دولتینو نه د طالبانو د حوادثو نه متاثریږي. پر همدې خاطر موږ دا فرصت پکې ډېر ژر پيدا نه کړ که څه هم موافقه مو اخیستې وه، چې یو جهت هغه شي. په همدې منځ منځ کې یوه جبهه استاد سیاف د حراست او ثبات په نامه، یوه قاضي صاحب امین جوړه کړه د مجاهدینو په نامه او اوس پکې لا یوه بله جبهه هم احدي صاحب دې جوړه کړه. دغه کابل کې حالت ډېر غیر نورمال دي یعنې د بې ثباتۍ خوا ته روان دي. چې دا بې ثباتي به په دغو مذاکراتو هم منفي اثر وکړي او زموږ خبره هم پکې داسې هغه غوندې شوه؛ ځکه چې طالبان به هم حتماً امریکا او چین او پاکستان هم تفاهم ته د کومې لارې نه درولي یې او هغوی به هم معلوم شي په دې دویم دور مذاکراتو کې. زموږ پکې زیاته موخه دا وه چې دا مذاکرات افغاني شي، او اجنډا یې افغاني شي او د دغې مذاکراتو په نتیجه کې د همسایه ګانو یعنې پاکستان، هند او ایران سره یوه متوازنه فضا هم جوړیدای شي؛ ولې په دې نورو مذاکراتو کې مشکلات ډېر دي. په ځينو مذاکراتو کې ګورو چې هند ډېر متاثر شي، په ځینو کې پاکستان متاثر شي او د دې پاکستان، هند او ایران دې متفاوتو سیاستونو او دولتونو زموږ قضیه ډېره پیچلې کړې ده. موږ لا هم مایوس نه یو. موږ هم په دغو هلو څلو کې یو، په هر صورت وبه ګورو چې څه کېږی.
د افغانستان په قضیه کې د سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو رول اهمیت لري او تر ډېره حده د دوی د موافقې پرته به د افغانستان قضیه د حل کېدو پر لور ولاړه نه شي، اصلاً له افغاني حل او افغاني اجنډا څخه مو هدف څه دی؟
مزمل: زموږ نظر دا نه ده چې دا د سیمه ییز او بین المللي اړخ د قضیې نادیده ونیسو، بلکې زموږ هدف دا دی چې د طالب او د کابل حکومت په منځ کې یوه فضا، اعتماد او د دې چې دواړه رښتیا حل غواړي، دا باور یو بل ته ورکړي. ولې بیا په دویم قدم کې بیا طالب هم پر دې پوهېږي چې دا قضیه سیمه ییز اړخ لري. کابل هم بیچاره دی، نه شي کولای چې دا سیمه ییز اړخ او نړیوال اړخ یې نادیده ونیسي. موږ چې په افغاني حل ترکیز کوو هغه همدغه مرحله ده، چې دا باور به د قضیې د ټولو اړخو لپاره یو مساعد عامل شي. په هغه صورت کې چې طالب او د کابل حکومت په منځ کې د واړو قناعت او باور په مذاکراتو باندې یو شان نه شي او د یو بل په نسبت چې دغه شکوک چې اوس یې لري دا شکوک پورته نه شي. زه فکر کوم چې که سیمه ییز اړخ او نړیوال اړخونو په شمول قضیه بررسي شي نو دا به د هغوی لپاره ډېر جنجالونه پيدا کړي.
