د ولسمشر د وژنې وخت رانېږدې شوی

ګنګوسې

د ولسمشر د وژنې وخت رانېږدې شوی

325


د نومبر په ۱۲ د «ګارډين» ورځپاڼې ليکوالې په ټولنیزو شبکو کې خپل اکاونټ ورسته له دې بند کړ، چې د امريکا ولسمشریزو ټاکنو پر ګټونکي ټرامپ له ټويټ وروسته له یو لړ نیوکو سره مخ شوه.
انګرېزې لیکوالې مونیشا راجیش تېره سې شنبه د ډونالډ ټرمپ له بریا وروسته په خپله «ټویټر پاڼه» ليکلي وه ، چې «د ولسمشر د وژنې وخت را نېږدې شوی». د دې ليکنې له امله نوموړې له یو لړ نیوکو سره مخ شوه.
د «ګارډیڼ» ورځپاڼې هم په یادې ليکوالې نیوکې وکړې او زیاته يې کړه چې راجيش یوه ازاده خبریاله ده او د دوی رسمي غړې نه ده.
د یادونې وړ ده چې د امريکا په اوسنيو ولسمشريزو ټاکنو کې د ډونالډ ترامپ بریا امريکایان او د سیمې هېوادونه انديښمن کړي، چې له امله يې په زرگونه خلکو د ده پر ضد لاریونونه وکړل.