ټرامپ «اخوان المسلمین» ترهګر ډلو کې شاملوي

ګنګوسې

ټرامپ «اخوان المسلمین» ترهګر ډلو کې شاملوي

370

ولسمشريزو ټاکنو کې له بریا وروسته په لومړيو څرګندونو کې د ډونالډ ټرامپ مشاور ولید فارس وویل، چې ټرامپ په پام کې لري چې «اخوان المسلمین» ګوند په «تروريستي ډلو» کې شامل کړي.
نوموړي د نومبر په ۹مه زیاته کړه چې «دغه پروژه له څو کلونو راهيسې په کانګرېس کې له دې امله نه ده تصویب شوې، چې سپينې ماڼۍ پرې موافقه نه کوله. ځکه چې ولسمشر بارک اوباما د دغه ګوند ملاتړ کاوه».
فارس څرګنده کړه: «د ټرامپ په باور اخوان المسلمین تر ټولو هغه خطرناکه ډله ده چې توندلاريتوب ته کار کوي. له همدې امله نوموړی غواړي چې دې ګوند ته د هیلري کلنټن او اوباما خلاف د سياسي ګوزار پرځای عسکري ګوزار ورکړي».
همدا راز د ټرامپ د منځني ختيځ چارو سلاکار ټینګار وکړ، چې «د سپینې ماڼۍ نوې اداره به لبنان کې د حزب الله ډله د تروريستو ډلو په لست کې وساتي».
نوموړي زیاته کړه چې د داعش او نورو بهرنيو ګواښونو د ځپلو له پاره په عراق، سوریه او لبیا کې ټرامپ ځانګړی پلان لري، چې د عربي هیوادونو په همکارۍ به يې پلي کړي. له روس سره په سلا مشوره به د سوريې کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي او سوریه به له ټوټې کېدو وژغوري. په دې ټولو خبرو اترو کې به سوریايي ټول ښکیل اړخونه هم موجود وي.
سلاکار فارس ادعا کوي، چې «نوی ولسمشر په منځني ختيځ کې د سولې او امن ساتلو له پاره هڅې کوي او د اسرايیلو او فلسطینیانو ترمنځ به منځګړی وي».
د مصر د ولسي جرګې غړي او پارلمان کې د افریقا د اړیکو مسوول مصطفی الجندي، چې د امریکا د اوسنيو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال يې خپل ځای د ډونالډ ټرمپ کمپاین کوونکو ته سپارلی و وايي، چې د ټرامپ ولسمشري به د اخوان المسلمين له پاره لوی ناورين وي. ځکه داسې انګېزې شته چې ټرامپ به له کانګرېس څخه داسې قانون تصويب کړي، چې اخوان المسلمین یوه «ترهګره ډله» ده.
له «الوطن» ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې مصطفی الجندي زیاته کړه، چې «د ټرامپ بریا د نړيوال امن په ګټه ده، ځکه د هیلري کلنټن چې د اوباما سیاست پر مخ وړي، راتګ به د درېمې نړيوالې جګړې لامل و».
نوموړي زیاته کړه چې «د ټرامپ په اند د ديموکراتانو کانديدې هېلري کلنټن او ولسمشر اوباما په ګډه په نړۍ کې ګډوډي راوستې او په نړیوال ډګر کې د دوی د ناسمو پاليسیو له کبله په ډېرو هېوادونو او سيمو کې د امريکا نفوذ کم شوی دی».
د اخوان الملسلمین مرشد ابراهیم منیر د ټرامپ دغه څرګندونې چې «اخون المسلمین یو ترهګره ډله ده» پلي کېدل لرې بللي او زیاته کړې يې ده، چې داسې پرېکړې «نه غواړو او نه ترې وېرېږو» او يوازې ولسمشر نه شي کولای چې داسې پرېکړې وکړي.