کابل حکومت ډېر پر پاکستان مسایل داسې حسابوي، چې که پاکستان موږ سره ومني نو طالب نه شته. زه فکر کوم چې دا د کابل یو وهم ده او دوی دې وهم ډېر خراب کړل. دوی داسې فکر کوي، چې له پاکستان سره نتیجې ته ورسیږو نو طالب پکې لا څوک ده؟! دوی دغسې یو فکر کوی او دوی دا هم فکر کوي، چې که له پاکستان سره تفاهم ته ورسیږو نو معنا یې دا ده چې دا د پاکستان مداخله وه ، دا د ازادۍ لپاره جنګ نه و، طالب هېڅ شی نه و. دوی دغسې یو فکر خپلو خلکو ته هم ورکوي او راتلونکي ته هم. زه فکر کوم چې دا به د مذاکراتوپه دویم او دریم دور کې خپله رالوڅ شي. او د دې نتایج به بیا ډېر منفي وي او زموږ پر خلکو به لا ډېر منفي وي. زموږ په خلکو به ځکه منفي وي، چې رښتیا خبره یې درته ووایم چې د شوروي د وخت او د دې وخت په افغان وژنه کې هېڅ فرق نه شته. دلته لا ډېره بې پرواهي ده. یعنې که یو څوک د ډاکټر نجیب د مصالحې اخر کلونه او د کرزي او ډاکټر اشرف غني حکومت سره مقایسه کړي نو سړی پوهیږي، چې ډاکټر نجیب د مصالحې په فلسفه باندې قانع انسان و، هغه له زړه غوښتل چې دا روغه وشي، هغه یې سیاسي اړخ ته ډېره توجه نه کوله. دوی او س هم دا تلویزونون، دا مدني ټولنې ضد د سولې روانې دي. د نجیب په وخت کې راډیو-تلویزون او ټول کابل د سولې په جهت کې غږیدل د مهاجرو لپاره یې سندرې جوړې کړې وې، تر ډېره وخته روانې وې. سړی پوهیږی چې دا د یو ډېر کمزوري منطق نه فکر کوي، چې پاکستان یې موږ سره ومني. یعنې پاکستان خو دومره زور نه لري، چې هغه دې په بهسودو پله کې هم د دغه دولت امنیت هم خراب کړي او هم په چهار اسیاب کې. که چیرې پاکستان بیا دومره زور هم ولري، چې ستا بهسودو او چهار اسیا ته رارسیدلی او ستا وزیر او والي نشي تللی نو بیا خو تاسو ته فکر پکار ده چې تاسو پکې لا څه کاره یاستئ؟! بیا یې پرېږدئ، چې طالب یې حل کړي؛ ځکه ته خو بیا پکې هېڅ کاره شوې. دا منطق پر طالب دومره بد اثر نه لري، چې دا مشکل موږ ته پاکستان جوړ کړی. که پاکستان دومره لوی مشکلات افغانستان حکومت ته جوړوي، بیا خو د افغان حکومت پکې څه شی شو؟ دا خو د طالب لپاره بې حیثیته خبره نه ده بلکې دې حکومت ته بې حیثیته خبره ده. یو حکومت چې چهار اسیا نه اخوا، دغه لوګر، بدخشان، کندز، هلمند، زابل چې ووینې، دغه کاملاً دوه برخې د طالبانو په لاس کې دی. چې پاکستان دومره زور لري، نو ته به په دومره کمزورۍ له پاکستان سره دغه مسایل څنګه حل کړې؟ بیا خو تا نه ښه ده، چې طالب ته یې وسپارې، چې هغه یې حل کړي. نو دا مسله د یو کمزوري منطق نه راشروع شوې چې که پاکستان وغواړي نو پاکستان به طالب مجبور کړي. دوی زیاتې هلې ځلې هم همدغې خوا ته کوي. دا یو ډېر منفي کار دی او دا کار د کرزي له وخته شروع ده. کرزي هم په دې کې ډېره اشتباه وکړه ځکه طالبانو په قطر کې یو منبر پيدا کړ، ده پرېنښود چې هغه منبر یو دوه دوره مذاکرات وکړي. ستا حکومت څه حکومت و؟ ته خپل ملک کې د چهار اسیا نه اخوا خپل بیرغ نه شی درولای؛ ته به یې ان په قطر کې څرنګه دروې؟ کرزی صاحب محترم سړی ده، ډېر شریف سړی ده، موږ یې وروستی دریځ چې امنیتي تړون یې لاسلیک نه کړ، ډېر تاییدوو. قابل د قدر ده؛ خو په دې ونه غږید، چې ته خپل بیرغ په لوګر کې سم نشی درولی، ته یې په مګزین کې نشی درولی، ته یې په بینی شربغان کې نشې درولی، بیا په قطر کې د طالب بیرغ. بیا د طالب بیرغ کې خو کلیمه ده، څه انګریزي شعار خو نه ده.
تاسو له یوې خوا د افغان حکومت د کمزوري منطق خبره وکړه او له بلې خوا مو کابل کې د ځینو جبهو چې د سولې په راتلونکو خبرو اترو به منفي اغېزه وکړي، همدا راز ستاسو په ګومان طالب به په راتلونکو خبرو اترو کې برخه وانخلي او لا هم به کابل کې دوی ته فضا نه ده برابره، تاسو اوس د څلور اړخیزو او سولې خبرو اترو ته څومره هیله من یاستئ؟
مزمل: زه خو خپله شخصاً د پنځلسو کلونو جګړو وروسته مذاکرات د طالبانو په خیر هم ګڼم، او د کابل حکومت لپاره يې هم په خېر ګڼم. دا چې د طالب لپاره فضا جوړه نه ده او دا ځکه چې هزاره ورونه، جمعیت اسلامي ورونه او دعوت اسلامي ورونه دوی داسې غږیږي، چې طالب په طبیعي ډول فکر کوی، چې په دغسې یو کابل کې زموږ او د دوی ترمنځ ګذاره نه کېږي. هغوی داسې د سولې ضرورت سره سره، چې استاد رباني پکې د سولې عالي شورا رییس هم و، دوی پکې داسې فضا ایجاد نه کړه چې دا طالب خپل خلک وګڼي. خیر دا یې د دوی په منطق غولیدلي خلک، دا پکې د ازادۍ لپاره نه جنګیږي، دا یې غولیدلي. خو د هغوی لپاره خو یو سم منطق په کار دی. داسې خو نه ده پکار چې طالب په افغانستان له ده سره جنګیدلی. همدغه ډلې خو خپلو کې هم جنګیدلي، له حزب سره هم او له طالب سره هم. په دې کې خو ګناه یوازې د طالب نه ده. دې کې استاد رباني ګرم و، دې کې استاد سیاف ګرم و ، دې کې انجینر صاحب ګرم و. یعنې دا جنګونو ټولو کړي. دې کې څوک چاته ګوته نشي نیولی. دغه فضا چې کابل کې عوض نه شي. زه فکر کوم چې بهترینه سوله دا ده چې د جمعیت، اتحاد، شیعه ورونو د دوی دغه روحیه د سولې لپاره د ضرورت درک دغه طالب کشف کړي، چې طالب پوه شي، چې کابل کې زموږ ورونه اماده دي، چې موږ ټول یو حکومت او یو نظم جوړ کړو. که امریکا بیا همکاري کوله و دې کړي، د امریکا د همکارۍ خو څوک مخالف نه دي او امریکا بیا نور څه کوي، چې هزاره، طالب، شورای نظار او د کابل تنظیمونه په یو حکومت کې سره ګډ شي، بیا به یې د امریکا لپاره ضرورت څه وي. زه فکر کوم بیا هېڅ ضرورت به نه وی. زه فکر کوم د کابل دغه تنظیمونه دغه نه درک کوي. دوی فکر کوي، که طالب راشي، دغه کمه فی صدي چې دوی د حکومت نه استفاده کوي دا به پر دوی باندې ګډه وډه شي. دا ډېر غلط منطق دی او دا یو غیر ملي منطق دی. خاصتاً چې اوس د جنوب په نسبت په شمال کې د طالبانو جګړې زیاتې پراخې دي او نن د پښتنو ترڅنګ تاجک، ازبک ورونه هم د دې جګړې قرباني کېږي، دوی ته خو اوس هغه د قومي غلاف نه هم وتل په کار دي، چې که د پښتنو په وژلو نه دردېدل نو د خپلو ملیتونو پر وژلو خو باید ودردېږي. دا په داسې حال کې چې موږ پکې دا توپير نه منو، چې دلته ازبک یا پښتون یا تاجک مري. ټول زموږ خلک مري.

دا بې جګړې دوی نشي خوړلی او له جنګ سره یې چې څومره کلونه دوی وخوري، دا نتیجه هم نه ورکوي. ځکه دا د زهرو غړپ ده. دا دوام نه کوي. هره ورځ وګورئ، چې په دې کابل کې یوه ورځ په جومات او چهارراهي کې بمونه چوي، نو دغو پلازو خاوندانو ته چې په غلا یې جوړې کړي سړي غصه راځي، چې دغه پلازې موږ څه کوو، چې د یو قومندان پلازې دي، زموږ خلک یې ترڅنګ په وینو کې لمبېږي او د دغې پلازو بیخ کې زموږ خلک په وینو کې شټیږي.